ډېری په دې مشهور دي چې په تاش یا قطو ډول ډول لوبې کولای شي ان ځينې فال هم پرې وګوري، خو راځئ نن په سرخط کې له تاش څخه د نویو جوړو شویو شیانو په اړه ولولئ.
په چین کې یوه ۶۵ کلن سړی چې زینګ کیهوا نومېږي، د قطو له پاڼو مرتبانونه او ګلدانونه جوړوي او په لیدو یې انسان داسې احساسوي چې ګنې له پلاسټیک څخه جوړ شوي دي.
دا مرتبانونه او ګلدانونه ښه نازک او سپک دي او تېز شمال یې هم چپه کولای شي، خو ښکلا یې بیا ډېره زیاته ده.
د دې ګلدانو او مرتبانو اوږدوالی ۱۰۶ سانټي مټره دی او پهکې نږدې ۵۰۰۰۰ د تاش پاڼې کارول شوې دي.
سرخط ورځپاڼه