په ارګ کې د مار ګېم؛ له انحصارګرو سره دې حساب وشي

0 410

یو ولسمشر دی، دوه یې مرستیالان، یو یې اجرایه ریيس، دوه یې مرستیالان، د هر یوه یو یو د دفتر ریس، په بل پسې د امنیت شورا مشران او خپلې یې دنیاوې. ورپسې اداره امور او پکې وړې وړې پاچاهۍ…

دغسې یو سترنج دی چې موږ یې نندارې ته ناست یوو. ولسمشر دا سترنج پخپله افتتاح کړ، پخپله یې تخلیق کړی هم دی. ولسمشر د بې‌باوري له ذاتي عادت سره دا کار پیل کړ، خو چې د ارګ له افسانوي دېوالونو دننه شو، انحصارګر هم شو.
نه یوازې دا چې له ارګه پر دباندې خلکو باور نه‌شي کولای، بلکې په ارګ کې په ناستو څو زلمیانو ټوله واکمني چلوي او بس همدې ته به حکومت وايي.

کله چې د کمپاینونو غورو دربو ته نظر واچوو، کله به یې په پکتیکا کې نړیوال تجاري بندر جوړاوه او کله به یې په هرات کې د قاضیانو نمونوي محکمه. کله به یې د ریل کرښه تر کابل و زابل تېره کړه، کله به یې هغه د کنړ د پخواني والي قوماندان ديدار په څېر د طالبانو د پخلا کولو له‌پاره د اته لکه پیه ورو وزو د ورکړې طرحه راوړاندې کړه. دوه لکه دندې یې ایجادولې، ځوانان یې د هېواد د ملا تير ګڼل او ویل یې اداره به ځوانه کړم، دا یې هم ویل چې مېرمنې به زما په حکومت کې په لومړي ځل د خودي احساس وکړي او په ټولنه کې به خپل تصویر وګوري.

اوس نو پروژې پر ځای پرېږده چې ناامني ده، پردي خیرات ته ناست یوو، خو دا دندې او دا د دولتي تشکیلاتو اصلاح یې بېخي سرچپه روانه ده. اوس چې په ارګ کې ناست دی، ټول افغانستان ورته ارګ ښکارېږي. بس فرمانونه یې په ارګ کې دننه په چارو راڅرخي نور وطن سر خوړلی دی.

اته کسان ځنې تاو دي، کله یې مشاورین کړي، کله ویاندان، کله سفیران، کله یې بیا تبعید کړي، کله یې اداره امور ته ولېږي، کله بېرته مستشاران شي. دغسې په ارګ کې د ویاند تبدیلي یې تر ټولو لوی مصروفیت دی، په ویندویي کې یې وازمايي بیا مدیریتي چوکۍ ورکړي. دا څه عجیب تمرین دی عجیبه روزنه او تجربه.

د ولسمشر ترڅنګ یو د تورو عینکو والا اینجیو باز ناست دی، صلاحیتونه یې تر ولسمشر زیات دي، کاغذي کاروايي د همده متعلق ده او ولسمشر د ده پر وړاندې داسې عاجز دی لکه رباني چې له مارشال فهیم او احمدشاه مسعود سره یرغمل و.
چې د تورو عینکو والا اینجیو باز په ارګ کې د کوم زلمي قواره خوښه نه‌شي؛ نو یې تحلیل کړي چې د ولسمشر نازدانه دی، که ناسکه!؟

که نازدانه وي کوم بل ملک ته یې تبعید کړي، هلته په کوم سفارت کې یې مقرر کړي ځان ځنې خلاص کړي، خو که پوهېږي ناسکه دی، ولسمشر یې هم دفاع نه کوي، نر غوندې یې استعفا، تېښتې ته اړ کړي یا یې پسې واخلي.

ولسمشر ټول افغانستان ارګ ته را خلاصه کړ او بیا یې دا ارګ هم د سیما سمر نیټورک ته حواله کړ، خپله ښه سرګردانه دی، د هغه سر خان په څېر دی چې په خلکو غږ وکړي، دا کاسه هلته کښېږدئ او هغه هلته، خو چې څوک یې په خوله و نه کړي، وايي دا هم هلته سمه ده او دا بله هم سم ځای ایښې.

خو ځینې خلک له دې تورو سره موافق نه دي، هغوی فکر کوي چې ولسمشر هم په همدې سطرنج کې سخت خوشاله دی، بس چې د فرمانونو کمی شي، بیا په ارګ کې یوه موره له یو ځای بل ځای ته وخوځوي.

د ولسمشر کلانکاره خلک نه خوښېږي، خو خپله بیا له دې عادتونو چې خپله یې کوي خوند اخلي. ولسمشر په خپله امضا مین دی، که په نور افغانستان کې د والي او قوماندان پر وړاندې دا امضا نه چلېږي، په ارګ کې یې د اینجیو باز ریيس په زور چلوي.

ولسمشر ټول افغانستان په ارګ کې تمثیلوي، پخوا خو به یوه نیمه جنازه فاتحه په عیدګاه کې وشوه، اوس فاتحې هم په ارګ کې اخيستل کېږي، غاړه‌جوړ کړي کالي، نیکټایۍ، څادرونه، لونګۍ او قاسمي لمنې په ارګ کې اوس د مامورانو د سیالي کرشمه ده. ټول به اوتو کړي ګرځي لکه د خوښینې واده یې چې وي. ولسمشر د بې‌اعتمادي په یو خطرناک مرض اخته دی، پر هیچا باور نه کوي، یو څو کسان چې په ارګ کې ورتاو دي، هغوی ورته جمیع الکمالات ښکاري.

بس هماغه له یوې څوکۍ کوز کړي په بله یې کښېنوي. نور ولس یې د سي‌بي‌ار په نوم په تورو نخودو پسې لېږلی چې په کال کې دوه سوه نفر نه‌شي مقررولای. هم هغو لکونو دندو سر وخوړ، هم د ښځو د ژوند د بدلون تقلبي شعارونو. بس د مارګېم دی چې سر یې اوږد شي درې پېچه را تاو شي، د نوکیا د هيندارې توره نقطه یې وخوري.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.