د زړو بانک‌نوټونو سوځول، حقيقت که ډرامه؟

0 1,374

ملي کرنسي د اقتصاد ژبه او د ملي هويت څرګندوی
د زړو بانک‌نوټونو سوځول، حقيقت که ډرامه؟
خبر دی چې هر کال څلور ميليارډه زاړه بانک‌نوټونه سوځول کېږي، تر اوسه ۴۰ ميليارډه زړې افغانۍ سوځول شوې دي، په دې سربېره هره مياشت له ۳۰ ميليونه تر ۷۰ ميليونه ډالر د افغانستان بانک له لوري بازار ته وځي چې په مټ يې له مارکېټه د افغان بانک‌نوټونو په ټولولو د افغانيو بيه ثابته وساتل شي.
د مرکزي بانک د اعلان له مخې، د نوي کال په را دبره کېدو هغه بانک‌نوټونه چې غوړ، يا پرې ليکل شوي ناچله ګرځول شوي چې سر له اوسه يې د تور بازار مافيا پارولې ده.

بل خوا بيا هغه پيسې د صرافانو له لوري په لوړ قيمت پلورل کېږي چې نوې بازار ته راوځي، دا بانک‌نوټونه د کاپي په نوم په بازار کې په يو نيم چند پلورل کېږي، خو نه يې د افغانستان بانک مخه نيسي او نه هم امنيتي ځواکونه.

دا څرګنده نه ده چې د پيسو سوځولو پروسه څومره شفافه ده. په رښتيا هغه شمېر بانک‌نوټونه د اور خوراک ګرځي، که له دروازې په ايستلو د کړۍ له لارې بېرته د راکړې ورکړې بازار تود ساتي.

د سرخط تر لاسه کړي مالومات ښيي چې دغه پروسه شفافه نه ده ترسره شوې، کله چې پخوانۍ کرنسۍ چې شنې پيسې يې بللې، په نويو بانک‌نوټونو اړول کېدې، څو څو واره له کړکيو په ايستلو پر نويو بانک‌نوټونو تبادله شوې دي.

ننګرهار بانک يې يوه بېلګه ده. دغه بانک يوځل جلال‌اباد ته د طالبانو د ننوتو پر وخت د بانک رييس شهزاده مظلوميار له خوا لوټ کړل شو. بل ځل د همده په دويم ځل رياست کې پر نويو پيسو د شنو هغو د بدلولو په لړ کې څو واره پخواني بانک‌نوټونه بې له دې چې وسوځول شي، له سره په نويو بانک‌نوټونو تبادله شوي دي.
په دې سربېره ښاغلي شهزاده له ننګرهار بانکه د اصلي ډالرو په ايستلو جعلي هغه ځای پر ځای کړي وو چې له امله يې پر ۱۶کاله بند او د اختلاس شويو پيسو په بېرته ورکولو محکوم کړای شو، خو د جمعيت او شخصاً د مرحوم برهان الدين رباني په سپارښتنه له دوو کلو بند وروسته ازاد او بيا د ولسمشر غني په حکومت کې د ښاغلي رباني د مېرمنې په ټينګار د عبدالله عبدالله پر وړانديز د لغمان مرستيال والي وټاکل شو.

پوښتنه دا ده چې بانک‌نوټونه کله زاړه يا د سوځولو وړ بلل کېدای شي؟
د کرنسي زړښت معيار څه کېدای شي، دا پوښتنه ځکه د اهميت وړ ده چې اسعار په بازار سربېره په واټونو کې هم د زړو بانک‌نوټونو تبادله ځانګړی کار و بار ګرځېدلی دی او د متاع په څېر زاړه بانک‌نوټونه لاندې باندې کېږي.
د کابل په شهزاده سرای او د نورو ولايتونو د صرافيو په بازارونو کې ځينې کسان ګرځي، دوی شکېدلي افغاني بانک‌نوټونه په ټيت او يا هم نيم قيمت اخلي، بيا يې په افغانستان بانک کې په خپل قيمت تبادله کوي. دا يو لوی کار و بار دی چې د مافيا لاس يې تر شا ښکارېږي.

د پيسو بله برخه هغه نوي بانک‌نوټونه دي چې تازه بازار ته لار پيدا کوي، دا پيسې صرافان د کاپي په نوم په يونيم چند لوړه بيه پلوري، خو د مخنيوي له‌پاره يې هيڅ ارګان غږ نه پورته کوي.
د سرچينو په حواله ډېری نوې پيسې د زړو په تول او کتار کې د زړو بانک‌نوټونو د پېر او پلور بازار تود ساتي، ان چې له لاسه هم له بانکونو نوې پيسې له سولولو وروسته د زړو بانک‌نوټونو په توګه د پلور او پېر بازار ته لار مومي. په مرکزي بانک سربېره په ولايتونو کې هم د افغانستان بانک له خوا د زړو بانک‌‌نوټونو د سوځولو پروسه د ابهام او ناروڼتيا په سلو زرو پردو کې نغښتې ده.

د افغانستان بانک مالومات ښيي چې دغه پروسه په کابل سربېره په نورو زونونو کې هم ترسره کېږي او هر وخت چې زاړه بانک‌نوټونه راټول شي، په مخصوصو ځايونو کې سوځول کېږي.

د خبرونو له مخې په کندهار کې افغانستان بانک ۱۲۱ ميليونه زاړه بانکنوټونه سوځولي دي، شونې ده نورو ولايتونو کې هم د زړو بانک نوټونو په سوځولو کې ميليارډونه افغانۍ لاندې باندې شوې وي. دا چې د سوځولو پروسه څه ډول ترسره کېږي، څومره پيسې د زړو هغو په نامه سوځول شوې، په رښتيا هم په ښوول شوې کچه بانک‌نوټونه سوځول شوي، که هسې څو بنډلونه اور ته غورځېدلي دي؟ دغه پيسې په رښتيا هم د سوځولو وړ ګڼل کېدای شوای، بانکونه له کومو لارو په دغه کچه زاړه بانک‌نوټونه تر لاسه کړي. د ډالرو په ليلام کې خو زاړه بانک‌نوټونه له صرافانو نه دي را نيول شوي، دا او په لسګونو نورې پوښتنې تر اوسه بې‌ځوابه پاتې دي.

د افغانستان بانک يو پخوانی مامور وايي، دغه پيسې په مشخصو ځايونو کې سوځول کېږي، خو دا پيسې لږ يې اصلي او سولېدلې، نورې جعلي پکې ځای پر ځای کېږي، تر لنډې مودې وروسته لويه برخه سولېدلې پيسې بېرته بازار ته لار مومي.
پر ټيټ او خراب کيفيت د کرنسي چاپول تر ټولو زيات دغه ضايعات او د درغليو احتمالات را منځ ته کړي دي چې ښايي د بانک‌نوټونو په بياځلې چاپ کې يې مخه ونيول شي.

د مرکزي بانک د اعلان له مخې، د نوي کال په رادبره کېدو هغه بانک‌نوټونه چې غوړ يا پرې ليکل شوي، ناچله ګرځول شوي چې سر له اوسه يې د تور بازار مافيا پارولې ده.
د افغانستان بانک وياند ايمل عاشور وايي، يوه کړنلاره موجوده ده چې په دې برخه کې شکونه او ابهامات له منځه ولاړ شي؛ نو د هغه پر بنسټ دغه پيسې د يوه پلاوي پر وړاندې چې د ماليې او عدليې وزارتونو، د مشرانو جرګې، پارلمان د غړيو او ځينو نورو ادارو له غړو تشکيل شوی وي، سوځول کېږي او له دې ټول بهيره ويډيو اخيستل کېږي؛ «هر کال تر څلور ميليارډه افغانۍ سوځول کېږي.»

دی زياتوي، هيڅوک نه‌شي کولای چې بانک‌نوټونه په لوړ قېمت وپلوري، دا د افغان امنيتي ځواکونو دنده ده چې دا کسان ونيسي او مجازات يې کړي.
ملي کرنسي لکه ملي بيرغ او ملي سرود د هېوادونو د ملي ارزښتونو په توګه ښايي په تول پوره وخېژي، څنګه چې ملي کرنسي د ملي اقتصاد ژبه ګڼل کېږي، دغه ژبه ښايي توتله و نه اوسېږي، فصاحت او بلاغت يې بايد خوندي وي. د ګاونډيو د پيسو د چلښت مخه هغه وخت نيول کېدای شي چې موږ خپله ملي کرنسي درنه وتلو. دولتي راکړه ورکړه او معاشونه، د ډالرو پر ځای په خپله ملي کرنسي اجرا کړو.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.