د تورخم لار بېرته د مسافرو پر مخ خلاصه شوه

0 57

د ننګرهار ولایت چارواکي وايي، د تورخم لار به د تېر په څېر په عادي ډول د مخکیني طرزالعمل له مخې د صادراتو او وارداتو او دغه راز خلکو تګ راتګ پر مخ خلاصه وي.

 د تورخم لار به د پخوا په څېر د شنبې، سې‌شنبې، چهارشنبې او پنجشنبې په ورځو کې د مسافرو پر مخ خلاصه وي او په دې ورځو کې مسافر کولای شي په عادي ډول تګ راتګ وکړي.

د تورخم لار تېره شنبه د افغاني او پاکستاني پوله ساتو ځواکونو تر منځ د جګړې له امله د پاکستان لوري هر ډول تګ راتګ پر مخ تړل شوې وه. خو دې هېواد بېرته د يادې لارې د پرانيستو پرېکړه کړې او نن دوشنبه پرانيستل شوه.

Leave A Reply

Your email address will not be published.