د حزب وحدت اسلامي مشر کريم خليلي په پاکستان کې تازه څرګندونې کړې او له هغه هېواده يې مننه کړې ده چې د ده په خبره، همېشه يې د افغانستان خير غوښتی.
کريم خليلي نن په پاکستان کې يوې غونډې ته د خبرو پر مهال ويلي دي چې د افغانستان په سوله کې د پاکستان رول مهم و، مهم دی او مهم به پاتې وي.
ده تر اوسه پورې هلته د پاکستان له لومړي وزير عمران خان، د بهرنيو چارو له وزير شاه محمود قريشي او د پوځ له مشر قمر جاوېد باجوه سره ليدلي دي.
خليلي ويلي، ښايي د افغانستان د سولې په روانه پروسه کې به بېلابېل خنډونه پيدا شي.
ده ويلي، که له طالبانو سره سوله وشي، نو د داعش او نورو وسلهوالو پر ضد به افغانان جګړې ته وزګار شي.
خليلي زياته کړې ده چې پاکستان همېشه د افغانستان خير غوښتی او بايد په نيت يې شک و نه شي.
سرخط