خبر واست چې د دندې غوښتليک هم پلورل کېږي

0 316

سرخط ورځپاڼه
زموږ او ستاسې د دندې له‌پاره غوښتن‌لیک شاید حتا څوک و هم نه ګوري او یا را باندې پسخند ووهي، خو پوهېږئ د امریکا د اپل ټیکنالوجي کمپنۍ د بنسټ‌ګر سټیو جابز د دندې غوښتن‌لیک په پنځوس زره امریکايي ډالرو پلورل کېږي.

دا هغه غوښتن‌لیک دی چې سټیو جابز د خپلې کمپنۍ اپل تر جوړولو درې کاله وړاندې د دندې اخیستو له‌پاره وړاندې کړی و.
په دې غوښتن‌لیک کې څو پوښتنو ته ځوابونه هم ورکړل شوي، دا هغه پوښتنې دي چې له سټیو څخه د انجینر په توګه د ګمارل کېدو لپاره شوې دي.

د ویلو ده چې سټیو جابز په ۵۶ کلنۍ کې د سرطان ناروغي له کبله په ۲۰۱۱ مېلادي کال کې مړ شو.

Leave A Reply