تیربه (مولۍ)_ماشومانو ته کیسه

رڼاګل اریوبزی

142

په تیره زمانه کې دوه وروڼه وو، دواړه د سربازۍ په خدمت لګیا وو، یويې شتمن او دا بل غریب و. دې غریب ورور غوښتل چې ځان د بې وزلۍ له ځورونې نه ازاد کړي، نو د سربازۍ جامې يې له تن وایستې او بزګر شو. ده خپله یوه ټوټه مځکه واړوله، د کرنې له پاره يې برابره کړله او تیربې يې پکې وکرلې. د تیربې تخم شین شو. په تیربو کې یوه تیربه ډیره لویه شوه، اوږده شوه، غټه شوه، وده يې په ځای نه د ریده او لوئيده پسې لوئیده. داتیربه د تیربو د شهزادګۍ په نوم یاده شوه، تل د شهزادګۍ په نوم یادیده او د شهزاد ګۍ په نوم به یادیږي. په پای کې دومره غټه شوه چې په هغه لویه کراچۍ کې لا ځای شوله، چې دوو غوایو به کش کوله. بزګر نه پوهیده چې په دې تیربه څه وکړي او په دې هم نه پوهیده چې بدبخت او که نیکبخت به يې کړي. په پای کې يې له ځان سره دا سوچ وکړ چې که ويې پلورم، نو ګمان نه کوم چې ډ یرې پیسې به په ترلاسه کړم، خوړل يې هم چندان ګټور نه بولم، ځکه د دې په ځای نوره وړې تیربې هم خوړلی شم. تر ټولو ښه به دا وي چې باد شا ته يې وروړم او له دې لارې د هغه درناوی په ځای کړم. تیربه يې په لویه کراچۍ کې بار کړه او کراچۍ يې په دوو غوایانوپسې وتړله، دربار ته يې ورسوله اوبادشا ته يې وبخښله. باد شا و ویل چې:« دا څه یو بې سارې شی دې، زما له نظره خو ډ یرشیان تیر شوي دي، خو دومره غټ شی مې تر اوسه نه دی لید لی، دا د کوم تخم نه راپیدا شوې ده او که ستا بخت ښه واو ته یو بختور ځوان يې؟» بزګر ورته و ویل چې:« اخ نه! زه یو بي وزله سر تیری وم، تنخوا مې ډیره لږه وه او په مړه ګیډه ډوډۍ نه رارسیده، نوځکه ما هم د سرتیرۍ جامې په میخ کې ځوړند کړې او د مځکې کرل مې پیل کړل. زه یو ورور هم لرم، هغه ډیر شتمن دی، تاسې ښاغلی باد شا هغه ښه پیژنی؛  خو زه چې بې وزله یم ټولې نړۍ هیرکړی یم.» په بزګر د بادشا زړه وسوزید او ورته ویې ویل چې له بې وزلۍ به خلاص شي، زه به تاته دومره تحفې درکړم چې شتمني دې د خپل شتمن ورور سره برابره شي. بیايې یوعالم طلا، د کرنې مځکې، د څړمځکې اورمې وروبخښلې او په دې توګه بزګر دومره لوی بډای شو چې شتمني يې د بډای ورور له شتمنې سره نه پر تله کیده. کله چې هغه واوریدل چې ورور يې د یوې تیربې په بد ل کې څه تر لاسه کړي دي، نو ورسره په حسد شو او په دې سوچ کې ډوب شو، چې په څه  ډول به دی هم په دې شان بخت سره مخامخ شي. ده ځان ډیر هوښیار ګاڼه او غوښتل يې چې له چالاکۍ کار واخلي، نو طلا يې له ځان سره واخیسته، آسان يې له ځان سره روان کړل او بادشا ته يې ورکړل، موخه يې بل څه نه وه، یوازې په دې تمه و چې ورور ته يې بادشا چې د یوې تیربې په بدل کې دومره ډ یر څه ور کړل، نوده ته خو به د دې ښو شیانو په بدل کې دومره ډیر مال او جایداد ورکړي، چې کور ته به يې دوړلو توان هم ونه لري. باد شا تحفه ومنله او ور ته ویې ویل چې غواړم چې زما په مال اوجایداد کې تر ټولو ښه او ارزښتناک شی د رته تحفه کړم،  د ډیر سوچ او غور نه وروسته دې پایلې ته ورسید م چې تر دې غټې تیربې بل ښه او ارزښتناک شی نشته، نو ځکه يې درته تحفه کوم. په دې ټوګه بډای ورور مجبور و چې تیربه په کراچۍ کې بار کړي او کور ته يې یوسي. هلته په کورکې ډیر په غوسه و، لار ترې ورکه شوه او هیڅ نه پو هیده چې اوس دا خپل قهراو غوسه په چا وباسي او دا خپل زړه په چا تش کړي. دی په بد و فکرونو اوسوچونو سر شو او پریکړه يې وکړه چې خپل ورور و وژ ني. وژونکي يې پیدا کړل او په یوه پټ ځای کې يې ودرول، ورپسې خپل ورورته ورغی او ورته ويې ویل چې ګرانه وروره، ما په یوه پټ ځای کې یوه خزانه لیدلې ده، راځه چې دواړه پسې ورشو، را به يې وړو او په ځپل منځ کې به يې و ویشو. د ورور يې هم دا خبره خوښه شوه اوبې غمه ورسره روان شو. کله چې د کور نه را و وتل، انسان وژونکو په ور ودانګل، دهغه لاسونه اوپښې يې ور وتړل او غوښتل يې چې په ونه کې يې خوړند کړي. دوی په دې کار لګیا وو چې له لرې په لوړ اواز یوه سند ره او دآس د نالونو اواز ترغوږو شو. سخت وډار شول او په بیړه يې خپل زنداني په یوه بوجۍ کې واچاوه ، دونې په یوه شاخ پورې يې ځوړند کړاو وتښتیدل. دی پا س په بوجۍ کې د بوجۍ په سوري کولولګیاو، ترڅوچې سر ترې راوباسي. هغه څوک چې په دې وخت کې په دې لار راغی، یوطالب العلم و، یو ځوانکی شاګرد و چې مست، له خوشالۍ ډک، په آس سپورد ځنګل په منځ کې په لار روان و. کله چې هغه پاس په بوجۍ کې زوړند سړي ولید، چې تر لاندې يې یو څوک په لار روان دې، نو ور ناره يې کړه چې سلام، ته په ډیر ښه وخت کې راغلې.  طالب هرې خوا ته وکتل او نه پوهیده چې دا اواز له کومې خوا راغی، بالاخره يې و ویل چې دا څوک راته نارې وهي؟ ده د ونې له سره ورنارې کړې چې د لته پاس وګوره، زه د لته پاس دعلومو په بوجۍ کې ناست یم، په لږ وخت کې مې د لته ډیر څه زده کړل، د پوهې د دې بوجۍ په وړاندې ټولې مدرسې او ښوونځي هیڅ هم نه دې، دلته مې هر څه زده کړل، کله چې را کوز شم، نو په ټوله نړۍ کې به تر هر چا لوی عالم وم. زه ستوري پیژنم، داسمانونو په راز، دبادونواو سیندونو په حرکت، د ناروغیو په طبا بت، دبوټو په روغتیايي ارزښت، د ډبرو اوالوتونکو په ژبه پوهیږم. که ته یو ځل دعقل او پوهې دي بوجۍ ته ورننوتې، په خپله به پوه شې چې هغه دعقل او پوهې یوه بې سارې سرچینه ده. طالب چې دا هر څه واوریدل ، حیران پاتې شو او ويې ویل چې سلامت اوبرکت په هغه ساعت چې ته مې پیدا کړې، ایا زه هم په دې بوجۍ کې یو څه تم کید لی شم؟ هغه بل پاس په بوجۍ کې ځان داسې واچاوه چې ګوندې په دې هکله هوکړې ته چندان تیار نه دی او ورته ويې ویل چې د یوې شیبې له پاره به د ور ننوتو اجازه د رکړم خو په دې شرط چې بیه يې راکړې او یوڅه دعا هم راته وکړې، سربیره پر دې باید یو ساعت لا تم شې، ځکه چې یوڅه لا پا تي دي، زه باید لومړی هغه زده کړم. کله چې طلب جان یوڅه انتظار وایست، نو دا یو ساعت وخت ور باندې ډیر اوږد شو او په بوجۍ کې پروت سړي نه يې هیله وکړه چې دعلم دزده کړې تنده راباندې زور شوه، زر بوجۍ ته دننوتو اجازه راکړه. پاس په بوجۍ پروت سړي ځان داسې وخود چې ګوندې د طالب له خوا د ډ یر ټینګار نه وروسته يې دهغه غوښتنه ومنله او ورته ويې ویل چې د دې له پاره چې زه له بوجۍ را و وزم، نو لومړی په دې پړي بوجۍ مځکې ته را ټیټه کړه، بیا به ته ور ننوزې. طالب بوجۍ مځکې ته راکښته کړه، دهغې خوله يې خلاسه کړه اوسړی يې ازاد کړ. بیا يې په داسې حال کې چې نیغ ولاړ و، ورته وویل چې اوس مې په بیړه بوجۍ ته ور ننه باسه. سړي ورته و ویل چې داسې نه کیږي، ته لږ صبر وکړه. بیا يې د سر نه ونیو او سرچپه يې بو جۍ ته ور ننه باسه، د بوجۍ خوله يې وتړله اورسۍ يې کش کړه، طالب يې پاس د ونې سرته وچت کړ، بیا يې په هوا کې په مزه مزه وزنګاوه اوور پسې يې وپوښته چې څنګه يې ګرانه طالب جانه؟ ګوره چې دعلومو وږمې احساسوې؟ ښې تجروبې وکړه، تر هغو دلته ارام کینه، ترڅوچې له هر چا لوی عالم شي. ور پسې بزګر دطالب په آس سپور شو اوپه خپله لار لاړ.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.