له ګناه کولو وورسته/لنډیز او راټولونه: محمد خالد ملکزی

0 852

لیکنه: مصطفی حُسني( (1

له ګناه او خطا وروسته بېرته د خپل بښونکي او لورونکي خدای تعالی لوري ته د ورګرځېدلو آداب او په خپلو ورځنیو چارو کې د فکري قوت  استعمال هغه  مهمه موضوع ده چې غواړو په مناسب لنډيز سره ېې له ګرانو لوستونکو سره شریکه کړو.

درنو لوستونکو!

په عمومي توګه سره هر انسان په خپل ورځینې ژوند کې  یو څه ناڅه ګناه تر سره کوي، ځکه چې انسان له سهوې، تېروتنې او خطا څخه معصوم نه دی ، له بل لوري شیطان هم د مختلفو مهارتونو او اسلحو په کارولو سره غواړي مسلمان  مُنحرف او بې لاري کړي،  که د شیطان پر مهارتونو فکر وکړو؛ تو جوته به شي چې: د ځوان  زړه ته د شهوتونو له دروازې څخه ورننوځي او د  ښځو سره د بې کچې مینې په رنځ ېې اخته کوي او ددې هدف لپاره ېې په زیاتو خوړو روږدې کوي، ځکه چې په موړوالي سره په ځوان کې د هغه شهواني قوت نور هم زیاتیږي. همداراز عابد او صوفي انسان ته  د بدعتونو له دروازې څخه ورنزدې کیږي او په خرافاتو او بې بنسټه کارونو کې ېې مشغولوي چې بیا د دین په نامه ېې تر سره کوي. همداراز شیطان د شتمن انسان د بې لارتیا لپاره د هغه په زړه کې د دنیا سره دومره بې کچې مینه پیدا کوي چې د صدقې، زکات او نورو مالي عبادتونو ته به چمتو نه وي او  په دې توګه سره ېې پراخه زړه  د بخل په خطرناک وایروس  مبتلا کیږي. له بل لوري څخه وینو چې د ټولنې  د علماؤ او د پوهانو د بې لارې کولو  لپاره د ځانپالنې او تکبر له قوي سلاح څخه کار اخلي او د شهرت غوښتنې  او ځانپالنې په رنځ  ېې اخته کوي.

د ټولنې د عامو خلکو د بې لارتیا لپاره د  یوې نوې وسېلې څخه کار اخلي، مثلا:  عامه وګړي د زیات قهر او غصې په رنځ مبتلا کوي، په بې ځایه قهر سره  به دا ډول انسانان خپل عصبي کنترول له لاسه ورکوي تر څو شیطان پرې حمله وکړي  او بیا په عقل سره به  ېې داسې لوبې کوي، لکه څرنګه چې ماشوم د فوټبال له توب سره لوبی کوي، یو خوا او بل خوا ېې غورځوي؛ نو آخر څنګه کولی شو چې له ګناهونو وروسته بېرته خپل لورونکي خدای تعالی ته وروګرځو؟

واقعیت هم همداسې دی، په ورځیني ژوند کې کله کله مونږ او تاسې یوه ګناه ترسره کوو، هدف مو دا نه وي چې معصیت او ګناه تر سره کړو او د ګناه کولو لپاره قصد مو هم په زړه کې نه وي؛ نو څنګه کولی شو چې دا ګناهونه زمونږه اړیکه له لوی الله تعالی سره پرې نه کړي؟ داسې تګلاره به څه وي چې له ګناه وروسته بېرته خپل ایماني قوت خوندي وساتو او وکولی شو د الله تعالی(جلت عظمته) په لوري خپل مزل او سفر  همداسې جاري او ساري وساتلای شو؟

مخکې له دې چې له ګناه وروسته بېرته دالله تعالی لوري ته د ورګرځېدلو آداب زده کړو، ښه به وي چې د فضیل بن عیاض( رحمه الله) یوه په زړه پوری وینا ستاسې  مخې ته کیږدو: نوموړی وايي: (( انساني فکر یوې ښکلې هندارې ته ورته دی  چې هر څوک کولی شي په هغې کې خپل نېک او بد اعمال په آسانۍ سره وګوري)). پورتنې خبره مونږ ته د همدې حقیقت ښکارندوینه کوي چې له ګناه کولو وروسته انسان باید له خپل ځان سره محاسبه او فکر وکړي او بیا ځان ته ددې اجازه ورنکړي تر څو تېره ګناه یو ځل بیا تر  سره کړي.

 مونږ چې کله قرآن لولو؛ نو  مونږ له ګناه کولو وروسته  یو لړ مهمو مهارتونو ته متوجه کوي، دا  مهارتونه  په حقیقت کې مونږ ته د همدې ښودنه کوي چې: اۍ انسانه! که چېری په خپل ژوند کې درڅخه ګناه ترسره شوله؛ نو پوه شه چې دا هیڅکله هم ددې معنا نلري چې ته له خپل مهربان خدای تعالی څخه مرور شی، بلکه بېرته د هغه لوري  راوګرځه.

آیا کله دې هم د قرآن کریم  د دې مبارک آیت  په اړه  له ځان سره فکر کړیدی چې لوی څښتن تعالی تا ته څه فرمايي:[إِلَّا مَن تَابَ وَآمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَٰئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ ۗ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَّحِيمًا] (سورة الفرقان 70 آیت).

ترجمه:  مګر هغه شخص چې توبه وباسي او ایمان راوړي او نېک عمل ترسره کړي؛ نو دهمدې(توبه ویستونکو کسانو) ګناهونه به لوی څښتن تعالی په نیکیو باندی تبدیل کړي او خالق تعالی(جلت عظمته) خورا بښونکی او ډېر رحم کوونکی دی.

په پورتني مبارک آیت کې د دریو مهمو آدابو یادونه شوېده:

1: اعتراف او اقرار کول:  له دې آیت څخه هغه لومړی ادب چې مونږ ېې زده کوو دادی چې فرمايي:(إِلَّا مَنْ تَابَ وَآمَنَ) یعني چي څوک بيرته توبه وباسي او له الله تعالی سره ريښتینی پاتی شي او له ځان سره ووايي: زه په رښتیا سره خطا شوی او تېروتلی یم او دا ونه وايي چې: دا خو وړه ګناه ده، څه پروا کوي؟ ما خو یواځې یو ځل دا ناروا او حرام څه ولیدل په داسې حال کې چې یو لړ خلک ېې هره ورځ ګوري… رښتینې انسان دا ډول بهانې د ځان لپاره نه لټوي، بلکه سمدلاسه اعتراف کوي او په ډاګه سره وايي چې: ما د خپل پروردګار په حق کې ظلم کړیدی، هغه څومره پر ما مهربانه او لورونکی دی او زه څومره بې پروا او ظالم یم.  حقیقت هم همدادی چې شیطان هیڅکله هم مسلمان ته نیغ په نېغه دا نه وايي چې: ته کافر شه! ځکه دا ورسره هیڅ څوک نه مني او دا سخت کار دی، خو شیطان ته دا کار خورا آسانه دی چې یو ځل مسلمان په یوه ګناه کې اخته کړي او بیا ورته وسوسه وکړي چې دا خو ډېر کوچني ګناهونه دي، هیڅ پروا نه کوي، حال دا چې ډېر ځل په ژوند کې لوی مصیبتونه له همدې کوچنیو غفلتونو څخه پیلیږي، لکه څرنګه چې  زیات اور له وړو بڅرکیو او شوغلو څخه پیلیږي. شیطان یو چرسي انسان ته په لومړي سر کې دا نه وايي چې راشه پوډري او چرسي شه، بلکه پیل ېې  همېشه له یو عادي سګرټ څخه وي چې بیا پایله( خاتمه) ېې په چرسو، تریاکو او افینو سره وي؛ نو لومړی آدب دادی چې انسان له خپلې ګناه وروسته سمدلاسه اعتراف وکړي چې زه په غلطه روان یم او همدلته نوره ګناه بس کوي.

2: اعتذار او بخښنه غوښتل: دویم ادب دادی لکه څرنګه چې د پورتني آیت په لومړۍ برخه کې راغلي دي:(إِلَّا مَن تَابَ) د تابَ معنا ده چې یو انسان توبه وباسې او د غلطې لاری څخه سمدلاسه راوګرځي او د بښنې غوښتلو لپاره خپل ځان چمتو کړي او له خپل ځان سره ووايي: اۍ مهربانه پروردګاره! ما باید له تا څخه حیاء کړای وای، خو له بده مرغه په خورا بې شرمۍ سره مې دا ګناه تر سره کړله، ته شپه او ورځ پر ما لورینه کوی، بې ساري نعمتونه دې راکړي خو اۍ کاش! چې  ما ېې ناقدري نه وای کړی. ته ما هیڅ اړتیا نلری او بیا هم زما دعاوې قبلوی او زه تاته ډېر محتاج یم او بیا هم هغه څه مې ترسره کړیدی چې ته پرې خفه کیږی، اۍ لویه پروردګاره! زه له تا نه ډېره بښنه غواړم.

3: له بدیو وروسته نیکي تر سره کول: مهربانه پیغمبر (صلی الله علیه وسلم) ما او تاته د نېغې لارې ښونه کوي او په یو حدیث شریف کې فرمايي: ((اِتقِ اللهَ حَيثُمَا كنتَ، وأتْبِعِ السّيئَةَ الحَسَنةَ تَمْحُها، وخَالِقِ الناسَ بِخُلُقٍ حَسَنٍ)). صحیح حدیث دی.

ترجمه: ته چې په هر ځای کې ېې له الله تعالی څخه ووېرېږه او له یوې بدۍ وروسته بله نیکي تر سره کړه چې هغه(تر سره شوی ګناه) له منځه وړي او له خلکو سره چلند کوه.

د تمحُها کلیمه همدا معنا لري چې: د نیکۍ په ترسره کولو د مخکینۍ ګناه آثار او اغېزې له منځه وړل کیږي، دا داسې مثال لري لکه یوه کوټه کې چې لومړی ښه رڼا وي، خو برېښنا ېې پرې شي او ټوله کوټه کې تورتم خپور شي، بیا ته را پاڅېږی او بېرته ېې هماغسې رڼا کړی، له ګناه کولو وروسته توبه همداسې زړه او فکر روښانه کوي. راځۍ وروڼو! چې خپل د شهوت بل شوی اور د عفت په اوبو سره خاموشه کړو، زمونږ  د معصیتونو او بداخلاقیو ګراف چې اوس ډېر لوړ شوی ګراف دی راټیټ کړو، خپله رابطه او اړیکه له خپل کریم، رحیم او رحمن خدای تعالی سره بېرته پیاوړی او قوي کړو او هیڅکله هم  له هغه(جل جلاله) څخه مرور نشو؛ نو ددې کار د ترسره کولو لپاره لومړی باید خپل نیت صفا کړو، په بې ساري اخلاص او بشپړ صمیمیت سره له بدیو وروسته باید یوه نیکي پیل کړو، دا داسې مثال لري لکه له تا څخه چې ستا یو ډېر خوږ دوست خفه شي او ته بېرته د هغه  د خوشحالو لپاره یو سوغات او تحفه اخلی او هغه ته ېې ډالۍ کوی.

قدرمنو لوستونکو!

 که یوه خطا او تېروتنه له مونږ څخه وشوله؛ نو دوهمه او درېیمه ګناه  بیا ولی تر سره کوو؟ آیا مونږ د بدو انسانانو بد عواقب نه دي لیدلي، پښتانه یو ښه متل لري چې وايي: چې بد ګرځي، بد به پرزي ــ یعنې څومره چې ستا منډه تېزه او بې احتیاطه وي؛ نو په هماغه اندازه به ته قوي رالویږی او ځان به ډېر زخمي کوی. راشه! دا پورتني دری آداب زده کړه او عمل پری وکړه؛ نو هیڅکله به هم ستا ګناهونه  ستا اړیکه له الله تعالی سره پری نه کړي، بلکه بدۍ به دې په نیکیو باندی بدلی او یو سوکاله او خوشحاله ژوند به دې په برخه شي.

او په پای کې دعاء کوو چې:(اللهم اقبَلْنا إذا  أطعناک ــ وارْزقنا حُسنَ الأدابِ معک إذا عصیناکَ)

 اۍ لویه پروردګاره! کله چې مونږ ستا اطاعت او عبادت تر سره کوو؛ نو زمونږ پام او توجه ستا په لوري راواړوه او مونږ ته کله چې ستا معصیت او ګناه تر سره  کوو( بېرته) د ښه ادب او نیک چلند توفیق را  برخه کړی.

________________________________________________________________

( (1: د ویدیوي کلیپ(بعد المعصیة ــ مع أستاذ مصطفی حُسني) څخه ترجمه شوی مقاله.

Leave A Reply