د طالبانو د قطر دفتر د تړلو هڅه او د سولې مبهم راتلونکی

0 625

تېره اوونۍ افغان ولسمشر اشرف غنی په مونیخ امنیتی کنفرانس کې د ګډون په موخه جرمنی ته ولاړ. افغان ولسمشر په دغه کنفرانس کې د خپلې وینا ترڅنګ د بېلابېلو هېوادونو له لوړپوړو چارواکو سره هم ولیدل. په دې لړ کې یې د قطر د بهرنیو چارو وزیر “شیخ محمد بن عبدالرحمن بن جاسم آل ثانی” سره هم ولیدل او د بېلابېلو موضوعاتو ترڅنګ، د طالبانو د قطر سیاسی دفتر او د سولې پروسې په اړه هم دوه‌اړخیز بحث وشو.

افغان ولسمشر د قطر د بهرنیو چارو وزیر ته په څرګندو ټکو کې وویل: «که تر راتلونکی پسرلی او اوړی پورې د طالبانو په چلند کې مثبت بدلون څرګند نه شی او تاوتریخوالی ته دوام ورکړی، باید د قطر دفتر د بندولو په ګډون بندیزونه پرې ولګول شی.»

دا چې د خبرو اترو په موخه پرانېستل شوی د طالبانو دغه سیاسی دفتر څرنګه رامنځته شو، تر اوسه یې څه وکړل او که دا دفتر وتړل شی، د سولې راتلونکی به څه وی؟ هغه پوښتنې دی، چې دلته مو ځواب کړې دی.

 

په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر

کله چې طالبانو د ۱۳۸۸ کال د سرطان په ۹مه په پکتیکا ولایت کې د “باو برګډال” په نامه یو امریکایی پوځی ونیوه او ترڅنګ یې همدا کال او ترې وروسته کلونه د امریکایی پوځیانو لپاره تر ټولو خونړی وو، نو امریکایانو هم له طالبانو سره د خبرو اترو اړتیا درک کړه او په خپله جنګی ستراتېژۍ کې یې له طالبانو سره خبرې اترې هم زیاتې کړې.

د افغانستان د پخوانی ولسمشر حامد کرزی د ویاند له قوله، امریکا او طالبان په ۱۳۹۰ کال کې د قطر دفتر د جوړولو په اړه موافقې ته رسېدلی وو؛ خو امریکایانو، افغان حکومت د بُن له دویم کنفرانس څو ورځې وړاندې خبر کړ[۱]. د افغان طالبانو د یوې سرچینې له قوله، هغه مهال د طالبانو د قطر دفتر مشر طیب آغا د دویم بُن د کنفرانس له جوړېدو څخه وړاندې په جرمنی کې ناست و؛ خو د حامد کرزی د مخالفت له کبله یې ونه شو کړای، چې په هغه کنفرانس کې برخه واخلی.

افغان طالبانو د ۱۳۹۰ کال د جدی په ۱۳مه له امریکا سره د مذاکراتو په اړه اعلامیه خپره کړه. طالبانو په هغه اعلامیه کې د قطر د سیاسی دفتر په اړه ویلی وو، چې دوی له قطر او نورو اړوندو لوریو سره ابتدایی توافق ته رسېدلی دی؛ خو بیا یې هم په قطر کې د دفتر پرانېستلو نېټه نه وه ښودلې[۲]. له هغه اعلان وروسته، افغان حکومت د طالبانو له دفتر سره مخالفت وکړ او په دې توګه په قطر کې د طالبانو د رسمی دفتر پرانیسته وځنډېده.

که څه هم د طالبانو د قطر دفتر په اړه خبرې اترې له ۱۳۸۹ کال څخه پیل شوې وې؛ خو په رسمی ډول د افغان طالبانو د قطر سیاسی دفتر په ۱۳۹۲ کال کې پرانیستل شو. هغه مهال د افغان حکومت او امریکا خرابې اړیکې او په خپله د افغان طالبانو دا دریځ، چې دوی له افغان حکومت سره خبرې اترې نه کوی، د قطر دفتر په اړه د افغان حکومت شکونه زیات کړل. له همدې کبله د ۱۳۹۱ کال په جدی کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر زلمی رسول د ولسی جرګې استماعیه غونډې ته په وینا کې وویل: «د طالبانو لپاره د قطر دفتر یوازې د خبرو لپاره دی، نه د طالبانو د سیاسی فعالیتونو لپاره، دغه دفتر به تر هغو خلاص نه شی او پریکړې ته به ورسره ونه رسېږو، ترڅو چې طالبان دا اعلان ونه کړی، چې له افغان حکومت سره به خبرې کوی. که یو دفتر خلاص شی، معلومه نه ده، چې څوک له چا سره خبرې کوی، دا موږ له یوه غټ خطر سره مخ کوی، اوس طالبان وایی، له افغان حکومت سره خبرې نه کوو، نو له چا سره یې کوی، که له هر چا سره خبرې وکړی موږ له لویو ستونزو سره لاس او ګرېوان کېږو.»[۳].

د ۱۳۹۱ کال په جدی کې چې کله افغان ولسمشر حامد کرزی امریکا ته په سفر ولاړ، نو د نوموړی د ویاند له قوله «امریکایی مقاماتو په قطر کې د طالبانو د دفتر د جوړېدلو موضوع د دوه‌اړخیزو خبرو اترو په اجنډا کې شامله کړه»[۴].

افغان حکومت د یو شمېر شرایطو له لرلو سره، د قطر سیاسی دفتر له پرانیستې سره موافقه وکړه، چې له امله یې د ۱۳۹۲ کال د جوزا په ۲۸مه په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر پرانېستل شو؛ خو ډېر ژر افغان حکومت د دفتر له لوحې او بیرغ سره چې د «اسلامی امارت» تر نامه لاندې وو، کلک مخالفت وکړ او طالبانو دغه دفتر د ۱۳۹۲ کال د سرطان په ۱۸مه بېرته وتاړه.

په بل اړخ کې په دغه دفتر کې طالبان هم د داخلی اختلافاتو ښکار شوی او د همدغو اختلافاتو له کبله د دغه دفتر پخوانی مشر سید طیب آغا له خپلو څو ملګرو سره یوځای استعفا ورکړه.

 

د طالبانو د قطر سیاسی دفتر ارزونه

په قطر کې د طالبانو دغه سیاسی دفتر تراوسه غیر رسمی دی؛ خو په قطر کې د افغان طالبانو د سیاسی دفتر غړی له ۱۳۸۹ کال راهیسې هلته مېشت دی او له هغه ځایه یې خپله ډیپلوماسی او له نړۍ سره خپلې اړیکې غځولې دی. دا چې د دغه دفتر له لارې افغان طالبانو کوم مهم فعالیتونه لرلی، لاندې یې په لنډه توګه بیانوو:

لومړی؛ طالبانو ته یې ګټې؛ افغان طالبانو په قطر کې د سیاسی دفتر له پرانیستلو وروسته په لاندې برخو کې ګټه پورته کړې:

  • د امریکا د یوه پوځی په بدل کې یې له ګوانتنامو زندان څخه خپل پنځه بندیان راخوشې کړل؛
  • د بېلابېلو هېوادونو لکه تاجکستان او روسیې پوځیان یې د دغه دفتر له لارې پرېښودل؛
  • په نړیوالو کنفرانسونو لکه پګواش کې یې برخه واخیسته او نړیوالو ته یې خپل غږ ورساوه؛
  • د دغه دفتر له لارې یې له بېلابېلو هېوادونو؛ لکه روسیې، ایران، چین او نورو سره اړیکې ټینګې کړې او هڅه یې وکړه، چې د طالبانو په تړاو د دغو هېوادونو اندېښنې راکمې کړی؛
  • د ملی یووالی حکومت له جوړېدو راوروسته یې هڅه وکړه، چې ځان د افغان حکومت په پرتله د داعش پر وړاندې په مبارزه او ځپلو کې ارزښتناک وښیی؛
  • افغان طالبانو د دغه دفتر له لارې هڅه وکړه، چې له بېلابېلو افغان لورو او شخصیتونو سره وګوری، قطر ته یې وروغواړی او د افغانستان او سیمې په تړاو خپل نظرونه ورسره تبادله کړی.

دویم؛ په سوله کې یې رول؛ د سولې په برخه کې چې له دغه دفتر سره څومره هیلې تړل شوې وې، هومره یې د عمل جامه خپله نه کړه. د دغه دفتر له لارې، په یوه اړخ کې له امریکایانو سره تر ډېره د بندیانو د تبادلې په تړاو خبرې وشوې او په بل اړخ کې د افغان طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مخامخ خبرو اترو ډېرې محدودې نارسمی اړیکې ونیول شوې. په دې تړاو د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمنځ په رسمی مخامخ خبرو اترو کې هم، چې اسلام‌اباد ته نژدې په مری کې وشوې، د قطر دفتر ډېر رول نه درلود.

 

د طالبانو د سیاسی دفتر له تړلو وروسته د سولې راتلونکی

د سولې په تړاو د دواړو افغان حکومت او افغان طالبانو تګلارې مبهمې او ځینې مهال د دوی دا تګلارې له یو بل سره په ټکر کې وی. د بېلګې په توګه افغان حکومت له وسله‌والو مخالفینو سره سولې ته لومړیتوب ورکوی؛ خو په بل اړخ کې بیا د بې‌باورۍ او د جګړۍ د اوږدولو په تړاو پرېکړې کوی. لکه د افغان حکومت له لوری د طالبانو د مشر مولوی هبه الله نوم د ملګرو ملتونو د بندیزونو په لیست کې د زیاتولو غوښتنه او اوس د قطر د سیاسی دفتر د تړلو هڅه.

افغان طالبان هم که له یوې خوا د خبرو اترو لپاره یوازېنی ادرس د قطر دفتر بولی؛ خو بیا هم، له افغان حکومت سره د خبرو اترو لپاره لېوالتیا نه ښیی. همدا لامل دی، چې د قطر دفتر له پرانیستلو راهیسې، په رسمی او د دواړو لورو په استازیتوب خبرې اترې نه دی شوې.

په بل اړخ کې، په تېرو دوو کلونو کې د طالبانو د قطر دفتر سیاسی فعالیتونو ته په کتلو سره افغان حکومت دې پایلې ته رسېدلی، چې دغه دفتر افغان حکومت ته د ګټې پرځای تاوان رسولی. دغه دفتر د خپلې ډیپلوماسۍ او د سیمې د بدلېدونکې جیو-پولیټیک وضعیت له کبله، د افغان حکومت یو شمېر هڅې شنډوی، په تېره بیا د “ترهګرۍ” پرضد د افغان حکومت د سیمه‌ییزې اجماع رامنځته کول او ګډه مبارزه.

له دې هر څه سره سره، په قطر کې د طالبانو سیاسی دفتر تړل به، هغه هم داسې مهال چې افغان طالبان له تېرو څو کلونو راهیسې د خبرو اترو یوازېنی ادرس همدا دفتر بولی، د سولې پروسه له ځنډ او خنډ سره مخ کړی.

ستونزه د دفتر په تړلو او پرانیستلو کې نه ده؛ بلکې د دواړو لورو په اذهانو او ستراتېژیکو فکرونو کې ده. د افغان حکومت دا فکر، چې د طالبانو په تړاو د کوم بل بهرنی لوری سره خبرې وکړی، له دوو کلونو راهیسې هېڅ پایله نه ده ورکړې او ښایی په راتلونکی کې به هم پایله ونه لری. د افغان طالبانو له خوا د افغان حکومت پرځای له بل لوری سره د سولې پر خبرو اترو ډېر ټینګار او تر ډېره په دا ډول خبرو اترو کې افغان حکومت منزوی کول به هم هېڅ پایله ونه لری، بلکې دا جګړه به نوره هم پېچلې، اوږده او د سولې پروسه به له نویو ننګونو سره مخ کړی. همدا لامل دی، چې ترڅو افغان حکومت او افغان طالبان پر یوه مېز نه وی سره ناست، تر ډېره ناممکنه برېښی، چې د سولې خبرې اترې دې پرمخ ولاړې شی.

پای

[۱] وګورئ په بی بی سی فارسی کې د افغانستان د پخوانی ولسمشر ویاند ایمل فیضی لیکنه:
ایمل فیضی، دیدګاه: دفتر طالبان در قطر و موضوع افغانستان، بی بی سی فارسی، د ۱۳۹۲ کال د سرطان شپږمه نېټه، پرلیکه بڼه:

http://www.bbc.com/persian/afghanistan/2013/06/130627_ab_afghanistan_us_taliban_aimal_faizi_viewpoint

[۲] د مذاکراتو په اړه د طالبانو رسمی اعلامیه په لاندې لینک کې وګورئ:

http://shahamat-english.com/english/index.php/paighamoona/28835-statement-of-islamic-emirate-of-afghanistan-regarding-negotiations

[۳] وګورئ، آزادی راډیو، له طالبانو سره تر رسمی خبرو مخکې به دفتر ورته خلاص نه شی، ۱۳۹۱ کال د جدی ۱۳مه، پرلیکه بڼه:

http://pa.azadiradio.com/a/24813820.html

[۴] ایمل فیضی، قطر کې د طالبانو دفتر څرنګه مطرح او جوړ شو، بی بی سی پښتو، په لاندې لینک کې یې ولولئ:

http://www.bbc.com/pashto/interactivity/2013/06/130626_aimal_faizi_on_qatar

Leave A Reply

Your email address will not be published.