د سلواغی د ۲۶ په درشل کی: جنتي فتواګانې او دوزخي جنګونه / ولي الله ملکزی

0 1,543

پوره پنځه ویشت کاله وړاندی، کله چې د شرق د نابغه، خلاق رهبر او د خلق د ‌‌ډیموکراتیک ګوند د عمومي منشي نورمحمد تره کي یار او مددګار، خلقي تڼي د پرچمي احمدزي په ضد د ناکامې کودتا وروسته پیښور ته پښې سپکې او د حزبي ورونو سره یی یو نامقدس ائتلاف جوړ کړ، نو څو ورځې وروسته ډاکتر نجیب الله په کابل کې یوې ځانګړې غونډې ته په وینا کې یو فولکلوریک خو ډیر مانا داره نکل وکړ چی

 (وایی کومه ځوانه میرمن د لمړي ځل لپاره امیدواره شوې وه او کله چې د ماشوم د پیدا کیدو شیبې راغلې نو بیچاره ګې ډیرې جزې پزې پیل کړې، د کور میرمنو سپلني لوګي کړل، سونډ سپیرکۍ یی وخوټولې او د کلي په امام صیب یی تعویذ او څښتونه هم ولیکل خو چندان تاثیر یی ونکړ. پدې منځ کې یوه بوډۍ چې د نغري څنډ‌ې ته ناسته او غټې تسبیح یی په لاس کې وې ور غږ کړ چې: یه جنکو ورشئ د میړه پرتوګ یی ورباندی خور کړئ چې انشاء الله ټک او پتری به شي. بلاربې (حاملې) انجلۍ بی اختیاره چیغه کړه، چې د خدای لپاره مه یی راوړئ، ما خو له همدغه پرتوګه دا اور اخیستي دی)

تیره ورځ د سلواغی شپږویشتمه او له افغانستان څخه د سرو لښکرو د وروستي جنرال ګروموف او د هغه د سړي خورو لښکرو د ماتی او د حیرتان په پله د تیریدو،  اته ویشتمه کلیزه وه. دا هغی  ورځی لړی او ادامه  ده چې د خلق او پرچم رسوا سوداګرو ددی ملت په پت، هویت او حرمت بولي لګولی وه. د کرملین د خوشامندو لپاره یی د خپلو هیوادوالو په دین، ناموس، خاوره او کلتور ناتار جوړ کړی وو. د عصمتونو جنازې پورته شوی او د ګمنامو قبرونو لیکې لاپسی اوږدې او تر دی دمه جریان لري. په پولیګون کې د ژوندو خښو شوو هیوادوالو وینو، د شفق لمنې لاخونړۍ کړی وی، ځګیروو او کړیکو یی د آسمان غوږونه درانه کړي وو  او دغه ناترسه غوبل لا اوس هم روان دی 

 د سلواغی شپږویشتمه د افغان ولس د هجرتونو، کړاوونو، او دردونو د د ادامی کلیزه  او ددی قوم د بربادۍ، تباهۍ او نابودۍ د تسلسل  انځور. خو په عین وخت کی د وحشت او یرغل په وړاندی، د انسانی ارزښتونو د برلاسۍ کلیزه. د هورا په وړاندی، د تکبیر د زمزمې کلیزه. د اور، باروتو او اوسپنې په وړاندی، د یوې عقیدې او ارادې د بریا کلیزه او بلاخره  د یو مظلوم ملت د عروج او د سرې امپراطورۍ د زوال کلیزه

د یو سپیڅلي جهاد  او مقاومت د حقانیت او لینن ازم د غرغره کیدو کلیزه. د توحید پخلاف د ماټریالیزم د ګونډه کیدو کلیزه. د فطرت او معنویت پخلاف، د مارکسیزم او مادیت د ماتیدو او رسوا کیدو کلیزه. د  سفخوز او کلخوز د پوچې مفکورې د خوسا کیدو کلیزه. د مرکزي آسیا، لیتویا، لیتوانیا او استونیا د خپلواکۍ او د برلین د دیوال د نړیدو او جرمن د یو کیدو کلیزه 

    کارمل به همیشه د مرحله نوین انقلاب پرتمین ثور، اخلاق شوروي، انسان شوروي او د دوست بزرګ شوراها د شعار په ور کولو سره خپله ژبه لنده ساتله. هره خوا به د کور، کالي، ډوډۍ او د کارګر، دهقان او مرګ په امپریالیزم او د تورې ارتجاع د مړینې شعارونه وو او د لور او څټک سره بیرغونه به رپیدل

د خلق او پرچم مشرانو به تل ویل چې تاریخ برګشت ناپذیر دی، خو ومو لیدل چې تاریخ بیا بیا تکرار شو. د رومن او پیرنګیانو په څیر، شوروي اتحاد هم دړې وړې، پرولتاري انقلاب تالا ترغۍ او یو فقیر او تش پاڼې ملت د ازمښیتونو له تل څخه بریالی راووت او د تاریخ ارټ په څټ شو

خو له بده مرغه، د سلواغی شپږویشتمه ځمونږ لپاره داسی یوه  کلیزه ده چې نن هم ځمونږ نیم په نیمه هیوادوال د دال خورو درویزې او د اخواندانو د سترخوان ته ناست دي. دا د هغې ورځې کلیزه ده چې واحد ملت یی په ملیتونو، مجاهد سنیان یی په اوو او شیعه غازیان یی په اتو ډلو تقسیم کړیدي. څوک یی د خدای پرست او څوک یی د ماټریالست په نومونو جلا کړل. ولی دریغه دریغه، پدغه پړاو کی د مذهب شعار دومره لوړ او دنګ وو چی د وطن دوستی  تته نعر ه، نوره هم ګونګه او مجرم او ګناهکار یی پرته له محاکمی په مرګ محکوم شو

 کله چې د دیارلس سوه یو اویایم کال د مرغومي په اتمه نیټه د مجاهدینو د اووسوو موټرو کاروان کابل ته ورننوت  نو زه پخپله هم د نورو ژورنالستانو په ملتیا د لمړي کتار په څلورم جیپ کې ناست ووم،  چیرته چی مونږ د کابلیانو لخوا د ناره تکبیر، خوش آمدید او قهرمانان عزیز په شعارونو سره بدرګه شوو

یو اړخ ته غرور وو، غورځنګ وو او د سوبې نشه. خو بلې خوا ته ډار وو، محرومیت وو  او د ماتې احساس. ترهې د خپلې شومتیا وزرونه غوړولي او بره اسمان، د کابل د نوو سرمستو واکمنانو د عدل په ننداره بوخت وو

طبیعي ده چې د نورو هیوادوالو په څیر، کابلیانو هم د امن، انصاف او بدلون لارې څارلې او د کمونیزم تاړاک وهلو پرګنو، هر جهادي مشر ته د مسیحا په سترګه کتل. خو خبر نه وو چې په څو اونیو کې به شپیته زره کابلیان د مرګ میلمانه او د نوي ناورین کوربانه شي. په کابل، مزرا، هرات او جلال آباد کې به خپلواک امارتونه جوړ او د جهاد د مبارک نوم لاندی، د ملک او ولس په تقدیر ملنډې پیل شي

ډاکټر نجیب الله خو پخپل نکل کې، د دفاع خپل وزیر د اور پرتوګ وباله خو دا یی هیر کړي وو چې د روانو څلورو لسیزو اور، د دیارلس سوه اوه پنځوسم کال د ثور د کرغیړنې کودتا په ماښام پیل، د مرغومي په شپږمه لا تازه او د سلواغی تر اته ویشتمی کلیزی لاهم  په غرغنډو دي. نن که ځمونږ په هیواد کې د ارنګ او برنګ لنډه غري جنګیږي، که مو حجرې او جوماتونه ړنګول کیږي، که مو مشران او  د ژبې او قلم خاوندان وژل کیږي، که مو پوره نسلونه ځانمرګي او بی علمه ستر کیږي، نو دا ټول د هماغه تخم محصول دی چې د ثور د کودتا په ماښام کرل شوی، د مرغومي په شپږمه للون شوی او د سلواغی په شپږویشتمه ریبل شویدی

تاریخ ښوولې چې هر انقلاب او ټولنیز بدلون، د خپلې ایډیالوژۍ او شالید په چوکاټ کې د منفي اغیزو تر څنګ یو نه یو ډول مثبت ارزښتونه او یو نوی کلتور هم تر شا پریږدي. خو د ثور کودتا  او بیا  د مرغومي شپږمې مونږ ته یواځی د شهادتونو، هجرتونو، وژلو، سپکولو ، رټولو او  چور کولو سوغات راوړ او  په سیمه کې یی د جنتي فتواګانو او دوزخي جنګونو داسی یو کلتور  را منځته کړی چې هم یی نړیوال انډول له منځه یووړ  او  هم یی ددی خاورې ولسونه له ځانه سره وریت او افغان یی په افغانستانی بدل کړ

 

Leave A Reply

Your email address will not be published.