د ارجنټاین پولیس ګنګس او موږکان چرسیان شول

0 315

موږکان خو هسې هم غله دي، خو دومره هم نه چې ۵۴۰ کیلو ګرامه بنګ پټ کړي.
په ارجنټاین کې پولیس هغه مهال ګنګس شول او د غلا ټاپه یې پر موږکانو ووهله چې په یوه ګودام کې دننه ۵۴۰ کیلوګرامه خام بنګ ورک شول.

پولیسو رسنیو ته ویلي، په همدې ګودام کې یې په خپل لاس بنګ ځای پر ځای کړل، خو کله چې یې بېرته تر لاسه کول، ځای و او جولا نه.

اوس پولیسو څېړنه پیل کړې او غواړي چې په دې ګودام کې چرسیان موږکان ونیسي او خپله ادعا په اثبات ورسوي چې رښتیا هم موږکان بنګیان شوي، نه دا چې دوی ګنګس دي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply