د افغانستان د سولی لپاره یواځنی سمه لاره ؟

اختر محمد یوسفي

135

 

څو ورځی مخکښی د ګران هیواد افغانستان د ورځنی خونړیو جګړو د پیښو په غمونه کښی
ډوب وم، د هیواد د ژغورلو د نظریات د راټولو په لټه کی وم، زه دوه نور افغان پوهان او
پر وطن مین ملګرو سره یوځای د محترم تاج ايوبي صاحب ليدو ته د ده و کورته ورغلو،
جناب ایوبی صاحب زموږ تود هرکلي وکړي. موږ د افغانستان د اوسنی نا خوالو او
ويرجن حالاتو باند اوږدی خبری وکړی.
محترم ایوبی صاحب، جهادی مشر او ملی شخصیت دی، څو کاله په افغانستان کښی
مشاور وزیر ؤ، د افغانستان په چارو کښی پیاوړی لارپوه دی.ما جناب وزير صاحب ته
وويل، موږ افغانان کله چه د لوي ستونځو سره مخامخ شو نو بيا د غرو په لوری ځو او
يا د خپل درانه مشرانو د کور دروازه ټکوو. ما ایوبی صاحب جهادي مشر ته د وطن د
اوسنی ستونځي په تفصیل سره بيان کړ. ده په ډیر ځير سره زموږ خبري واوريدل.
محترم ایوبی صاحب وويل:
(۴۷) اوه څلويښت کاله مخکي سردار محمد داوود خان د ملت پر اجماع باندی ولاړ
زموږ د هیواد پوخ شاهي نظام یی را ړنک کړيدی. داوود د افغانستان اساسي قانون، د
ولس مشرانو او درنو ديني عالمانو ته سپکتيا وکړه. د سردار داوود خان جمهوريت هم د
چپي افسرانو په یوه نظامي کودتا سره چپه سو. ددي ډلي حکومت هم د ولس د مشرانو، د
هيواد د منل شوو ديني او تاريخي رواياتو په خلاف غلط سياستونه ته مخ کړل او د جګړی
اور بل شو. د افغانستان د قامی مشرانو د خپل ديني عالمانو دجهاد فتوا ته لبيک ووايه،
چپي نظام یی په ۱۹۹۲ میلادی کښی ړنګ کړي.
د چپی نظام د چپه کيدو سره سم د لاسه، د افغانستان کورنی او بهرنی دښمنانو په لمسون
زموږ ملی اردو او مسلح قوتونه له مینځه ولاړ، په هيواد د ننه کښی عامه نظم وشړيدل،
کورنی خونړی جګړی د واک پر سر د مليشو د ډلو او سياسي جهادي ډلو تر مينځ پیل شو،
چی د واک د نیولو جګړه کښی د هیواد لسګوني زره بيګناه افغانان هیوادوال پکښی ووژل
شول. د هیواد پایتخت کابل ښار او د هیواد نور مهم او لوی ښارونه په کنډوالو او هديره
باندی بدل شو.
د دي تباهي په لړ کښي يوه نوي ډلي د طالبانو د تحريک په نامه را وړاندي شول، په
لومړنی پړاو کښی د وطن د نجات ږغ يي را اوجت کړ. د ولسس مشران د امنيت د
راوستلو په اميد په کلکه د طالبانوسره ودريدل، کله چه طالبان بريالي شول، نو د

افغانستان ولس او مشرانو دا تمه درلودل چی طالبان د افغانستان سياسي او اداري چاري
دی و مسلکي او کار پوهانو ته وسپاري.
طالبانو د ملت د غوښتني په خلاف د حکومت چاري بي تجربه ملايانو ته وسپارل. د نورو
ډيرو ناخوالو په لړکي، د طالبانو د حکومت یوه لويه اشتباه همدا وه چی دوي د القاعدي
تندروي ډلي ته اجازه ورکړه، چی د امريکا او غربی هیوادو په خلاف د افغانستان د
خاوری څخه خپل حملي پلان جوړ او عملي کړي.
د افغانستان خلګو امريکا ته د يوه دوست هيواد په سترګه کتل، امريکائیانو د افغانستان د
خلکو سره هيڅ ډول دښمني نه درلوده، بلکه برعکس امريکائیانو پخوا هم د افغانستان د
خلکو سره ډير کمکونه کړي وه. کچيري د طالبانو امارت د ديني عالمانو پرځای د ولس او
سياسی پوهانو راي غوښتي واي، نو د امريکا او ناټو د نظامي مداخلي مخه نيول کيدلای
شول. د امريکا د هوايي حملو د پيل سره سم دلاسه د هيواد قومي مشرانو د طالبانو څخه
وغوښته چه خپله سلاح کيږدي او يا وطن دی خوشي کړي. د طالبانو نظام په لنډ وخت کي
چپه شو، نن زه اورم چی د افغانستان د ستړي او زخمي ملت ځيني قومي متنفذين د خبرو د
لاري حکومتي پوستي طالبانو ته تسليموي.

دا خو د افغانستان د خلکو طبیعی حق دي، چی هرچاته چی خلک وغواړي د خپل نظام
چاري ور وسپاري، اما د قومونو مشران او ديني عالمان بايد پدي خبره باندی ښه او پوره

پوه وي، چی د هيواد د نظام د چپه کيدو او د هغه د بدو عواقبو مسوليت به هم ددوي په
غاړه باندی دی، ایوبی صاحب زياته کړه:
د افغانستان په جاري حالاتو کښي حکومت څه د پاسه نژدی یو ملیون عسکر او ملکي
کارکونکوته معاشونه ورکوي. معلومداره خبره ده چی د هری کورنی ګټندوي سړی پنځه
ترلسو کسانو ته د خپل له همدی حکومتی معاش څخه ډوډي ورکوي، کله چی دا موجوده
نظام ړنګ شي، یو ملیون خلګ خپل کارونه له لاسه ورکوی، نژدی لس ملیونه خلک د
لوږي سره مخامخ کيږي. په هیواد کښی د لوږي او بيکاري په نتيجه کښي د بد امني
ناتار، قتل، غلا، چور او چپاول پيل کيږي، پدي ډول بحراناتو کښي د افغانستان
دښمنان کولای شی چی د جګړی حالات ته لا نورهم شدت ورکوي.

زما نظر دادي چی د افغانستان قامي مشران او درانه ملی متنفذين دي طالبان او افغان
حکومت دی د سولي و لورته ور وهڅوي. د افغانستان حکومت دي د ثالث بالخیر مؤقت
حکومت پواسطه چی د افغانستان د خلکو او د جګړی د منلو وړ وی ليري کړاي شي،

مګر د افغانستان نظام امنيتي او اداري بنسټونه او چاری دی چی د افغانستان د دولت جز
دي پر خپل ځای پاتي شي. زه باور لرم چه افغانستان ولس او حتي طالبان هم پدي ښه
پوهيږي چی د جګړی او زور د لاري د دولت د چپه کيدو په صورت کښي، غربي
هیوادونه او د سيمي لوي دولتونه هم خپل ټول مالي کمکونه پر افغانستان باندی بندوي او
نور سخت بنديزونه پر هیواد لګوي.
ايا د هيواد قومي مشران، ديني عالمان او طالبان ددي خونړی او بدو عواقبو ته الهي او
تاريخي مسوليت پر خپل اوږو وړلاي شي؟
زه وار بيا هم دا خپل دا خبره د ګران هیواد افغانستان د ملی ګټو د ساتلو او د ټولو افغانانو
د ملی عزت لپاره لازمه بولم او تکراروم، چی دا امکان وجود لری افغان حکومت د
مذاکراتو او خبرو د لاري ليري کولاي شو، اما د افغانستان نظام بايد ټینګ پر خپل پاته
شي، تر څو هيواد وار بيا د يوه لوي خونړی فاجعي او ورانیدو سره مخامخ نشي.
پای.

Comments are closed.