لویه جرګه او د پرېکړې لیک مسوده!

0 246

لویه جرګه د افغانستان په ماضي  او حال کې مهم رول لره او د سترو فیصلو با اعتباره  مرجع وه. اوس هم زمونږ په کلو او بان‌‌‌‌‌‌ډو کې یو شمېر مهم مسایل په جرګو حلوي. 

 د جرګو تصامیم وجیبوي دي او په لیکلو قوانینو کې د لوې جرګې تعریف شوای او نن په سترو ملی مسایلو کې هماغه زمونږ اساسي قانون کې تعریف شوې لویه جرګه اعتبار لري.

د مشورتي لوې جرګې په نامه زمونږ حقوقی سیستم نه پېژني! 

د افغانستان جمهور رئيس حق، امکانات او دیني وجیبه لري چې مهمو مسایلو  کې له خلکو سره مشورې وکړي. که دا مشورې د هغه قانوني تعریف شوې جرګې نه بهر وي نو بیا هغه نتایج چې جرګه ورته رسېدلې وجیبوي او واجب الاجرء نه دي. 

اوسنۍ لویه مشورتي  جرګه د الله (ج) له هدایت سره سم، د افغانستان د جمهور رئيس له صلاحیته سره سم د جمهور رئيس د 1397 هجری قمری کال د کب د میاشتې د شلمې نیټې  له فرمان سره سم د 1398 هجری قمری کال د غوایی د میاشتې له 9 نه تر 13 نیټې  پورې د سولې د حدودو او ثغورو د تعین لپاره جرګه شول. په دې جرګه کې د افغانستان او بهره   3200 تنه ګ‌‌‌‌‌‌ډون وکړ او ګ‌‌‌‌‌‌ډونوالو چې بعضې یې د جرګې غړي، استازي او یوشمېر بیا  میلمانه بلل شوي وه چې د راې حق یې نه درلوده. خو بیا روسته ټول د جرګې غړي وبلل شول. دغه جرګې  لمړی په څلورو یا پېنځو ورځو کې په 50 کمیټو کې غون‌‌‌‌‌‌ډې وکړې.

دغه غون‌‌‌‌‌‌ډو کې پرهغو سوالو بحث او جواب ورکړل شو، کوم چې د جرګې له مشرتابه او اداری هیئات لخوا غوره شوې وې.  داسې هم وویل شول چې دا پوښتنې د افغانستان د علومو اکادمۍ لخوا جوړې شوې وې. یو له پوښتنو دا هم وه چې د سولې او مصالحې برخه 

کې څه نه دي شوي چې باید وشي؟

شرع ظاهر ته ګوري او د پردې هغه خوا په حالاتو خبر نه یو خو 

د دغې مشورتي لوې جرګې رئیس د افغانستان د جمهور رئيس محمد اشرف غني لخوا جهادي  مشر، شیخ الحدیث عبدالرب رسول سیاف د جرګې له مخه د هغه په کور کې انتصاب شو او اداری هئيات او دارالانشاء د عمومي ناستې لخوا غوره شول. 

هو شرع ظاهر ته ګوري او پر زړونو الله ج خبر دی خود غون‌‌‌‌‌‌ډې جریاناتو او د محترم عبدالرب رسول سیاسیاف جهادي شخصیت او او اسلامی پوه او په جرګه کې رعغنده مواضع د دې جرګې د مرکزي ثقل او قوت مرجع وه او د او په کل کې جناب عبدالرب رسول سیاف د افغاني سولې او همغږۍ په برخه کې ستر مثبت رول ولوباوه. الله ( ج) دې ورته د تېرو خطاء ګانو تېر او ستر اجرونه دې ور نصیب شي. 

د دې جرګې د عمومي غون‌‌‌‌‌‌ډې پریکړه لیک د لوې جرګې د رئيس له خولې د غون‌‌‌‌‌‌ډې په روستی ورځ(۳/۵/۲۰۱۹ميلادي كال) د سهار تر اته نیمو بجو به پښتو او دري تسوید شو چې عمومي ناستې ته د  تصویب لپاره وړاندې شي. 

ددې ٢٣ ماده ايز پریکړه لیک مسودې پښتو متن  محترم رفیع الله حیدري او دري متن یې محترمې‌‌‌‌‌‌ ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عاطفې طيب ددې مشورتي لوې جرګې ته د غور، نهایي کولو  او تصویب لپاره وړاندې او ولوست.  ددې مسودې له لوستلو روسته د افغانستان جمهور رئيس اختتامیه غون‌‌‌‌‌‌ډې ته دعوت شو او بیا محترم شیخ الحدیث عبدالرب رسول سیاف اختتامیه خبرې وکړې. محترم جمهور رئيس د جرګې دا مسوده پریکړه لیک د خپل حکومت تګلاره ومنله او د عملي کولو وعده یې ورکړه. د مبارکې روژې په مناسبت چې درې  ورځ روسته ده او ددې جرګې د غوښتنې په مناسبت یې خپل چمتوالی اوربند ته وښود او د طالبانو ١٧٥ تنه اسيران يې چې له کلنو کلنو بندیان وه د خوشې کولو امر وکړ. 

دلته څو خبرې د دقت دي چې د لوې مشورتي جرګې پریکړه لیک مسوده پاتې او تصویب نه شو،

 د جمهور رئيس د فرمان او اظهاراتو له مخې چې دا دی ۱۷۵ تنه د کلونو کلونو طالب زندانیان خوشې کوي، داسې پوښتنه راولاړوي چې دغه بندیان   له څوکلو او د کومو محاکمو په امر زندانو کې وه او د بګرام، پنجشیر او داسې نور بهرنیو مشهور او غیر مشهور زندانونه د بهرنیانو لخوا بیا افغانستان کې احیاء شوي که څنګه؟ 

. دغه بندیان د کومې محکمې لخوا محکوم شوي وه او که همداسې وي چې نه ښکاري، د حبس مدت یې څوکاله مخکې پوره شوې وه؟ داسې نور څو د کلونو کلونو!  طالب او یا نور زنداني د ده له حکومت او یا د افغانستان په خاوره  د افغان زور واکو او پردو لخوا زنداني دي؟

همدارنګه د جمهور رئيس محمد اشرف غني   د حضرت محمد (ص) د أدیبې  د سولې نه مراد څه وه. منظور د هُدیبیه سوله  وه که څنګه او هلته اختلاف څه وه؟

طالب ته په افغانیت او اسلامیت سوګند او قسم ورکړل شو. 

داسې قسم او سوګند اسلام کې نه شته. 

راشو د پریکړه لیک د مسودې وړاندي شوي او لوستل شوي متن ته چې تر اوسه لا تصویب نه دی خو جرګه خلاصه شوه.

سریزه او اولنۍ مادې: 

دلته د تل پاتې سولې او د با عزته سولې خبر ذکر نه دی راغلای. افغان اولس دا اجماع لري چې با عزته او تل پاتې سوله غواړي او مونږ په هر قیمت او د سبا د جنګ لپاره د تیاری سوله نه غواړو. 

د سولې لپاره د افغاني، سیمه ایز او نړېوال اجماع غوښتنه غولونکې او مشکل جوړونکې غوښتنه ده.

هو نړېوالواجماع او افغاني اجماع به وي چې شته. خو دا پاکستاني استابلشمنت او ایرانی حاکمیت ته د منلو نه ده چې افغانستان کې سوله او استقرار راشي او نړې دې دوی ته وزګاره شي. پاکستان او ایران زمونږ اوبه، لرګي، برق، لارې، بشري قوا، بازار، سیاست او … تر خپلې ولکې او خپلې ادارې لاندې ساتل او مفت غواړي. که افغانستان کې سوله او استقرار راشي نو دوی به له دنیا خپلې جزیې اخیستو کې ادامه ورکړای شي؟ دوی به د افغانستان داخل کې د طالب او ترور تر تهدید لاندې زمونږ خاوره لاندې او هره ورځ به زمونږ پرخلکو راکتونه وه اورولای شي؟ زمونږ پر خاوره به په خپله خوښه اغزن تار او دروازې ودرولای شي؟ جواب نه دی. له دوی نه اجماع اخیستل ځان غولولو او احمقانه غوښتنه ده. سیاست کې خېر او خېرات نه شته! 

د پرېکړه لیک د مودې درېیمه ماده: یو حزب او ایدیولوژيکي مصالحه مشکل او حتی ناممکن کار دی او خپله د اسلام دین په خپل اعتراف حد اقل  ۷۲ فرقې او فهمه دي او دا زمونږ له توانه اوچته ده چې ایدیولوژيکی مصالحې باندې کار وکړو. 

پېنځمه ماده: د نظام حفظ او عدم حفظ د مذاکراتو اجندا نه ده او دا د ولس کار دی. 

شپږمه ماده کې د اساسي قانون په دوام او بیا تغیر یې د سولې روسته د قانون له لارې غوښتنه چې معقوله ده، خود دا مسایل د سولې د مذاکرې برخه نه ده او تکراری ده. د طالب غوښتنه او موضع هم مالومه ده. د اجندا بهره موضوع ده او دا د اولس کار دی. 

اومه ماده د بشر د اساسي حقوقو مراعات چې بیا هم د سولې د مذاکرې له اجندا بهر او دا تصمیم د ملت حق دی او نه د طالب او هغه هم د مذاکرې د میز په سر. د سولې د مذاکرو د اجندابهر ( نور یواځې د اجندا بهر بحث لیکو). 

د بشر د حقوقو د موادو برخه کې یوه هم د همسکسوال او … تساوي او منل دي. تاسې همدا غواړئ چې طالب یې ومني؟ 

اتمه ماده: د افغان امنیتی ځواکو   پياوړتیا غوښتنه چې د مذاکرې له بحثه بهر بحث دی. 

نهمه ماده: د طالبانو دفتر کابل ته د خلاصو پرهارو او روانې مرګ او ژوبلې  له کبله غیر عملي او د سر خطره یې لوړه ده. زخمونه تازه او پروني دي. 

غیر عملي غوښتنه! 

دولسمه ماده: د خن‌‌‌‌‌‌ډونو د مېنځه وړلو سفارش کوي خو همدا ټول خن‌‌‌‌‌‌ډونه دې دغه پرېکړه لیک مسودې په مادو کې تاسې موانع وړاندیزونه  کوئ! 

پېنځلسمه ماده: چې د همسایګانو د مداخلې باید امنیت شوراء ته شکایت وشي ښه خبر خو تر نننه نتیجه ورنکړه. سیاست کې خېرات نه شته، ولې د بالمثل عمل سفارښت نه کیږي؟

افغانستان ‌‌‌‌‌‌ډېر بالقوه امکانات لرل او یو څه لري چې بالفعله نه شول او نه کیږي! 

 

شپاړسمه ماده: دخلکو استاځي تعریف مو مغشوش کړ. د خلکو استاځي د یو وطن پارلمان وي او جرګه د ټولنې طبیعی اتوریته وي او د انتخاب خبر نه وي او نه ده. 

اولسمه ماده: بې طرفه بنسټ مشکل دی چې بې طرفه نه شته خو دا ۱- مناظره کوونکي تیم

په ۱- مباحثه او مذامره کوونکي

او ۳- تخنیکی ټيم تقسیم شي

 

اتلسمه ماده: د لویې جرګې غړي چې رایه ورکوي او میلمانه چې ناظر دي تقسیم نه شول. 

نولسمه ماده: 

د طالب غوښتنې په مشروع او نا مشروع ویشل راته عجیبه تقسیم ښکاري

شلمه ماده: ښه پيغام 

 یوویشته ماده: جرګه راځي او فیصله کوي او ځي. دا جرګه راغله، پریکړه لیک یې فیصله نه کړ خو لاړه. اما جناب جمهور رئيس وایي چې دوام لري او دیجیتال رابطه به وي. دا رابطه که ملت او پارلمان سره وي بهتره به نه وي؟ عجیبه حالت دی! 

دوه ویشتمه ماده:دا ماده د قانون مطالبه ده دلته ضرورت نه شته. 

درویشتمه ماده: 

سند چاپ او نشر شي. خو اول خو تاسې د پریکړه لیک تصویب کړئ. 

دوی د سیاسي مصالحه او ایدیولوژیکي مصالحې او مذاکره فرق ونه کړ. مونږ سیاسي مصالحه کوو او د افغانستان یو حزبي کول بیا د ایدیولوژیکي مصالحه ده چې هغه ممکنه هم  نه ده. 

اعتراف او ویل په کار دي چې ددې لوې مشورتي جرګې جریاناتو او د پرېکړه لیک مسودې ثابته کړه  چې د امریکې  په لاس د یو شمېر مطرحو!؟ جوړ شوو افغاني سیاستوالو ادعاوې غلطې ثابتې کړې چې ګویا محمد اشرف غني د افغانستان اوسنی جمهور رئيس ددې جرګې نه د خپل ځان د دوام فتوی اخلي او د ځان په ګټه کاروي. د دې جرګې د بحث جریانات یواځې او يواځې د سولې او مذاکرې ناقصه خبرې  او ناقصه پرېکړه لیک مسوده وه او کومه بله سیاسي موخه و نه لیدل شوه!  

په دې لویه مشورتي جرګه کې د پاکستاني استابلشمنت اساسي افغان ضد، افغانستان ضد او سوله ضد نقش او د هغوی تسلط پر تروریستی ‌‌‌‌‌‌ډلو او د طالبانو پر دې ‌‌‌‌‌‌ډلې چې ملاهیبته الله یې مشري کوي له یاده وویستل شو. دا له یاد وویستل شول چې د طالب امنیت، دوا،  د زوی، لور، ښځې، مکتب او پرواز یې د پاکستان په لاس کې دی. 

د سولې د پروسې  مالکیت انحصار د افغان  کابل  د حکومت او د یا  د طالب  دغه ‌‌‌‌‌‌ډلې سره نه بلکې د ټول افغان ولس سره دی چې د طالب دغه ‌‌‌‌‌‌ډله او د کابل د حکومت  یې جز دي. 

د په یاد ولرو چې د سولې او جنګ لاملاونه به ‌‌‌‌‌‌ډېر وي چې دي، خو د افغان دغمیزې او د سولې د خطر او تهدید یو ستر او اساسی لامل د پاکستان استابلشمنت دی. تر هغه چې دا غیر شرعي موجود د پښتنو او بلوڅو باندې ظلم او ناروا کوي او بنیاد یې د ترور او دهشت تربیت، روزنه او صدور دی، نه به افغان اولس سوله وویني او نه به نړۍ په دې سیمه کې د ترور او دهشت له بلا خلاص شي. 

پښتنو او بلوڅو ته د هغوی حق ورکول او د نامشروع او د بل پر خاوره د پاکستان- پنجاب زمامداري ختمول د حل اساسي او بنسټیز حل دی. نورې لارې اوږدې، د سترو قربانیو ‌‌‌‌‌‌ډکې او حتی غیر عادلانه دي! 

دا له یاده وویستل شول چې سیاست کې خیر او خېرات نه شته او پاکستان دا لنګه غوا له لاسه ورنکړي. 

طالب واحد قوت نه دی او د بعضې زیارتونو انفجار او کنړ کې حالات ثابتوي چې داعشي ځواکونه د طالب ځای نیسي. 

طالب د اوربند توان نه لري او واحد نه دی. تېر اوربند کې تر اویا زیات افغان سرباز شهیدان شوي وه چې عمداً تبلیغ نه شول. نو د افغان غمیزه لا اوږده ده او چې کار اهل کار ته ونه سپارل شي دا لړۍ به ادامه لري او نوره به هم اوږده شي. 

 هو کار باید اهل کار ته وسپارل شي او که ونه شي نو دا به مو حال وي. 

فاعتبروا یا اولی الابصار

دوکتور صلاح الدین سعیدی 

۳/۵/۲۹۱۹

۰۰۴۴۷۸۸۶۴۷۴۶۳ 

Leave A Reply