په ډېرو برخو کې د پاکستان له بد نامه څخه خبر یاست،خو راځئ نن یې له یوې بلې چټلۍ خبر شئ.
کیسه داسې ده چې د پاکوالي نړیوالې ادارې ویلي، پاکستان په مردارو اوبو د فصلونو زرغونولو په برخه کې د نړۍ په سطحه لومړی درجه هېواد دی.
په پاکستان پسې، چین، ایران، هندوستان او مکسیکو هم يو په بل پسې درجې ګټلې، خو زموږ هېواد بيا په پاکو، رڼو او خوږو اوبو د کښتونو زرغونولو ليسټ ته تللی او هلته تر ټولو وړاندې يوو.
سرخط ورځپاڼه