آیه نوروز په اسلام کې روا یا ناروا دی؟ /مجید قرار

0 656

لكه څومره چې حرام شی حلالول ګناه لري، همدومره حلال شی حرامول ګناه لري. دواړه تشریعي کارونه دي او تشریع د خدای پاک او د هغه د رسول کار وي. په اسلامي ټولنو کې خلک حرامول ژر کوي، فکر کوي چې که حلال کار ونشي څه تاوان یې دی، خو چې حرام کار ونشي. د یوه کار نه کېدل او یو شی حرام ګڼل کېدل فرق لري. مه یې کوئ، خو حرام یې مه ګڼئ. دا چې ناحقه حرامول کوي، دغه خلک په ښه نیت په لویه ګناه مبتلاء دي چې پر مسلمانانو یوه خوله خندا د خپلې ګازي تقوا د ساتلو لپاره حراموي. ګازي ځکه ورته وایم چې تر لوړ فشار لاندې یې بنده ساتلې وي او چې معمولي سوړه پکې وشي نو الوځي.
خدای پاک په قرآن کریم کې وایي چې: يا أيها الذين آمنوا لا تحرموا طيّباتِ ما أحلّ الله لكم ولا تعتدوا إن الله لا يحب المعتدين
اې ایمان را وړونکیو، هغه ښېګڼې چې خدای درته روا کړي، حرامې مه ګڼئ، او تېری مه کوئ، ځکه د خدای پاک تېري ګر نه خوښېږي.
حرام هغه څه ته وایي چې د منعې لپاره یې صریح صحیح د منعې لفظ راغلی وي. د نوروز په اړه دغسې یو نص هم نشته. ټول هغه نصوص چې د نوروز د تحریم لپاره کارېږي، غیر مستقیم دي او غیر صریح دي. مثلا، یو حدیث شریف وایي چې تاسې پخوا په جاهلیت کې ورځې لمانځلې، خدای پاک تاسې ته د هغو په بدل کې نورې ورځې درکړې. د دې معنا دا نه ده چې هغه پخوانۍ حرامې شوې. کله چې د حرام او حلال مسأله وي بیا د خدای پیغمبر د بندګانو لپاره دومره ګونګ پیغام نه پرېږدي، بیا ورته وایي چې هغه مه کوئ، یا هغه حرامې دي. په دې حدیث شریف کې یواځې د بهتروالي ویل شوي. استبدلکم بخیر منها… کله چې تر یوه شي بهتر شی څوک درکړي، دا معنا نه لري چې هغه اول شی خراب دی، بلکې دا معنا لري چې دا دوهم پرې بهتر دی. البته عربي نړۍ ګرمه وه، هلته نوروز اهمیت نه درلود، دلته چې ژمی یخ وي نو پسرلی طبیعي اهمیت لري. دلته نوروز لمانځل د خدای پاک د نعمتونو نمانځل او قدر کول دي او د خدای د نعمتونو لمانځل عیناً عبادت دی.

Leave A Reply