د ژوند اوبه- د کوچنیانو له پاره لنده کیسه

رڼاګل اریوبزی

98

Brüder Grimm:لیکونکي

ژباړن. رڼاګل اریوبزی

په یوه ډ یره پخوانې زمانه کې یوه پا چا ژوند کاوه. دی ناروغ شو. ناروغي يې دومره سخته شوه چې هیچا دا باور نه کاوه چې بیرته به جوړ شي. دې پاچا د رې زامن د ر لود ل. د وی ډیر خپه وو، باغ ته راکوز شول او ژړید ل. یو زوړ سړی ورسره مخامخ شو او ويې پوښتل چې: « تاسې ولې دومره خپه یاست.» دوی ورته وویل چې:« پلار مو ډیر سخت ناروغ دي، شاید له ناروغۍ مړ شي، ځکه چي هیڅ ډول دوا مرسته نه شي ورسره کولی.» زاړه ورته وویل چې:« زه يې په درمل پوهیږم. دا در مل د ژوند اوبه دي. که دی دا اویه وچیکي نو بیرته به جوړ شي: خو د دې اوبو پیدا کول اسان کار نه دی.» مشر زوی يې وویل چې. « زه غواړم چې دا اوبه پیدا کړم.» رنځور پاچا ته ورغي، اجازه يې ترې وغوښته چې په اوبو پسې لاړ شي، ځکه یوازې د همدې اوبو په چیکلو له دې ناروغۍ نه جوړیدلی شي. پاچا وویل چې:« نه، دا ډ یر خطرناک سفر دی، مه ځه ! تر دې دا ښه ده چې زه مړ شم.» شهزاده تر هغوی ټینګار کاوه، تر چې پاچا ورسره ومنله. دی په خپل زړه کې په دې فکر و چې:« که دا اوبه مې پلار ته راوړم، نو تر نورو به زه ډیر په ګران شم او پاچا هي به په میراث کې ماته راکړي.»

مشر شهزاده په آس سپور او په سفر روان شو. د څه مودې مزل نه وروسته په لار کې یو کوچنی سړو کی په مخه ورغی او پوښتنه يې ترې وکړه چې:« چیرته دومر ه په بیړه روان يې؟» شهزاده په کبر او غرور ورته وویل چې:« احمقه ټیټکیه! زه تا ته د ځواب ور کولو اړتیا په ځان کې نه ویم او خپل سفر ته يې دوام ورکړ.» دا وړوکی سړوکی ډیر په غوسه شو او خیرې يې ورته وکړې. شهزاده د غرونو تر منځ په یوه تنګي ته ور برابرشو، هر څومره چې دی وړاندې تله، په هغه اندازه تنګی هم تنګیده، تر څو تنګی دومره تنګ شو چې نور يې یو ګام هم مخ په وړاندې نه شو اخیستی، دا امکان هم نه و چې آس بیر ته راوګرځوي او یا د آس نه کوز شي. هلته د بند یوان په شان بند پا تې شو. رنځور پاچا ډیر انتظار وایست خو شاهزاده رانه غی. اوس نو دا دوهم زوی پا چا ته ورغی او ورته ويې ویل چې:« پلاره! ماته اجازه راکړه چې د ژوند اوبه ولټوم.» اوله ځان سره يې ویل چې که ورور مې را نه غی نو پاچاهي ماته پاټې ده. په اول کې خو پاچا ده ته هم د تګ اجازه نه ورکوله، خو اخر يې ور سره ومنله. شهزاده راووت او په هغه لار روان شو چې ورور يې په تللی و او دی هم په لار کې د ټیټکي سړوکي سره مخا مخ شو او ترې ويې پوښتل چې:« چیرته په دومره بیړه روان يي.» شهزاده په کبر اوغرور ورته وویل چې:« ته وړوکیه سړو کیه زما د ځواب وړ نه يې.» او بیله دې چې شا ته وګورې ځپل تګ ته يې دوام ورکړ. سړوکي ده ته هم دهغه د ورور په شان ښیرې وکړې. دی دغرونو په منځ کې په تنګ تنګي ور برابرشو چې نه وړاند ې تللی شو او نه بیرته را ګر ځیدلی شو. د کبر جنو او مغرور حال به همداسې وي.

کله چې دا دوهم زوی يې هم پا تې راغی، نوکشر زوی د پلار نه وغوښتل چې ده اجازه ور کړي، ترڅو د ژوند او به ورته راوړي. پاچا بالاخره مجبور شو چې ده ته هم اجازه ورکړي. کله چې دی په لاره د ټیټکي سړي سره مخامخ شو او هغه پوښتنه ور نه وکړه چې:« چیرته داسې په بیړه روان يې؟» شهزاده و درید، د دوی تر منځ سوال او ځواب پیل شو اوشهزاده ورته وویل چې.« پلار مې د مرګ په حالت کې دی او زه د ژوند اوبه لتوم.» سړوکي ورته وویل چې:« پوهیږې چې دا اوبه چیرته پیدا کولی شې؟» شهزاده وویل چې:« نه.» سړوکي ورته وویل چې:« دا چې ته یو ښه ، اخلاقي او دروند سړی يې او د نورو غلطو وروڼو په شان دې کبرجن او مغرور نه يې نو زه در ته وایم چې ته څنګه د  ژوند اوبو ته ځان رسولی شې. دا اوبه د یوه جادو شوي قصر په انګړ کې له یوې چینې نه را بهیږي. ته به هلته تر هغو نه ور ننوزې، ترڅو چې یوه اوسپنیز ډانګ او دوې ډوډۍ د رکړم. په ډانګه به د قصر در وازه د رې واره ووهې، دروازه به خلاصه شي، دننه دوه مزریان پرا ته دي اولار يې بنده کړې ده. هره یوه ته یوه ډوډۍ ور واچوه. دوی به غلي شي. په دې وخت کې منډه کړه اوتر دولس بجو پورې د ژوند اوبه راوړه او که ځنډ شو، دروازه بیا بند یږي او ته به بند پاتې شې.»

شهزاده مننه ترې وکړه، ډانګ او ډوډۍ يې  د ځان سره واخیستل او د قصر په لور روان شو. کله چې وروسید، ويې لیدل چې، ټول شیان داسي دي، لکه څنګه چې وړوکي سړي ورته ویلي و. د ډانګ په دریم ګزار درواز ماته شوه، مزریان يې په مړۍ ارام کړل، قصر ته ور ننوت او یوه لوی او ښکلي سالون ته ورغی. په سالون کې جادو شوې شهزاد ګۍ ناستې وې، ده ده غوی دلاس له ګوتو ګوتې وایستلې. هلته بل ځای یوه توره او ورسره ډودۍ پرته وه، هغه يې له ځان سره وا خیستل. ورپسې یوې بلې کوټي ته ولاړ. هلته یوه ډیره ښکلې او ځوانه ښځه ولاړه وه او د ده په لیدو ډیره خوشاله شوه، هغه يې ښکل کړ او ورته ويې ویل چې.« زه دې د جا دو نه ازاده کړم. اوس نو دا زما ټوله پاچاهي ستا شوه. کله چې یوکال وروسته بیرته راستون شې، لوی اوښکلی واده به جوړ کړو.» بیا يې د ژوند اوبو چینه هم ور وښودله او دا يې هم ورته وویل چې:« بیړه وکړه او تر دوولسو بجو وړاندی اوبه ترې را واخله.» شهزاده ولاړ او په یوه بله کوټه ور برابر شو. په کوټه کې یو ډیرښکلی، پاک او تازه کټ پروت و. شهزاده ډیر ستړی شوی و او غوښتل يې چې یوه شیبه په کټ کې پریوزي او د مه وکړي، نو په کټ کې پریوت او ویده شو. کله چې ویښ شو، ويې لیدل چې دوولسو ته پنځلس دقیقې پاتې وې. له ډاره په غورځنګ شو او د چینې په لور په منډ و شو. د چینې تر څنګ پرته ډولچه يې را واخیسته، داوبو نه يې ډکه کړه، داو سپنیزې دروازې په لور په منډو شو اوچې ترې راووت ، په همدې شیبه کې دوولس بجې شوې او دروازه په ډ یر شدت بیرته وتړل شوه.

شهزاده په دې ډیر خوشال شو چې د ژوند اوبه يې ترلاسه کړې او د کور په لور روان شو. په لار کې بیا له هغه وړوکي سړوکې سره مخامخ شو او کله چې هغه د شهزاده په لاس کې توره او ډوډۍ ولیدل. نو ورته ويې ویل چې:« تا د دې تورې او ډوډۍ سره ډیره لویه شنمني تر لاسه کړې ده. په توره لويې اوزورورې لښکرې ماتولی شي او دا ډ ودۍ هیڅ نه خلا صیږي.» شهزاده نه غوښتل چې د وروڼو نه ګوښی کورته لاړ شي، نو د سړوکي نه يې پوښتنه وکړه چې:« ګرانه سړو کیه! دا به راته ووايې چې زما دوه وروڼه په چيرته وي؟ دوی دمانه وړاندې د ژوند په اوبو پسې تللي وو، خو بیر ته نه دي راغلي.» سړو کې ورته و ویل:« چې دوی د دوو غرونو تر منځ بند پاې دي. دوی زما په جادو هلته بند شول، ځکه چې دوی ډیر مغرور او کبرجن وو.» اوس نو شهزاده سړوکي ته تر هغو پورې زارې کولې، تر څو چې بیرته يې ازاد کړل، دومره يې ورته وویل چې.« پام کوه، ځان ور نه ساته، هغه ډیر بد نیتي انسانان دي.»

شهزاده د خپلو وروڼو په ازادۍ ډ یر خوشال شو او هغوی ته يې خپله کیسه بیان کړه چې.« په کومو لارو يې ځان د ژوند اوبو ته ورساوه او یوه ښکلې شهزاد ګۍ له جا دو ازاده کړه او هغې وعده ورسره وکړه چې ده ته به یوکال منتظره وې، بیا به واده سره کوي او یوه ستره پاچا هي به هم د ده شي.» دری واړه وروڼه یو ځای په آسونو روان شول او یوه هیواد ته ورسید ل چې خلک جنګ او لوږې سخت ځپلي وو. د زیاتې بې وزلي او بې وسي له لاسه يې پاچا په دې فکر کې و چې د ی او پا چآ هي يې له منځه ځي. په دې وخت کې شهزاده پاچا ته ورغی اوډودۍ يې ورکړه. پا چا خپل ټول رعیت په دې ډوډی ماړه کړل. بیايې توره ور کړه او پاچا په دې توره د خپلو دښمنانو لښکرې ماتې کړې. په ټول ملک کې کراري او سوکالي شوه. تردې وروسته شهزاده خپله توره او ډودۍ د ځان سره واخیستل او د وروڼو سره یو ځای روان شو اوبیا دوو داسې هیوادونو ته ورسیدل چې جنګ او لوږې ځپلي وو. شهزاده په خپل وار هر یو پاچا ته ډوډۍ او توره ور کړل او په دې توګه يې درې هیوادونه دلوږې او جنګونو نه خلاس کړل. له دې وروسته په یوه کشتۍ کې کیناستل او په دریا کې روان شول. د کشتې سفر په بهیر کې دې مشرانو وروڼو په خپلو منځو کې سره وویل چې:« کشر ورور مو د ژوند اوبه پیدا کړې او موږ دا کار ونه شو کړای، نو ځکه دی به په پلار زیات ګران شي او پاچا هي به، چې زموږ حق دی، ده ته ور کړي او موږ به د دې بخت نه بې برخې پاتې شو. دوی د غچ اخیستنې په لټه کې شول او وعده يې سره وکړه، چې کشر ورور به له منځه وړي، تر هغو يې صبر وکړ چې کشر ورو يې ویده شو. دوی د ډولچې نه د ژوند اوبه په خپل لوښي کې واچولې او ډولچه يې د دریاب له  تروشو اوبو نه ډکه کړه. کله چې کورته ورسیدل، کشر شهزاده خپله ډولچه خپل رنځور پلار ته وړاندې کړه، ترڅو د ژوند اوبه ترې وچيکي او د رنځورۍ نه خلاص شي. پاچا د دریاب تروشي اوبه لا سمې نه وې چیکلې چې رنځوري يې نوره هم سخته شوه. کله چې پاچا په شور او فریاد شو، په دې وخت کې يې دواړه مشران زامن راغلل او پلار ته د کشر ورور نه شکایت وکړ چې، هغه پلار ته زهرجنې اوبه ور کړې دي. دوی د ژوند اصلې اوبه ور وړې او ور يې کړي. پاچا دا اوبه لاسمې نه وې چیکلې چې د رنځورې نه خلاص او د ځوانې د کلونو په شان ځواکمن او روغ رمټ شو. تردې وروسته دواړه کشر ورور ته ورغلل او ملنډې يې په وهلې او ویل يې چې:« د ژوند اوبه تا پیدا کړې، خواري تا وکړه او میوه به يې موږ وخورو، تا به له هوښیارۍ کار اخیستی وای، نه به ویده کیدې، ویښ به پاتې شوی واي. کله چې ته په کشټۍ کې ویده شوې، موږ دا اوبه در نه واخیستې. یو کال وروسته به یو له موږ څخه هغه ښکلې شهزاد ګې د ځان سره راولي. باید فکر دې وي چې دا حال به هیچا ته نه وايې. پلار خو له سره په تا باور نه کوې. که چیرې دې په دې هکله یوه خبره هم چاته وکړه، نو ژوندی به پا تې نه شې او که چپ پا تې شوی، ژوندی به هم وې.»

زوړ پاچا په کشر زوی ډ یر په غوسه و او فکر يې کاوه چې هغه د ده د مرګ په لټه کې و. پاچا دربار یان را ټول کړل او د هغه په هکله يې داسې حکم وکړ چې باید په پټه وویشتل شي. یوه ورځ کشر شهزاده غوښتل چې په ښکار لاړ شي. د ده سره ښکارې مل شو. کله چې د باندې په ځنګل کې دواړه ګوښې پا تې شول، ويې لیدل چې ښکاري ډیر خپه دی. شهزاده ورته وویل چې.«ښکاري جانه! ته ولې دومره خپه يې؟» ښکاري وویل چې.« د حال ویلو اجازه نه لرم، خو مجبوریم چې ووایم.» شهزاده ورته و ویل:« ووایه چې څه پيښ دي، زه څه نه درته وایم.» ښکاري آه وکړ او ويې ویل چې:« پاحا را ته وویل چې باید تا په ټوپک ووژنم، پاچا دا امر راته کړی دی.» شهزاده وډار شو او ښکاري ته يې وویل چې:« ګرانه ښکاري ! ما مه وژنه، زه به دا خپلې شاهانه جامې تاته درکړم او ته دې دا خرابې جامې ماته راګړه.» ښکاري ورته وویل چې.« په ډیره مینه به دا کار وکړم، زړه مې هیڅ نه غوښتل چې په تا ډز وکړم.» دوی جامې سره بدلې کړې، ښکاري د کور په لار روان شو اوشهزاده په ځنګل کې نور هم لرې ولاړ. څه موده وروسته د سرو زرو او قیمتې ډبرو نه ډ کې درې ګاډۍ زاړه پاچاته د ده د کشر زوی له پاره راغلې. دا درې ګاډۍ هغو درو پاچاهانو راستولې وې چې د شهزاده په توره يې د دښمن لښکرې ماتې کړې وې او د هغه په ډوډۍ يې خپل رعیت ماړه کړي وو او غوښتل يې ور وښيي چې د ده ښیګڼه يې نه ده هیر کړې. اوس نو زاړه پاچا له ځان سره دا فکر وکړ چې:« ایا زما زوی ګنا ګار و؟» بیايې خپل درباریان ته وویل چې:« کاشکې هغه ژوندی وای، په دې ډیر پښیمان یم چې د هغه د وژلو امر مې وکړ.» په دې وخت کې ښکاري پورته شو او وېې ویل چې:« هغه ژوندی دی، ما د ده وژلوته زړه نه شو نیولي او ستا امر مې په ځای نه کړ.»

شهزادګۍ خپل قصر ته ځلیدونکې  طلايي لار جوړه کړه اوخپلو نوکرانو ته يې وویل:« هغه سړی چې په آس سپور سم په دې لار راشي، نو دا به په رښتیا هغه څوک وي چې زه يې غواړم. تاسې هغه ته اجازه ور کړی. او کوم چې دلارې ترڅنګ راروان شي، هغه غلط سړی دی اواجازه مه ورکوی چې راشي.» کله چې وخت راورسید، مشر شهزاد د ځان سره وویل چې زه ګوښی شهزادګۍ ته ورځم او ورته وایم چې زه هغه څوک یم چې ته مې له جادو ازاده کړې. شهزاد ګۍ به مې میرمن شي او ترڅنګ به يې لویه پاچا هي هم ترلاسه کړم. دی په آس سپور او روان شو. کله چې قصر ته ور نږدې شو او طلايې ځلیدونکې لار يې ولیده، د ځان سره يې وویل چې:« په آس سپور په دې لارې تلل به دا ښکلې لار ډیره زیان منه کړي.» نو د لارې په ښې خوا روان شو او کله چې قصر ته رانږدې شو، ساتونکو ورته و ویل چې:« ته هغه اصلي سړی نه يې چې قصر ته ننوزې. ځه بیرته وګرځه.» ورپسې يې دوم ورور د شهزاد ګۍ په لور روان شو او کله چې طلا يي لارې ته ورسید، په دې فکر کې شو چې :« که آس مې یوه پښه هم په دې لار کیږدي، نو ډ یر زیان به ورسوي.» ده خپل آس دلارې په کیڼه خوا روان کړ او کله چې قصر ته نږدې شو، ساتونکو ورته و ویل چې:« ته اصلي سړی نه يې، بیرته وګرځه.» اوس نو کله چې پوره یو کال تیر شو، دریم شهزاده غوښتل چې د ځنګل نه د خپلې ګرانې معشوقې په لور روان شي او د هغې سره دا ټولې ناخوالې چې په تیرې شوې وې، هیره کړي. دی روان شو او ټول وخت د هغې په فکر کې و او ارمان يې دا و چې زر تر زره هغه وګوري او طلايي لار ته يې هیڅ پام هم  نه و. آس يې نیغ په نیغه په طلايي لار روان و او کله چې قصر ته ورسید، شهزادګۍ را و وتله او د زړه له کومې يې د هغه هر کلی وکړاو ورته ويې ویل چې:« ته هغه څوک يې چې د جادو نه دې ازاده کړم او اوس د دې پاچاهۍ خاوند يې. په خوشالۍ او نیکمرغۍ لوی او ښکلی واده جوړ شو. کله چې هر څه پای ته ورسیدل، شهزادګۍ ور ته و ویل چې پلار يې بخیل دي. شهزاده خپل پلار ته ورغی او ټوله کبسه يې ورته بیان کړه او ورته ويې ویل چې.« وروڼو مې وغولولم، خو ما څه ونه ویل.» پلار يې غوښتل چې دواړو ته جزا ور کړي، خو هغه دواړه په کشتې کې د دریاب په لار وتښتید ل او بیا را ستانه نه شول.

Comments are closed.