يو توتي چې خاوند قاتل يې زندان ته رسولی

0 810

د توتي پر هوښیارو او خوږو خبرو د هر چا مینه راځي، خو کله کله همدا خبرې بیا کافي وي چې تر زندان مو ورسوي.
نن په سرخط کې د همداسې یوه توتي په اړه ولولئ چې د امریکا مشي‌ګن ایالت کې یې د یوې ښځې کور زندان کړ.

کیسه داسې وه چې یوې ۴۹ کلنې مېرمنې خپل خاوند په کور دننه پنځه مرمۍ په دا سینه سینه وويشت، خو خبره نه وه چې توتي جان یې ټوله کیسه ګوري.
خبره تر محکمې رسېږي او کله چې د شاهد غوښته کېږي، توتي حاضرېږي او ټوله کیسه کوي.

اوس هم دوسیه په محکمه کې ده او قاضیان فکر کوي چې ایا دا شاهدي سمه وګڼي او که نه، خو محکمې ویلي، راتلونکې میاشت به خپله پرېکړه واوروي، خو اوس توتي هر ځای همدا یوه خبره کوي چې “ډونټ شوټ” یانې مه یې وله، مه یې وله.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply