افغانانو راځئ، چې خپل افغان تر بهرني ښه وبولو

0 505

امین الله عادل: – 

زموږ د ټولنې یو تریخ حقیقت دا دی، چې د خپل افغان پر تله بهرني ته ډېر ارزښت ورکوو. زموږ حکومتي مامورین، ډېر حکومتي چارواکي او عام خلک ټول داسې فکر کوي، چې بهرنیان له موږ څخه ډېر پوهه، لایق، هوښيار او خبره یې د کاڼي کرښه ده او دا اوس چې کومې مرستې کېږي دا همدغه بهرني کړي، چې دوی ورسره ولاړ یا ناست دي. یا هم په دفتر کې ورسره کار کوي. حال دا چې بهرنیان یوازې او یوازې د خپلو اهدافو لپاره راغلي. خپلې شخصي او یا هم د خپل هېواد د ګټو لپاره مامور شوي دي.

په بهرنیانو له اندازې زیات باور له یوې خوا د افغانانو ترمنځ د اعتماد او ورورۍ فضا زیانمنه کړې، څومره چې یو پر بل اعتماد نه کوو همدومره یو بل ته په عملي توګه ریښتیني نه یو او له بل پلوه مو د افغانستان د یووالي، پرمختګ او ساتنې لپاره ډېر اختیار بهرنيانو ته ورکړی دی. د هغوی مشورې او وړاندیزونه مو تل با ارزښته بللي.

زموږ اکثره افغانان په دې فکر دي، چې بهرنی یانې ډېر تکړه، ماهر، پیسه دار، هوښیار او صادق. حتی عام خلک چې کله بهرنی وویني نو بس فکر کوي، چې همدا جامع الکمالات دی، پیسې یې په جیب کې نه بلکې په بوجۍ کې په شا کړې او په سخاوت سره یې وېشی. حال دا چې ډېر بهرنیان د خپل ټیټ ظرفیت له کبله په خپل هېواد کې ځان ته کار نه شي پیدا کولی نو دلته افغانستان ته یې را مخه کړه.

تېرو تجربو ته په کتو سره ټول بهرنیان هغه که مسلمانان دي او که کافران او که د ژبې او مذهب شریک ګاونډی دی او یا که هر څوک  دي یوازې او یوازې تر خپل مطلب پورې اشنایان دي او هېڅکله خپلې شخصي او د هېواد ګټې تر افغانانو او افغانستان نه جاروي. دا هم باید ووایو، چې ډېر بهرنیان افغانستان او افغانانو ته په ښه سترګه هم نه ګوري.  

د افغانستان د وران وضیعت یو ستر علت همدا دی، چې زموږ مشران تر ډېره د همدغو بهرنیانو مشورو او لارښوونو ته ګوري، هغوی بیا داسې لارښوونې او مشورې ورکوي، چې په هغو کې د افغانستان نه بلکې د هغوی مصلحت نغښتی وي.

د بېلګې په ډول: د ولسمشرۍ په وروستیو ټاکنو کې افغانانو دومره په مینې او ولولې سره په سختو شرایطو کې په ټاکنو کې ګډون وکړ، چې ډېر ورته ګوته په غاښ وو. خو کله چې خبره د ټاکنو د پایلو شوه. زموږ ځینو مشرانو په جانکیري پسې چیغې وهلې، چې هله د خدای پار دی ژر راشه. زموږ د ۱۲ ملیونه افغانانو رایو دومره ارزښت ونه درلود لکه د [یوه] جانکیري لارښوونو او هغه بیا داسې مشوره راکړه، چې د خپل هېواد ګټو یې ایجابوله.

افغانانو! موږ باید دا هرو مرو ومنو، چې پردي بهرنیان هغه که مسلمان دي او که کافر زموږ له افغان څخه نه شي ښه کېدلی. زموږ افغان که په هره ډله او ټبر پورې اړه ولري افغانستان ته ډېر ریښتینی دی. خو شرط یې دا دی، چې موږ باد یو او بل ته په همدومره ارزښت قایل شو لکه بهرنیانو ته چې قایل یو. موږ باید د بهرنی پر ځای خپل افغان ته ورور او دوست ووایو. موږ که یو او بل ته دومره درناوی ولرو لکه بهرنیانو ته یې چې لرو، افغانستان جوړ دی. تیرو څلوښتو کلونو موږ ته ډېر درسونه راکړل خو متاسفانه چې په زده کړه کې یې کمزوری یو. زموږ افغانستان به هله جوړيږي چې د بهرنیانو پر ځای افغانان یو او بل ته د ورورۍ لاس ورکړي. د بهرنیانو پر ځای په خپلو اعتماد وکړو. اوس خو متاسفانه یو افغان په بل اعتماد نه کوي او که اعتماد وکړي هغه بل یې اعتماد ته د شک په سترګه ګوري.  

زموږ د سولې پروسه همداسې ده. وسله وال طالبان د پنځلسو کلنو راهیسې وايي، چې موږ له افغانانو سره نه بلکې له امریکا سره کوو حال دا چې هغوی د خپل مصلحت له کبله د طالبانو غوښتنې ته هېڅ ارزښت نه ورکوي. حکومت هم بیا په ټوله کې د طالب پر ځای پاکستان ته اړم دی. ټول وینو چې په دې پروسه کې په بهرنیانو ټینګار کول ګټه نه لري. خو حزب اسلامي او حکومت چې نېغ په نېغه د افغانانو په توګه یو په بل اعتماد وکړ سوله هم وشوه.

افغانانو! راځئ پوهه شو، چې بهرنیان د خپلو ګټو په هدف زموږ په هېڅ شی صرفه نه کوي. هغوی زموږ په وړاندې له خپلو ګټو پرته نور هېڅ نه پیژني. که نن دوست دی سبا مو دښمن کېږي او که نن دښمن دی سبا د خپل مصلحت لپاره ځان را دوست کوي.

غوره بېلګه یې ملاضعیف صاحب دی، نوموړی په هغه پاکستان کې د طالبانو د حکومت سفیر ؤ، چې د همدې پاکستان په مرسته را منځ ته شوی ؤ او نوموړي ته په ظاهري ډول ډېر احترام او درناوی کاوه خو کله چې د پاکستان پلان بدل شو. ملا ضعیف صاحب په خپله لیکي چې نوموړي ته یې له هر ډول دیپلوماتیک اصل برخلاف وویل: “ته نور محترم نه یې، ته نور زموږ پر وړاندې حیثیت نه لرې” او بیا یې جامې هم ترې وایستې او لپ لغړ یې وداراوه.  

افغانانو! دا باید ومنو چې د بهرنیانو په مرسته د افغانستان د آزادولو او یا د اسلامي نظام د راوستو ارمان هېڅکله نه پوره کېږي او نه هم په افغانستان کې د بهرنیانو په مرسته دیموکراسي عامولی شو. نه حکومت باید په خپلو متحدینو دومره باور وکړي، چې هغوی به دلته زموږ ماشومه دیموکراسي را ځوانه کړي او نه باید طالبان په دې باور او عقیده وي، چې د بهرنیانو په مرسته به دلته اسلامي نظام راولي او بهرنیان به وشړي.

دلته به سوله، شرعي نظام، پرمختګ او ښیرازي هغه وخت راځي، چې موږ د پردي پاله ذهنیت پر ځای افغان پاله ذهنیت ولرو.

په همدې هیله  

Leave A Reply

Your email address will not be published.