له رواني اړخه د ماشومانو او کوچنیانو ځپل

پوهندوی آصف بهاند

159

 

له رواني اړخه د ماشومانو او کوچنیانو ځپل

 

د افغانستان پر ماشومانو او کوچنیانو باندې د تاوتریخوالي سونامي

 

اته ویشتمه برخه

 

په وطن کې وچکالي ده؟ ځکه ماشومان په وینو لمبوو.

 

څه موده مخکې مې په لغمان کې د رامنځته شوو جگړو په باب د «د ماشومانو او کوچنیانو پر ضد جهاد» ترسرلیک لاندې مقاله ولیکله. ما له د لغمان په جگړه کې د یو وژل شوي کوچني عکس راکاپي کړی و، په عکس کې لدل کېدل چې د یو حیران او بېچاره پلار په مخ کې په وینو لړلی وژل شو کوچنی پروت دی، دا یې یوه بېلگه وه، خدای پوهېـږي چې د لغمان د یادې جگړې او په وطن کې د روانو نورو جگړو په ترڅ کې به د افغانستان له ماشومانو او کوچنیانو سره نور څه ډول او څومره تاوتریخوالي ترسره شوي وي چې له میډیا لرې او خاموشو میندو پلرونو او کورنیو د ویر په دایره کې هماغسې هېرېـږي؛ د یادو پېښو په ترڅ کې رواني ټپونه، د ژوند تر پایه له پېښو د د ژوندي پاتې ماشومانو او کوچنیانو پر ذهن ژور منفي اغېز پرېباسي.

 

څو کاله مخکې ما له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي موضوع مطرح کړه او د «له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالی ستونزه» تر سرلیک لاندې د مقالو لړۍ را پیل کړه، د هغو مقالو په دویمه برخه کې ما داسې لیکلي وو:

 

«له ماشوم او کوچني سره تاوتریخوالی او د هغوی زورونې ته که په ځیر سره وکتل شي، کیدای شي پایلې یې داسې وي:

 

ــ له ماشوم او کوچني سره د تاوتریخوالي آثار او پایلې د هغوی پر ذهن او روان باندې د تل له پاره پاتې کیدای شي،

 

ــ زموږ په هیواد کې د کورنۍ، ښونځیو او ټولنې په چاپیریال کې، پر ټولنه باندې د ناوړه قوانینو د حاکمیت په وجه د تاوتریخوالي له پاره شرایط چمتو دي او عملي کیږي هم،

 

ــ جسمي او رواني تنبیه د ماشومانو او کوچنیانو په راتلونکي ژوند باندې ډیره نا وړه اغیز لرلای شي،

 

ــ له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي په پایله کې هغوی چغې وهي، خو مشران یا د تاوتریخوالي عاملین یې نه اوري، که یې اوري، پام نه ورته کوي او ځان حق په جانبه ګڼي،

 

ــ ټولنه او مشران باید په دې پوه کړای شي چې له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوالی پټ جنایت دی،

 

او په پای کې دا دوې مهمې پوښتنې چې ټول اړوند مسوولین او قلموال باید پام ور ته وکړي:

 

۱ــ له ماشومانو او کوچنیانو سره تاوتریخوال څه شی دی؟

 

۲ــ له ماشومانو او کوچنیانو سره د تاوتریخوالي عوامل کوم دي؟»

 

په وطن کې روانې جگړې خلک دومره ځپلي چې د نور څه په فکر کې نه دي، یوازې دا سوچ ورسره دی چې څنگه دوی خپل ځان او اولادونه ژوندي وساتي؛ دا چې څومره خپل اندامونه له لاسه ورکوي او معیبوبېـږي، له رواني پلوه څه ورسره کېـږي او په راتلونکې له جگړې پاتې ډار او ویره یې څومره راتلونکی ژوند ویجاړوي، دوی یا نه پرې پوهېـږي او یا یې په اوسني حالت کې چاره نه شي کولای. مانا دا چې د ټولو بدمرغیو مور جگړه ده، جگړه هم موږ خپله کوو او د تعلیم د نشتوالي په دایره کې، ناپوهي حاکمه ده او بهرنیان له همدې ټکو نه خپلو موخو ته د رسېدو له پاره په یو او بل نامه موږ سره جنگوي:

 

هرچا خپل کارتوس په موږه امـتـحان کړل

پردو خپل ملکونه جوړ زموږ یې وران کړ

 

(؟)

 

 او دا څو نسلونه مو برباد شوي دي، دا چې ژوندي هم پاتې دي له کاره لوېدلي او له سل رنگه ستونزو سره لاس گرېوان دي.

 

څه د پاسه څلوېښت کاله کېـږي چې زموږ په هېواد افغانستان کې د ټوپک شپېلۍ له سور کېدو سره سم، زموږ ماشومان او کوچنیان د ژور خپگان او اندېښنو په څپو کې ډارونکې ژوند ل: د همدې ډار په څپو کې پیدا کېـږي، د ډزو د غږونو په اورېدو لوېـږي، ځواني یې هم له د چاودنو په څپو کې، د بارتو او وینو له بوی سره تېرېـږي، یا په همدې ډزد وژل کېـږي او یا د همدې ډزو، د وینو او بارتو د بوی په څپو کې په ډېر لږ عمر کې بوډاتوب ته داسې ځان سپاري چې د ویرونو او رنگارنگ مرضونو گوډی ورنه جوړ وي.

 

دا نسلونه کله دې ته خوشحاله وي چې له فزیکي پلوه ژوندي دي او له دومره وژنو، چاودنو او پېښو سره ـ سره ژوندي دي؛ خو دې ته یې پام نه وي چې له رواني پلوه په کوم حالت کې دي او له دوی نه وروسته نسل یې که لکه دوی غوندي ژوندي وي، هغوی هم د خپلو ذهنونو په گومبزه کې ډېر منفي څه لري او ذهنونه یې د بېشمېره رواني ټپونو خزانه گڼل کېـږي.

 

موږ په خپل هېواد کې د جگړې په پایله کې د رواني ناروغانو بېشمېره ډلې لرو چې اوږدو رواني درملنو ته اړتیا لري، خو له بده مرغه چې زموږ په هېواد کې ډېری خلک له رواني درملنې سره یا نااشنا دي او یا یې د درملنې توان نه لري. د دې ناروغانو درملنه یا ناشونې ده او یا ډېره ستونزمنه وي.

 

زموږ د وطن د جگړو په اوږدو کې که د متضررو ماشومانو او کوچنیانو څېړنه، ارزونه او مطالعه وشي، لیدل کېـږي چې هغو متضرره ماشومانو او کوچنیانو چې خپل مور پلار یا نږدې ـ لرې خپلوان له لاسه ورکړي دي، هغوی روحي ټکانونه زغملي دي او تر کړاونو وروسته ستونزو او خپگان سره مخ دي.

 

دا حالتونه ځانته ځانگړي رواني ډاکتران او شرایط غواړي چې د داسې متضررو ماشوانو او کوچنیانو درملنه وشي، چې له بده مرغه داسې امکانات یا زموږ په وطن کې نه شته، که وي هم په نشت حساب دي.  

 

زموږ خلک نور باید لومړی پر دې موضوع فکر وکړي چې جگړه خلکو او وطن ته څه ورکوي او څه ورنه اخلي، بیا دې د جگړې پر تایٔید او نه تایٔید باندې سوچ وکړي. زموږ په هېواد کې د تودې جگړې څلوېښت کلنې تجربې ښودلي دي چې جگړه د نورو گڼو بدمرغیو د رامنځته کولو تر څنگ، ماشومانو او کوچنیانو ته د فزیکي تاوانونو نه سربېره، رواني تاوان هم رسوي، د جگړو په پایله کې ماشومان باور له لاسه ورکوي، د هغه په ځای بې باوري او ویره تر لاسه کوي او هر څه ته د بې باورۍ له عینکو گوري چې دا په خپله د ماشوم ذهن له ډېرو ستونزو سره مخ کوي او دا لړۍ له څلوېښتو کلونو را په دېخوا زموږ په ټولنه کې روانه ده او څو نسلونه مو په همدې کړاو اخته دي.

 

زموږ په هېواد کې کوم نسلونه چې جگړې په هر اړخیز ډول ځپلې دي، هر اړخیزو مرستو ته اړتیا لري، په تېره له تعلیمي او رواني پلوه یې باید ملاتړ وشي، ارامه چاپېریال ورته برابر شي، څو د ارامۍ احساس وکړي او د دې تر څنگه د څه مالي ملاتړ په چوکاټ کې باید سمه روزنه ورکړل شي چې ورو ـ ورو یې له بدن او ذهن څخه د جگړي ټپونه و توږل شي.

 

زما له نظره له داسې ستونزو او کړاو نه د خلکو او ټولنې د خلاصون یوازینۍ لار لومړی د جگړې درول او په دویم گام کې د یو نوي تعلیمي نصاب په چوکاټ کې د نوي نسل نوې روزنه ده.

Comments are closed.