تیره شپه افغان کومانډو ځواکونو د لوګر ولایت د مرکز اړوند د «سپیڅ» په سیمه کې د عملیاتو په ترڅ کې د وسله والو طالبانو د ماین جوړولو هغه کارخونه کشف او له منځه وړې، چې د ملکي وګړو د مرګ ژوبلې او په یاد ولایت کې د پلچکونو او عامه تاسیساتو د ویجاړولو په موخه په کې ماینونه جوړیدل.
له تندر قول اردو څخه په خپره شوې، خبر پاڼه کې ویل شوي، چې په دغه عملياتو کې له ۲۰۰ څخه زيات شارټکي ګولۍ، د ډی سي توپ میل او یو زیاته اندازه بوشکهیي ماینونه هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي. په خبر پاڼه کې راغلي، چې د دغه چاودېدونکو موادو په کشف، شنډولو او د ماین جوړولو د کارخونې په لمنځه وړلو سره افغان ځواکونو وکولای شول، چې یو ځل بیا د طالب وسله والو پلانونه خنثی کړي.