يو هېواد چې ښځې په‌کې تر مېړونو زورورې دي

0 479

حیران شوي به یاست چې څه کیسه ده، نن د یوه داسې هېواد په اړه ولولئ چې سختو قوانینو یې د سړیو ورمېږونه مات کړي دي.
کیسه داسې ده چې د جنوبي بحر الکاهل په یوه لېرې پرته څنډه کې په یوه هېواد کې چې ټول نفوس یې ۲سوه زره تنو ته رسېږي، عجیبه قانون حاکم دی.

دا هېواد “ساموا” نومېږي او ټول قوانین یې د ښځو په ګټه دي.
یو عادي قانون یې دا دی چې که چېرې یوه خاوند د خپلې مېرمنې د کالیزې ورځ هېره کړه، مېرمن يې حق لري چې عریضه پرې وکړي او نغدي یې جریمه کړي.

دا جریمه د خاوند شتمنۍ ته په کتو کې د محکمې له لورې ټاکل کېږي، خو تر ټولو جالبه یې دا ده چې که مېرمن د خاوند د کالیزې ورځ له یاده وباسي، خیر خیریت دی او هيڅ پروا نه لري.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply