د پاکستان دننه د (ای، ایس،ای) خونړي بریدونه/هلمند پردیس

0 550

اول:
د پاکستان دننه اوسنۍ بمي چاودنې د ځانمرګو حملې چې دا اخیري یوه یې ډیر تلفات لري، په خپله د پاکستان د استخباراتو( ای ایس ای ) کار دی، ځکه چې دوی په دې سره غواړي، د نړیوالو او خوصوصآ د ټرمپ نوی اداره، چې لا تراوسه یې د پاکستان په اړه دریز ناڅرګند دی، دا ورته ثابته کړي، چې موږ هم د دهشتګردۍ قرباني یو، نو په همدې علت د امریکا نوي اداري توجه جلبولو لپاره یې دغه خونړي بریدونه په خپل کور کې وکړل.
که چیرې دې ځل د امریکا نوي اداره د پاکستان همدغې دومخې لوبې ته د پای ټکې نه کیږدي، نو دا به د امریکا په تاریخ کې ستره تیروتنه وي.

دوهم:
المان ته د ولسشمر غني تګ او د پاکستان دننه د (ای، ایس،ای) خونړي بریدونه!
“مونیخ، دري پنځوسم امنیتي کنفرانس
د مونیخ امنیتي کنفرانس ته د ولسمشر غني تګ او هلته د ترهګرۍ او افراطیت په اړه د وینا څخه مخکې له مخکې د پاکستان استخباراتي (ای، ایس، ای) شبکه دې ته اړ کړه، چې پاکستان دننه خپله ولسونه د ځانمرګو خوراک کړي،او خونړۍ پېښې وکړي، ځکه چې په دې سره د پاکستان دوهم هدف د ولسمشر غني د وینا تاثیر کمول، او د پاکستان د نړیوالې انزوا څخه د ځان ژغورل دي!!!

Leave A Reply

Your email address will not be published.