تر دې وروسته به څوک چټلې اوبه نه څښي

0 278

د اسټرالیا ساینس‌پوهانو یوه داسې اله جوړه کړې چې ډېر ژر او په ډېره اسانۍ سره کولای شي چې ککړې اوبه پاکې او ژر تصفیه کړي.
دا یو ډول فلټر دی چې کولای شي ان تر ټولو ککړې اوبه هم پاکې کړي.

دا فلټر د ساینیټفک اینډ انډسټریل ریسرچ اورګانيزېشن یوه ماهر ډاکټر ډونګ هین سیو او د هغه ملګریو جوړ کړی دی.
دا فلټر تقریبا د یوې جالۍ ډوله دی چې اوبه په‌کې غورځي او له همدې لارې تصفیه کېږي.
د دې فلټر واړه سوري نه پرېږدي چې هر ډول چټلي ترې ووځي او یا هم هغه واړه ذرات چې له اوبو سره یو ځای شوي او چټلې کړې یې دي.

ساینس‌پوهان وايي، تر اوسه په خپل ځان کې دا د اوبو د تصفیې له‌پاره تر ټولو اسانه او غوره لار ده.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply