له بدیو سره د مبارزې نوی مېتود / ډاکټر فرقان احمد توقير

0 520

د خلکو زور او پرېکړه يوازې د حکومتونو په نسکورولو کې نه‌شي را لنډېدای، ځکه خو اوس خلک يوازې د حکومتونو د غورځولو له‌پاره واټونو ته نه راوځي، بلکې د ټيکاو او حکومتونو د اصلاح او پايښت له‌پاره له خپل زوره کار اخلي.
په لوېديځ کې دغه تجربه خورا بريالۍ ختلې، په ختيزه اروپا کې د شلمې پېړۍ په روستيو دوو لسيزو کې د خلکو دغسې بهيرونو له جګړې، تشدد او خشونته پرته د کلونو استبدادي حکومتونو ټغر ټول کړ.

په پولنډ کې د لخ والنيسا په مشرتابه معقول زعامت د استبداد او اختناق پر ضد د سوله‌يزې مبارزې او بدلانه تيږه کېښوده. دغه بريالۍ تجربه د ختيزې اروپا په ډېری هېوادونو کې په بري سره پلې او د کمونيزم له منګولو يې له خشونته پرته د خلاصون تجربه بريالۍ کړه.

د عربو پسرلی د دې وروستيو کالو تجربه ده چې واټونو ته د خلکو په راوتلو مستبد حکومتونه له پښو وغورځېدل. که څه هم په دغو هېوادونو کې ډيکټاټور حکومتونه له منځه ولاړل، خو سياسي ثبات را منځ ته نه‌شو.

څنګه چې په زور کلي نه دي شوي، دغسې په تشدد، جګړو او کودتاوو د حکومتونو نسکورولو هم بريالۍ پايله نه ده راوتلې، د زور، جګړو او کودتاوو له لارې رژيمونه او حکومتونه اوښتي، خو ثبات، کراري او پرمختګ ته يې مخه نه ده پرانيستې، ځکه خو اوس خلک لارو او واټونو ته د حکومتونو د نسکورولو پر ځای د حکومتونو د ثبات او اصلاح له‌پاره راوځي، د حکومتونو له ملاتړه د خپلو غوښتنود منلو له‌پاره خپل زور په کار اچوي.

پخوا به ويل کېدل، حکومتونه له کليو رغېږي او په ښارونو کې نسکورېږي. په کليو کې د حکومتونو د په پښو درېدو مانا دا چې له کليو د خلکو د خوښې او ووټ په مټ حکومتونه را منځ ته کېږي او په ښارونو کې د خلکو په احتجاج او واټونو ته په راوتلو د حکومتونو د ړنګېدو پرېکړه کېږي.

له سياسي ټيکاو او پرمختګ سره يې هغسې مرسته نه ده کړې چې خلکو خپلې هيلې ورسره تړلې دي، ان چې خلک يې د تېر په ارمان هم اړ کړي دي. ايرانيانو به ويل «مرګ بر ما که ميګفتم مرګ بر شاه.»
نږدې څلوېښت کاله وړاندې په رومانيا کې خلکو په خپل ځواک او بهير د چای سيسکو مستبد کمونيسټي حکومت نسکور کړ.

خو يو په بل پسې را منځ ته شوي حکومتونه د کرپشن او فساد په غضب اخته شول، تر دې چې کرپشن د يوه کولتور په توګه د خلکو پر حقونو منګول ښخه کړه.
اوس خلک يو ځل بيا واټونو ته راووتل، خو دا ځل د لاريونونو او غونډو موخه د حکومت نسکورول نه، بلکې ولس او ادارې له کرپشنه ژغورل ښوول شوی دی.
څلوېښت کاله وروسته رومانيايي وګړي د حکومت د نسکورولو د مبارزې پر ځای د کرپشن پر ضد مبارزې ته په راوتلو، د کرپشن پر ضد له حکومت سره د ګډې مبارزې پر شعار او داعيه را ټول شول.

حکومت اړ شو چې د فساد او درغليو پر ضد مبارزه ګړندۍ کړي، ځکه چې دغسې يوه رښتينې مبارزه د حکومت د پايښت تضمين ګرځېدلی.
په دې توګه حکومت خپله بقا له کرپشن سره په صادقانه مبارزه کې ګوري، ځکه خو په دغسې مبارزه کې د خلکو پر وړاندې له هيڅ ډول زور، ټګي او چله کار نه‌شي اخيستلای.

که څه هم په پيل کې حکومت ځينې نمايشي او تشريفاتي ګامونه پورته کړل، خو د خلکو د جوک او بهير څپې يې کرارې نه‌شوای کړای.
حکومت په دې شرط له ۲۴۴ زره ډالرو لږه درغلي وبښله چې تر دې وروسته به له فساده توبه باسي، خو دغسې فرمانونه د خلکو پام‌وړ و نه ګرځېدل.
اوس ولسواک مدني حرکتونه د حکومتونو د نسکورولو پر ځای د کمزوريو او فساد پر ضد مبارزه کې د حکومتونو مټ غښتلی کوي، بلکې حکومت دغسې يوې صادقانه مبارزې ته اړباسي.

کله چې حکومتونه له فساد او درغليو سره په رښتينې مبارزه کې خپل پايښت وګوري هرو مرو به يې پر ضد په مبارزه لاس پورې کوي.
همدا له بديو او ګناوو سره رښتنې او بريمنه مبارزه ده، کله چې د بديو نوغی وخېژي، څوک ګناهګار هم نه پاتېږي.

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.