زړور ګنډونکی-د ماشومانو کیسه

ژباړن: رڼاګل اریوبزی

246

وايي چې داوړي په یوه تازه سهار یووړوکی ګنډونکئ دکار میز ته کیناست. دی خوشال و او په خپل ټول ځواک يې ګنډنه کوله. لږ څه وروسته يې مچان په سر راټول شول. ده مچان له سره شړل، وهل اویوځل يې په یوه وار اوه مچان ووژل. دی خپل زور ته حیران پاتې شو او له ځان سره يې وویل چې.« په دې خوباید ټول خلک خبر شي.» ولاړ او دځان له پاره يې یو کمر بند جوړ کړاو په غټو تورو يې په ولیکل چې:« په یوه ګزار اوه.»

ګنډونکي کمر بند تر ملا وتړه او دخوړو له پاره د یو څه شیانو په لټه کې شو. پنیر يې پیدا کړ او هغه يې له ځان سره واخیست. دښار دروازې تر مخه يې یو الوتونکی ولید چې د ونې په څانګه بند پا تې دی، هغه يې هم د ځان سره واخیست. د ګنډونکي لار تر یوه غره تیریده او هلته په غره کې یوه لویه بلا ناسته وه او په ارامۍ يې شاو خوا ته کتل. ګنډونکی په ښه نیت ورنږدې شو او ويې ویل چې.« سلام انډ يواله! غواړې چې  زما د لارې ملګری شې؟ لويې بلا ګنډونکي ته په سپکه سترګه وکتل او په ځواب کې يې ورته  وویل چې:« ای ته پسته، رذ یله او بد بخته!» ګنډونکې ځواب ورکړ چې:« ښه چې داسې وي نو!» بیايې کمر بند ور ښکاره کړ. لويې بلا چې کمربند ته وکتل په لیکلي و چې:« په یوه ګزار اوه.» بلا په دې فکر کې شوه چې ګوندې دې واړه ګنډونکې اوه سړي په یوه ګزار وژلي دي او د هغه په وړاندې يې زړه ته یو څه ډار ور ننوت، خوسره له دې يې هم غوښتل چې یو څه يې وازمويي. دې یوه تیږه په لاس کې واخیسته اوداسې يې ټینګه کړه چې د تیږې نه اوبه وڅکیدې. بیايې ګنډوکې ته وویل چې:« اوس ستا وار دی.» ګنډونکې وویل چې:« بس دومره!» جیب ته يې لاس کړ، اوبلن پنیر يې راوایست او په لاس کې يې ترهغو تینګ کړ چې اوبه ترې وڅکیدې. بلا نه پوهیده چې اوس څه ووايي، خو اخريې یوې تیږې ته لاس کړ او پورته هوا ته يې دورمه لرې وشړله چې په سترګو نه لیدل کیده. بیا يې ګندونکي ته وویل چې:« اوس نو د مرغابۍ په شان سړوکیه! ستا وار دی.» ګنډونکې ورته وویل چې:« تیږه خو دې ښه لرې وشړله، خو بیرته په مځکه راولویده. زه به يې دومره لرې وشړم چې بیا هیڅ را ونه ګرځي.» جیب ته يې لاس کړ،الو تونکی يې را وایست او په هوا کې يې خوشې کړ. اوالوتونکی ولوت، هوا ته پورته شو، ولاړ او بیرته را ونه ګرځید. لويې بلا وویل چې:« هو! غورځول خو دې زده دي. اوس به وګورو چې کوم دروند شی هم پورته کولی او وړلی شې او که نه.» بیايې دا کوچني ګنډونکی د ځان سره د یوې غټې ونې په لور روان کړ چې په مځکه لوید لې او پرته وه. ورته ويې ویل چې:« که په رښتیا ډیر زور لرې، نو راځه چې دواړه په ګډه دا ونه د ځنګل نه وباسو.» ګنډونکي په ځواب کې ورته وویل چې:« په مینه! ته دونې تنه په اوږو کیږده، زه به يې څانګې اوشاخونه پورته کړم او په دې خو پوهیږې چې زما کار دستا د کار نه سخت دی.» لويې بلا د ونې تنه اوږو ته پورته کړه او وړوکی ګنډونکئ د ونې په یوه شاخ سپور شو. لويې بلا چې ترشا يې نه شو کتلی، هم يې ونه څکوله اوهم يې ګنډونکی چې د ونې په څانګه ناست و. دې چې دا دروند بار تر یوه بریده په اوږو یوړ ستړې شوه، نور يې نه شو وړلی او ګنډونکې ته يې وویل چې:« واوره! زه مجبوره یم چې دا ونه له اوږو ښکته کړم.» ګنډونکئ په بیړه دونې د څانګې نه راکوز شو او په دواړو لاسو يې دهغې څانګې ونیولې او داسې يې ښودل چې ګوندې دی هم ونه ور سره وړي او بلا ته يې وویل چې:« ته څومره لویه بلا يې اوبیا هم دا یوه ونه نه شي وړلی.» لويې بلا چې داحال ولید ترې وډار شوه اوپه بیړه وتښتیده.

 وروسته تر دې چې ډیر وګرځید او راوګرځید، دیوه شاهۍ قصر انګړ ته ورسید. هلته په یوه چمن کې پریوت او ویده شو. کله چې دی ویده و، له هرې خوا ډیر خلک ورته راتلل اوله هرې خوايې لیده اوکله يې چې په کمربند دا ټکې ولوستل چې:« اوه په یوه ګزار. » نو په دې فکر کې شول چې:« دا لکه چې یو ډېر ځوا کمن ښاغلی دی.» نو ولاړل او پاچآ يې خبر کړ او ورته ويې ویل چې دا سړی د جنګ په وخت کې زموږ له پاره یوه لویه اوارزښتناکه مرسته کیدلی شي، نو ځکه يې باید په هیڅ صورت له لاسه ورنه کړو او په هر صورت چې وي له ځان سره يې وساتو. د خلکو دا مشوره د باد شا خوښه شوه او ګنډ ونکي ته يې امر وکړ چې د ده د پاچاهۍ په یوه ځنګل کې دوې لويې بلاګانې ژوند کوي اوډ یر زیانونه رسوي. که چيرې دی په دا دوو بلاګانو زور شي، نو خپله یواځینۍ لور به ده ته واده کړي او سر بیره پر دې به نیمه پاچاهي هم ورکړي. امر يې وکړ چې سل سپاره به په دې مقابله کې له ده سره مرسته کوي. ګنډونکی راووت او کله چې د ځنګل لمنې ته ورسید، نو په ځنګل ورننوت، ښۍ او کيڼې خوا ته يې وکتل اوله یو څو شیبو وروسته يې ولیدل چې دواړه لويې بلاګانې د یوې ونې لاندې ویده پرتې دي اوخرا يې پورت کیږي. ګنډونکې د واړه جیبونه له تیږو ډک کړل او په ونه وخوت.  کله چې د ونې منځ ته ورسید، نیغ په نیغه د په خوب ویده بلاګانو د پاسه په یوه شاخ کې تم شو او یوه تیږه يې د یوې بلا په سینه ور وغورځوله. دې بلا دا بله بلا ټیله کړه او ورته ويې ویل چې:« ولې مې وهې؟» دې بلې بلا ورته وویل چې:« ته خوب ګورې. زه تا نه وهم.» دواړه بلا ګانې بیرته پریوتې او ویده شوې. داځل يې په بله ډ بره دا دوهمه بلا وویشته. دې دوهمې بلا لومړۍ بلا ته وویل چې:« دا څه کوې، ولې مې په تیږه ولې؟» لومړۍ بلا ورته وویل چې زه تا په تیږو نه ولم.» دواړو یو څو شیبې په خپلو منځو یوې بلې ته کنځلې وکړې، خو خوب په زور شو، سترګې يې پټې شوې او بیا پریوتې. ګنډونکې خپله لوبه له سره پیل کړه. داځل يې د ډ برو په منځ کې تر ټولو غټه ډبره را واخیسته او لومړۍ لویه بلا يې په خپل ټول زور په سینه وویشته. لويې بلا چیغه کړه چې:« دا خو پسته دښمني ده.» او دلیونۍ په شان پورته شوه او خپله ملګرې يې  په خپل ټول زور دومره سخته ټیل وهله چې هغه په ونه ولګید له او وریږدیدله. دوهمه بلا راپورته شوه او لومړۍ بلايې په خپل ټول زور ټیله کړله. دواړه سره په غوسه شوې او سم جنګ جوړ شو. ترهغوی يې سره وهل چې د واړه له زوره ولویدې او په مځکه پریوتې. اوس نوقهرمان ګنډ ونکي پاچاته ورغی. د پاچا زړه که غوښتل او که يې نه غوښتلو؛ خو مجبور و چې په وعده ود ریږي. لور اونیمه پاچاهي یې ورکړه. لوی اوښکلی واده جوړشو او وړوکی ګنډونکی پاچا شو.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.