درې لټان

رڼا ګل اریوبزی

518

یو پاچا درې زامن ورلودل، دری واړه یو شان په ګران وو او نه پو هید چې د مرګ وروسته کوم یه
ته خپله پا چاهي وروسپاري. کله چې د مرګ وخت يې راورسید او په بستر کې پروت و، درې واړه
يې راوغوښتل او ورته ويې ویل چې:« ګرانو زامنو! ما دځان سره څه فکر وکړ او غواړم چې درته
ويې وایم او هغه هم دا چې هر یو چې په تاسې کې تر نورو زیات لټ وي، هغه باید زما تر مرګ
وروسته پاچا شې.»

مشر زوی يې و ویل چې:« که داسې وي نو پاچاهي زما حق دی، ځکه زهدومره لټ یم چې دویده کیدو په وخت

مې په ستر ګو کې څاڅکي راوڅاڅي، نه يې پاکوم او غواړمچې ویده شم.» دوهم زوی يې پورته شو او ویې ویل چې:

« پلاره دا پاچاهي زما حق دی، ځکه زه دومره لټ یم چې که اور ته کښینم، نو که پونده مې هم وسوزي، پښه نه شم راټولوم.» هلته يې دریم
زوی نیغ را وچت شو او ويې ویل چې:« نه پلاره! دا پاچاهي زما حق دی، ځکه زه تر هغه برید
پورې لټ یم چې که د دار پړی مې په غاړه پروت وې، څوک یوه تیره چاړه په لاس کې راکړي او د
پړي دغوڅولو اجازه هم ولرم، په دار خوښ یم خو د پړې دغوڅولو وس نه لرم.» کله چې پلا د
وروستي زوی خبرې واوریدې، نو ويې ویل چې:« ته تر نورو وړاندې يې او باید پاچا شې.

Liste von Märchen – Grimms Märchen – Grimmstories.com

Comments are closed.