پر پوزه د تورو زخو کسان لړمان دي

0 981

تر اوسه پورې به موږ او تاسې فکر کاوه چې د چا پر پوزه توره زخه يا تور خال وي، بختور وي او د ملګرتيا کسان وي، خو څېړونکي وايي چې که مو د چا پر پوزه دغه نښه وليده، هسې پښې ورڅخه سپکوئ.
په چين کې د څېرې پېژندونکيو يوې ډلې په دې اړه څېړنې کړې دي او ويلي يې دي چې له دغسې کسانو بايد لېرې وګرځئ.

څېړونکي وايي، هغه نارينه او ښځې چې د پوزې پر سر يې توره زخه يا تور خال وي، شهوت پرست او يوازې د خپلو ګټو په لټه کې کسان وي.
دوی وايي، دغه کسان چې خپلې ګټې وويني، بيا نه ستاسې په کيسه کې دي، نه حتا د خپلې کورنۍ د غړو خيال ساتي.

په دې سربېره، دغه ډله کسان شوق لري چې قيمار ووهي، ټګي، برګي او دوکه درکړي او تر خپله وسه کوښښ کوي چې پر نورو تسلط ولري.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.