زمری او موږک

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

0 154

                  په ډ یرو پخوانیو وختو کې، په تیرو ځنډ نو زمانو کې، هلته په ګڼ تیاره ځنګل کې، د دنګو هسکو غرونو په لمن کې یو غټ غوندې زمری اوسیده. د ځنګل په ټولو چارپایو، په کوچنیو او غټانو، په پیلانو او پړانګانو، په لیوانو ګیدړانو، پیشوګانو موږکانو، په دې ټولو زور ور و، له هیچا نه ډاریده.                                                         د ماشومانو له پاره لنډه کیسه

د ځنګل خو دا قانون او دا يې لار دی، چې زورور او په ټولو بر، هم حقدار دی، هم سردار دی. نو ځکه دا مزری هم په دې ځنګل کې د ټولو څلور پښیو شهریار دی. دورځو نه یوه ورځ داشهریار په خپل دربار کې، د لوړغره تر څنګه په یوه غارکې، په خواږه خوب ویده پروت و، رنګا رنګ ښکلي خوبونه يې لیدل، خوشالۍ وې ترې چاپیره او غمونه يې هیرول.

د غار په شاوخوا کې یوه ګله مست موږکان هم اوسید ل، چې تل د یخوا او ایخواته ګرځیدل، هیڅ کرار نه کښیناستل، لوبې يې کولې منډې ترپې يې وهلې. یو موږک دغار تر څنګ په یوه پرخه وخاته، خو پښه يې وښوئيد له، په مځکه ولویده او مزری پسې راویښ شو په منګول کې يې ونیوه.

موږک د مزري په منګول کې چې راګیرشو، په ژړا شو او په ویر شو، بیايې ناره کړه چې ای د دې ځنګل سرداره، د زور او زړه خاونده شهریاره! زه یو بې وزله، کمزوری او کوچنی موږک یم، ستا رعیت یم، نه یاغې یم، نه باغي یم او نه زه دومره احمق یم چې به ستا سپکاوی وکړم. زه د لته په دې پرخه وختمه، پښه مې وښوئید له، ستا تر څنګه ولویدمه. زه پوهیږم چې ته زور لرې بې شانه، هم دې زړه دی مهربانه، بخښنه راته وکړه، ژوند مې مه اخله له مانه، په دې مهر مې زړه ښاد کړه، له منګولې مې ازاد کړه. موږک خپل خبرو ته د وام ورکړ او مزري ته يې وویل چې مرګ مې تاته هیڅ ډول ګټه نه د رسوي، خو که ژوندی پاتې شم نو تل به دې منتباروم، او تل به ستا خدمت اومرستې تیار وم.

مزري د موږک سره سمه ځوانمردي وکړه او هغه يې ازاد کړ، خو له ځان سره يې وویل چې: « وبه ګورو چې په څه ډول یوکوچنی اوکمزوری موږک د یوه کلک او ځواکمن مزري منند وی کیدلی شي او د ځنګل له پاچا سره څنګه او کوم ډول مرسته کولی شي.» ډ یر وخت لا نه و تیر شوی کله چې موږک د ورځې په سهر کې، په همدې ګڼ او تور ځنګل کې دونو زړي او میوې لټولې راټولولې، له غمه ډکې لوړې رمباړې يې واوریدلې. موږک پوه شو چې دا خو هغه مزری دی چې له خوبه مې بیدار کړ، په منګول يې ونیولم، خو ځوانمرد و، زريې ازاد کړم او ويې بخښلم. اوس داسې راته ښکاري چې په کوم جنجال کې دی ښکیل شوی او ځان نه شي ترې ایستلی. په بیړه لاس په چار شو، روان په هغه لار شوو چې رمباړې ترې راتللې، په ځغاسته او په ټا پو شو، منډې ترپې يې وهلې. کله چې د پیښې ځای ته ورسید، نو ګوري چې مزری په یوه جال کې راګیر شوی نغښتل شوی او داسې بند پاتې شوی دی چې ځان تری را ایستلی نه شي او د جال کلک او محکم مزي په خپلو منګولو غوڅولی نه شي او دا د زور ځواک پاچا اوس له ځان سره هیڅ مرسته کولی نه شي. موږک ور غږ کړ چې ای د دې تور او ګڼ ځنګل پاچا زما اشنا، ای د زور او ځواک خاونده شهریاره زما یاره، یم راغلی د دې پاره، چې د دې جال د جنجالونه دې ازاد کړم، د غمونو او رنځو نو نه دې خلاص کړم او درښکاره به خپل اخلاص کړم. بیا يې زر خپل کار پیل کړ، په وړو تیزو غا ښونو يې د جال مزي ژو ول او غوڅول او په لنډ وخت کې يې د جال د یوې برخې مزي داسې غوڅ او ذ رې ذ رې کړل، چې د مزري مخکنۍ منګولې ازادې شوې. مزري بیا په خپلو منګولو جال څیري کړ او ترې را و وت. په دې توګه غټ او ځواکمن مزری د واړه او کمزوري موږک په مرسته ازاد شو.

Leave A Reply

Your email address will not be published.