که دې زوم زلفې درلودای، داسې به نه ورسره کېدل

0 357

تاسې به هم اورېدلي او ليدلي وي چې په ټولنه کې زيات خلک هغه کسان نه خوښوي چې پر سر يې وېښتان نه وي، پک وي. په همداسې غم د هند يو مشهور ډاکټر اوښتی دی.
د هند په بهار کې د روی کمار په نامه يوه ډاکټر اوسي چې پر سر وېښتان نه لري.
د ده مور و پلار يو کال وړاندې په همدې سيمه کې د ډاکټر کوژده له يوې نجلۍ سره کړې او دې بدبخته هم تر اوسه له نجلۍ سره نه و ليدلي.

پرون چې يې واده و او د نکاح پر وخت ډاکټر صاحب پټکی له سره کښته کړ، ناوې يې پک سر وليد او قسم يې وکړ چې نکاح به و نه تړي.
خلکو چې هر څومره کوښښ وکړ، ناوې د واده تالار خوشې کړ او پر خپله مخه ولاړه، خو ډاکټر هم ځان ته يو څه ويل.
ډاکټر قسم وکړ چې تش لاس به کور ته نه ځي.

هماغه و چې پر همدې ځای سپين‌ږيري سره جرګه شول، د يوه سبزي پلورونکي له لور سره يې پر همدې ځای د ډاکټر کمار نکاح وتړله، نجلۍ راغله او ډاکټر له ځان سره کور ته بوتله.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply