دا ډرون بولئ، که امبولانس؟

0 759

تاسې به د ډرون الوتکې د نوم په لوستو فکر کړی وي چې بیا به انسان وژونکې الوتکه ښيي، نه داسې نه ده، بلکې ډرون الوتکې د ډول ډول کارونو له‌پاره کارول کېږي.

اوس تازه روسي انجینرانو داسې ډرون الوتکه جوړه کړې چې د سي‌ډي فلبرېشن ټول نظام په‌کې خوندي او په ډېره چټکۍ سره د ناروغ مرستې ته رسېږي.
د دې ډرون زون ۵۰۰ کیلو ګرامه دی او د برېښنا په وسیله تر چارج وروسته حرکت کولای شي.

په دې ډرون کې ټول هغه سامان شته چې د زړه د حملې پر مهال د یوه ناروغ له‌پاره اړین وي او مرسته ورسره کولای شي.
په دې ډرون کې حتا داسې الکټرونیکي وسایل هم کارول شوي چې له ډاکټر پرته نورو ته هم لارښوونه کوي چې د زړه د حملې پر مهال له یوه ناروغ سره له کومو لارو مخ ته ولاړ شي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply