دغه هلک تر اوسه شل هګۍ اچولې

0 595

د انډونېزيا په ګورا ريجنسي سيمه کې يو داسې څوارلس کلن هلک اوسي چې تر اوسه پورې يې په حساب شل هګۍ اچولې دي.
ده نه يوازې عام خلک، بلکې ډاکټران هم حيران کړي دي.
دغه هلک اکمل نومېږي او تازه يې پرون يوه بله هګۍ اچولې ده.
د ده پلار روسلي وايي، په تېرو کلونو کې يې هم څو واره زوی روغتون ته وړی او هلته يې د ډاکټرانو په مخ کې هګۍ اچولې ده.

دی وايي، پرون يې بيا د زوی په ګېډه درد و او چې روغتون ته يې ورساوه، د چرګې غوندې دوه هګۍ يې واچولې.
ډاکټرانو کې د اکمل ايکسرې اخيستې، پکې ښکاري چې لا يې هم په ګېډه کې يوه جوړه روغه هګۍ شته.
ډاکټران وايي، دا هيڅ امکان نه لري چې انسان دې هګۍ واچوي، خو بيا يې هم سر نه خلاصېږي چې لامل څه دی؟

دوی وايي، ښايي د اکمل کورنۍ خلک تېر باسي او اوس دوی په دې کار کوي چې څنګه مالومه کړي چې د هلک کورنۍ چل جوړ کړی.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply