خدای مو د دې سړي له حاله ساته

0 687

پښتو متل دی چې نېکي مه کوه بدي نه‌شته؛ کله کله همداسې له سړي سره وشي.
د امریکا په ټیکساس ایالت کې یوه سړي چې غوښتل یې په یوه غرفه کې نصب د اې‌ټي‌ایم یا پیسو خراب شوی ماشین جوړ کړي، غرفې ته وردننه شو.
خو کله یې چې ستونزه حل کړه او غوښتل یې بېرته راووځي، دروازه پسې بنده شوه او نه خلاصېده.
ساعتونه تېر شول، خو سړی بندي پاتې و، تر دې چې اخېر یې پر یوه کاغذ ولیکل، دننه بند پاتې او ټلېفون ورسره نه‌شته. پر کاغذ کې یې د خپل ادارې شمېره هم ولیکله.
لومړی خو ځينو کسانو دا خبره ټوکه وګڼله، خو کله یې چې د هغه چېغې واورېدې، ادارې ته یې زنګ وواهه، هغوی راغلل، دروازه یې خلاصه کړه او سړی یې راووایست.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.