هوښیارخان د بخت په څپو کې

0 335

Brüder: Grimmلیکونکي:

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

د کوچنیانوله پاره لنډه کیسه

 هوښېارګل د خپل بادار سره ۷ کاله کار وکړ، نو يوه ورځ یي ورته وويل:« باداره! زما وخت پوره شوی دې، اوس  غواړم چې بیرته خپل کور او مور ته ولاړشم. ما ته زمامعاش راکړه.» مالک ورته وویل چې.« تا زما سره په رښتيا او  په اخلاص کار وکړ. څنګه چې کار هغسې معاش.» ده نوکرته د سرو زرو يو غټ غونډاری ورکړ، چې د هوښېارګل د سر  په شان غټ و. هوښېارګل  د جيب څخه دسمال راوایست او د زرو غونډاری يې  پکې وپيچې، پرا وږه يی کښيښود او د کور په لور روان شو. دې ګام په ګام روان و چې په مست آس  سپور  تازه او خوشال سړی يې تر نظر تیرشو .هوښېارګل په جګ اوازوویل:» آخ، دآس سپرلی څه ښه شی دې ، څوک داسې پرکښېنی، لکه چې په چوکې ناست وي، پښې يې د ډبرو سره نه موښلي، بوټونه يی نه زړیږی،اوهيڅ نه پوهيږی چې څنګه وړاندې روان دې.»  پر آس سپاره چې دا خبره واوريده نو ودريد،اوور ږغ يی کړ،«ای هوښېارګله! دا ته ولې پیا ده روان يې؟» هوښېارګل په ځواب کې ورته وویل، « آخ، زه مجبور یم چې دا غونډاری ترکوره ورسوم، دا خو سره زر دي، زه د ده له لاسه  خپل سرسم سيده نشم  نيولې او اوږې مې هم ترې خوږیږی.» پر آس سپور سړی ودریداوهوښېارګل ته يې وویل،« ته پوهیږې چې څه؟ موږ به دا خپل شته سره بدل کړو. زه به داخپل آس و تا ته درکړم اوته دې خپل غونډاری ما ته راکړه.»هوښېارګل ورته وویل چې:« داکار به د زړه له کومې وکړم، خو داهم بايد تا ته ووايم چې ته بايد دغه د زروغونډاری پرخپلوا وږو یوسې.» د آس ځغلونکی راکښته شو، سره زر يې واخیستل، او د هوښېارګل سره يې پر آس باندې د سپریدو په وخت کې مرسته وکړه، جلب  يې ټینګ په لاس کې ورکړ او ورته ويې ويل چې:« که وغواړې چې  ښې خوا ته وګرزے، نو ته بايد په ژبه په ټیټ اواز هوپ، هوپ وکړے.» د هوښېارګل روح خوشال اوتازه شو، دی په آس سپور او په ارامې ترې روان شو. خو څه وخت وروسته په دې فکر کې شوچې آس يې باید یو څه نور هم چټک شی، نو دهوپ، هوپ ناره یي پورته کړه. آس  دومره تیز شو، چې هوښېارګل يې، مخکې تردې چې خپلې تیروتنې ته يې پام شی،  په هغه کنده کې راوغورځاوه، چې دسرک او پټیو تر منځ پرته وه. که چرې یو بزګر، چې خپله غوا يې تر مخه کړې وه، په دې وخت کې نه وای رارسیدلی ، دآس مخه يې نه وای نیولې، نوهغه به هم دې کندې ته لویدلی وای. هوښېارګل بيرته خپل ځان سره راټول کړ او پر پښو ودريد،خو ډیر په غوسه اوبدحال واو بزګر ته يی وويل،« دادآس سپرلی خو یو ډیر بدمزه شی دې،په تیره بیا چې څوک له یوه داسې ټټو سره ګیر پاتی شی،داټټو څوک په دومره قوت له ځانه لیری غورځوی،چې نږدې وی مغزی چيې مات شی،بیابه هیڅکله په داسې ټټو سپور نشم.ما دستا غوا خوښه ده، چې  سړی ارام پسی روان وی،او سربیره پردې هره ورځ شیدې،کوچ او پنیر هم ترې تر لاسه کوی ،دڅه په بدل کې به زه د یوی داسې غواڅښتن شم  ؟»بزګر ورته وویل:« اوس نو چې ته غوا ته دومره ډیر خوشالیږی،نو زه حاضر یم چې غوا مې ستا دآس په بدل کې درکړم.»هوښېارګل په زښته ډیره خوښې هوکړه ورسره وکړه؛بزګر پر آس سپور شو او په بیړه ترې وځغاست.هوښېارګل خپله غوا تر مخه کړه او دبختوری سودا په سوچ کې و :«که زه اوس یوازی وچه ډوډی ولرم ــ اودا خوهیڅ نشی کېدای چې ډوډی به هم نوی ــ نو څومره مې چې زړه وغواړی دکوچو او پنیر سره به چيې خورم،او که تږی شوم، نوغوا به ولویشم او شیدې به وچېښم. ای زما زړګیه،نور نو ته څه غواړی ؟»کله چې پر لار یوه رستورانت ته ورسید،هلته تم شو او په خوراک سرشو،دغرمې او ماښام ډوډی چيې دومره وخوړه،چې څه چيې په جیب  کې لرل، ټول چيې په ډوډی ورکړل،او په وروستیو پاتی شوو مېده پیسو چيې ځان ته شربت راو غوښته.تردې وروسته چيې غوا د خپلې مور دکلی په لورروانه کړه

 څونه چې غرمه رانيږدي کيدله، ګرمې  هم هغومره ډيریدله.

هوښېارګل په يوه چمن کې روان و،او يو ساعت لارنوره هم ور ته پاتی وه،ډیره ګرمې چيې وشوه،او له تندې چيې ژبه په زامه پوری ونښته.هوښېارګل پدې سوچ کې وچې،«ددې تندې او ګرمې چاره کولې شم،غوا به ولویشم او په شیدو به چيې ځان تازه او ځواکمن کړم.»

 غواچيې پر يوه وچه ونه پوری وتړله، خپله خولې ئی ترلاندې کړه،که هرڅومره هڅه چيې هم وکړه ، غوايو څاڅکئ شیدې هم ور نه کړي، ځکه چې دې دغوا دلویشلو په چل نه پوهیده،نوغوا بی حوصلی شوه، دشا په پښه چيې د ده پر سر داسې سخته لګت ورکړه،چې پر ځمکه ولویداو ډیر وخت نه پو هیده چې چرته پروت دې.له نیکه مرغه پدې ترځ کې یو قصاب پر دې لار راغی،چې یووړوکې وری چيې په لاسی ګاډی کې اچولې واو ناره چيې کړ،« دا څه مکاری ده!» او دهوښېارګل سره چيې په را پور ته کېدو کې مرسته وکړه.هوښېارګل ټول هغه څه ورته بیان کړل،چې ورته پیښ شوی ول.قصاب ورته خپل بوتل ورکړ او وچيې ویل،«لومړی یو څه وڅیښه او دمه وکړه.داغوا شیدې نه درکوی، ځکه چې زړه ده، او یوازی دېوڅه بار وړلو اویا دحلالولو لپاره ښه ده.»هوښېارګل دخپل سر ویښته راکښ کړل او وچيې ویل،«هی هی،چا دا فکر کاوه!ښه به دا وای چې سړی دا حیوا ن په کور کې حلال کړی وای،خو پوښتنه داده چې غوښه به چيې څرنګه وی!ما خو دغوا غوښه نه خوښېږی،او خوند نه راکوی.هو،که څوک داسې یو ځوان وری ولری،نو دا بیا بل ډول خوند لری،اوساسیچ به هم ورسره وی.»قصاب ورته وویل چې،«واوره،هوښېارګله،ستا د خوښې لپاره زه داوری دغوا په بدل کې درکوم.»هوښېارګل وویل،«خدای دې تاته ددې دوستی په بدل کې اجر در کړی.»  هوښېارګل بیا روان شواو پدې سوچ کې وچې تر اوسه هرڅه دده په خوشالی او ګټه تمام شول،خو دلته دېوی بلی ناراحتی سره مخامخ شو،خو ډیر زر بیا هر څه سم شول. تردې وروسته یو هلک په مخه ورغی،ده یوه ښکلی سپینه هیلی تر ترخګ لاندې نیولې وه.دواړه دلاری پر سر سره ودریدل او یو بل ته چيې وخت ورکړ.هوښېارګل دخپل بخت کېسه بیان کړه،اوهلک ته چيې دا وویل چې په څه ډول چيې هر وار دځان په ګټه سودا وکړه.هلک ورته وویل چې دا هیلی چيې دکوچنی دتمعید جشن دډوډی لپاره را وړی ده.ده هیلی له وزرو ونیوله او هوښېارګل ته چيې وویل،« یوځل چيې پورته  کړه،چې څومره درنده ده.اته او نی مې ښه خوراک ور کړی دې،که څوک ددې کباب وخور ،نو دخولې د دوړو کونجو نه به چيې غوړی را وڅاڅی.»هوښېارګل هیلی په یوه لاس وتلله او وچيې ویل،هو،دا ښه درنده ده،خو زما وری هم وړوکې وری نه دې.»په دې ځای کې هلک په پریشانی هری خوا ته وکتل ، سر چيې هم وخوځاوه او وچيې ویل،« واوره،دا ستا دوری موضوع ماته سمه او پاکه نه ښکاری،په هغه کلی کې چې زه ترې راغلم،دېو چا وری غلا شوی و،زه ویریږم،زه ویریږم،چې دا ستا وری به همغه وری وی ؛دا به ستا لپاره ښه نه وی،که چرې دې له دې وری سره ونیسی،ترټولو کمه جزا به دې داوی، چې یوی توری څا ته به دې وروغورځوی .»خوارکې هوښېارګل ډیر وډار شو او وچيې ویل،«اخ خدایه ! ددغه  موصيبت په وخت کې زما سره مرسته  وکه!»د ه هلک ته وويل،چې ته خو ښه خبرچيې اوهم دلته بلد يي، زما څخه دغه وری واخله او خپله هيلی دې ما ته راکه.»هلک ورته وویل چې،«زه به دا خطر په ځان ومنم،خو ستا ددې بد بختی مسؤلیت په غاړه نشم اخیستلی.» ده رسی په لاس کې ونیوله اوپه بیړه چيې وری دځان سره په یوه څنګځنی لا راکښ کړ.پدې توګه هوښېارګل ځان له غمه خلاص کړ،هیلی چيې دتخرګ لاندې ونیوله او دکور په لور روان شو .ده له ځان سره ويل چې،«که سم فکر وکړم نو په دې راکړه ورکړه کې مې ګټه وکړه،لومړی خو کباب دې،ورپسی دا یو عالم   غوړ،چې دکباب کېدو په وخت کې به تر ی را وڅاڅی،چې دکال دېوی څلوریزی په اوږدو کې ــ دهیلی غوړو ډوډی ــ لپاره بس کېږی.پدې به مې مور څومره خوشاله شی.»کله چې دې وروستی کلی ته ورسید، چې ګوری هلته د بیاتیو تیره کوونکې د کراچې سره ولاړ دې،څرخ چيې ټيت نری اواز کاوه او ده ورسره سندری کولې:

زه بیاتی تيری کوم او تيز يی څرخوم

او زما بالا پوښ و باد ته ځوړوم

هوښېارګل ودرید او په مينه یي ورته کتل؛ بالاخره په خبرو راغی او ورته و چيې ویل ،«ته ښه اوسوکاله ژوند لری، ځکه کله چې بیاتی تیری کوی،ورسره مست اوځوشال هم چيې،»بیاتی تیری کوونکې په ځواب کې ورته وویل چې،«هو !دلاس کسب په حقیقت کې دسرو زرو ځمکه ده،دبیاتیود یوه تکړه تیره کوونکې جیب له پیسو خالی نه وی،هر وخت چې جیب ته لاس کړی ،پیسی پکې مومې.اوس راته ووایه چې تا دا ښکلی هیلی چرته راونیوله ؟» «دا مې را نیولې نه ده،دخپل وری په بدل کې مې تر لاسه کړه.»«او دا وری دې له کومه کړ ؟» «دوری په بدل کې مې غوا ورکړه.» «اوغوا ؟» «دغوا په بدل کې مې آس ورکړ.» «او آس ؟» «هغه مې دسرو زرو په غونډاری،چې زما دسر په شان غټ و،واخیست.» «او داسره زر ؟» « ای،دامې داوو کالونو دکار تنخوا وه.» دبیا تیو تیره کوونکې ورته وویل.« تاسی په هره سودا کې ښه ګټه کړی ده،خو تاسی داسې هم کولې شی چې دپیسو ترناوی لاندې ودریږی، او پیسی به پخپله په جیبو کې در توچيېږی.

هر سهار چې راپورته کېږی، بخت به درسره مل وی.»هوښېارګل ترې وپوښتل چې،«دا  څرنګه امکان لری ؟» «تاسی باید زما په څیر دبیاتیوتیره کونکې شی،داکار یواز یوی تیره کوونکې ډبری ته اړتیالری اونور کار چيې ټول پخپله سمېږی،زه داډول ډ بره لرم،که څه هم یوڅه زیانمنه شوی ده،خوزه چيې هم په بدل کې له تا نورڅه نهِ غواړم،یوازی دا هیلی راکړه،آیا غواړی چې دا سودا وکړی ؟» هوښېار ګل ورغبرګه کړه چې،«پدې ګی خو پوښتنې ته کومه اړتیا نشته،پدې سودا به زه دځمکې پرسر تر ټولو نیکبخت انسان شم،ځکه پیسی به لرم او هر ځل چې جیب ته لاس کړم،خالی به نه وی،نور به دڅه لپاره ځور او اندېښنه کوم ؟»هیلی چيې ورکړه اوتیږه چيې ترې واخیسته. دبیاتیو تیره کونکې یوه بله عادې ډبره چې تر څنګ چيې په ځمکه پرته وه،راپورته کړه اوهوښېارګل ته چيې ورکړه او وچيې ویل چې،» دا ډیره دکار ډبره ده،ته پدې مېخونه ټکولې شی،اوهم زاړه کاږه مېخونه سمولې شی.داهم درواخله،خوښه به چيې ساتی.»هوښېارګل دواړه ډبری په ځان بار کړی اوپه خوشال زړه ترې روان شو،سترګی چيې له ډیری خوشالی ځلیدلی اوناره چيې کړه چې، «زه له بخت سره دې دنیا ته راغلی یم،دېوه نیکمرغه کوچنی په څیر مې ټولې هغه هیلی تر سره کېږی چې،لرم چيې.» داچې سهار دوخته په پښو شوی و، نووروورو ستړی شواوله لوږی هم په تکلیف شو، ځکه څه چيې چې در لودل، ټول چيې دغوا درانیولو په خوشالی کې وخوړل .اوس نولا په  تکلیف پر لار تلی شو،او مجبور و چې شیبه په شیبه ودریږی او دمه وکړی،تیږی هم په درندې شوی اوډیر چيې ستومانه کړه. اوس نو پدې ارمان شو،چې کاشکې ددې ډبرو له بار نه ازاد شوی وی.له ډیری ستومانی چيې دهلزون په ښوچيېدو ځان  هلته د پټیو په منځ کې یوی څا ته ورساوه، ترڅوچې هلته دمه وکړی او دڅا په سړو اوبو یو څه ځان تازه او تنده ماته کړی.ددې لپاره چې ډبرو ته زیان ونه رسیږی ،نوپه ډیراحتیاط چيې دځان تر څنګ دڅا په غاړه کېښودې،بیا دې هم کښېناست او د څښلو لپاره په اوبوور ټیټ شو،پام چيې نه وچې څنګ چيې په ډبره ولګید او دواړه ډبری ښکته په څاکې ولویدې. کله چې هوښېارګل ډبری څا ته دلویدو په حال کې ولېدې،له خوشالی په غورځنګو شواو لوی خدای ته په سجده او په ګونډو شو،په سترګو کې چيې له خوشالی اوښکې راغلی او په زرګونو شکرونه چيې ادا کړل . دې خو له لوی پروردګار نه پدې ډیر راضی وچې،پخپل رحمت چيې،بیله دې چې دې لاس اوپښه وخوځوی،ددې درندو ډبرو له باره ازاد کړ.هوښېار ګل دبخت په څپوکې لاهوو اوناره چيې کړه چې، «دځمکې پر مخ ترما نیکبخت انسان بل نشته.» په خوشال زړه ،دډبر له درانده بارنه په ازادو مټو،په ټوپونو او غور ځنګونو چيې ځان کور او مور ته ورساوه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.