پنجابي حرامیان / عبدالحمید صیاد

0 1,230

که څه هم پاس عنوان به د ځینو خلکو خوښ نه‌شي او دا استدلال به کوي چې په لیکنه کې باید د انسان عفت ته درناوی وشي او ناوړه صفتونه ورته و نه کارول شي، دا خبره تر يوه بریده سمه ده، خو موږ و تاسې په خپل اوسني وخت کې ډېر داسې خلک ګورو چې ظاهري بڼه يې د انسان ده، خو عملونه او کړنې يې له لېوانو، سپو او حتا له نورو په پښه تړلو شيانو هم راټېټې څه چې ان هغوی ترې په ټوله مانا ډېره بې‌ازاره او شريف مخلوق ښکاري.

لوی خدای خپلو ژوندیو مخلوقاتو ته هم ځينې ځانګړنې ورکړې، ځکه يې نو خلک په هماغو صفتونو پېژني، له ځینو ځان ساتي او له ځینو سره مینه لري. مثلاً موږکان خوراکي شیان پټوي، د پړانګ په هکله مشهوره ده چې ډېر ظالم او خونړی دی، کارغه خورا هوښیار او خر بې‌ساری کم‌عقل دی.

چې داسې ده، په انسانانو کې هم د حرامي صفت شته او هغه چا ته ويل کېږي چې پلار يې مالوم نه وي، مور يې په غلا زېږولی وي. زموږ په ټولنه کې حرامي کس ته په بده او ټيټه سترګه کتل کېږي او چې کله دا ډول انسانان ستر شي، اعمال يې هم چا ته د منلو نه وي او تل د انساني ټولنې د بدمرغي سبب شوي دي. همدا علت دی چې حمزه بابا وايي؛
نر کچر له اسپې خر نه پيدا کېږي
بې‌محله چې پیدا شي سبب ښه دی

د حرامیانو له ځینو صفتونو او ځانګړنو يو هم دا دی چې د چا په عزت، ناموس او نورو شخصي حریمونو اسره نه کوي، ښه پرې نه مالومېږي او د لوفرۍ، لوچکۍ ټول خواص يې خپل کړي وي. د دغو ټولو خبرو کره کېدنه د ګاونډي پنجاب په برخه کې سل په سلو کې صدق کوي.

دا هغه پنجابیان دي چې د بې‌ننګي، بې‌غیرتي او بې‌ایماني کیسې يې تر ننه مشهورې دي. دا هغه خلک دي چې کرمي او فتح خان په يوه اومه تار پنځوس کسه تړلي وو، خو چې مازدیګر راغلل او تار يې وکوت، تار هماغسې جوړ او هغوی رپ قدرې حرکت هم نه و کړی.

پوښتنه دا ده چې همدا پنجابیان اوس څنګه نران شول چې کلونه کلونه لګیا او د بې‌ګناه افغانانو وينې تویوي، خو له چا يې سترګه نه سوځي!؟
د دې خبرې سم ځواب دا دی چې اوسني پنجابیان هغه پخواني پنجابیان نه دي. د دوی ښځو د هغه ځای د ادارې په مصلحت له پښتنو سړیو حمل واخیست، ځکه نو دغه نوي نسل له خپلو پنجابي نیکونو سره بشپړ توپیر درلود. په حرامي پنجابي کې د پښتون وینه ننوته او منافقت خو ورته له خپلو اصلي نیکونو پاتې وو.

دغو حرامي پنجابیانو د خپل حرامیتوب ثبوت له تېرو دريو لسیزو راهیسې ښه ورکړ. په لومړي سر کې به همدغو خلکو د افغان مجاهدینو پښې او لاسونه ښکلول، پر دېوالونو يې ستر ستر شعارونه ليکلي وو چې جهاد افغانستان، دفاع پاکستان. چارواکیو او ملايانو به يې ويل چې دا مجاهدین روسان راایسار نه کړي، په يوه ورځ کې تر کراچۍ رسېږي.
خو کله چې روسان له افغانستانه ووتل، همدغو نمک‌حرامو دا هر څه هېر کړل، لومړی يې افغانستان په جهادي رهبرانو کنډواله کړ، ورپسې يې د ملي ویاړونو دوښمنان «طالبان» راوزېږول او دا دی اوس يې د داعش په نامه لښکرې دې هېواد ته رامارش کړې دي.

هغوی ملامت نه دي، ځکه حرامیان باید همداسې وي، حرامي باید نېک کار و نه کړي، حرامي يوازې خپله ګټه پېژني او دا ځکه چې حرامي يوازې د نادودو او بې‌شرمي له‌پاره پیدا شوی دی، خو افسوس د هغو خلکو په حال چې د اسلام په نامه پر دغو حرامیانو باور کوي، هغوی خپله نه له تاریخه خبر دي او نه هم دومره شعور لري چې حرامي او حلالي وپېژني.

تر دوی ډېر افسوس بیا پر هغو ببرږيرو په کار دی چې د يو څو روپو له‌پاره د حرامیانو پروژې په خپلو فتواوو پلې کوي. هغوی د پنجاب رنډۍخانو ته پورته هم نه‌شي کتلای، خو د ماشومانو او پاکو ښځو وینې د جنت د شرابو په څېر بې‌درېغه څښي.

ځکه نو تر هغې چې په دې سیمه کې د پنجاب حرامیان همداسې په واک کې وي، له هغوی د خیر تمه کول، ستره تېروتنه ده، له هغوی سره هر ډول خبره او پر هغوی باور لویه ساده‌ګي ده، ځکه حرامي خو حرامي وي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.