د ارواوو ټلوېزيون/ عبدالحميد صياد

0 636

د ملي عامه مانا دا ده چې يو شی يا يو کار د يوه هېواد د ټولو خلکو له‌پاره وي او هر څوک پکې خپل ځان وويني. د ملي د صفت يوه بله مانا دا هم ده چې يوه اداره، يوه ورځپاڼه او يا هم يوه ډله د خپل هېواد ملي ګټو ته ژمنه وي، د ملي مسایلو دفاع کوي، د ملي ستونزو حل په پام کې نیسي او پر هغو چارو غور او فکر کوي چې ملي ګټو ته ترې خطر وي.

ملي ادارې هر يوه په خپل ځای خپل اهمیت لري، خو په اوس وخت کې رسنۍ، په تېره بيا د ملي ټلوېزيون مسوولیت تر ټولو دروند او مهم دی.
له نېکه مرغه، زموږ هېواد د څه باندې څلوېښتو کلونو راهیسې د ملي تلوېزون په نامه يوه اداره لري، چې ګڼې څانګې يې په ولایتونو کې فعاله او په کابل کې يې هم د کارکوونکيو شمېر تر دوه زره کسه اوړي.

د دغه ټلوېزيون د ماډرن کولو له‌پاره میلیونونه ډالر دوستو هېوادونو مرسته وکړه، ډېرې مجهزې کامرې او وسایل يې پکې نصب کړل، خلکو ته يې روزنې ورکړې او په دې موخه يې د دغه ټلوېزيون کارکوونکيو ته جوړ کړ چې د هېواد له‌پاره ترې ګټه واخلي.
دا سمه ده چې په اوس وخت کې عصري ټيکنالوژي او وسایل ډېر مهم دي، خو ټيکنالوژي پرته له انسانه په يوازې ځان څه نه‌شي کولای، ځکه چې دغه وسایل د انسان فکر، نوښت او شعور ته اړتیا لري.

کمره دومره کولای شي، چې په ښه کوالټي کې درته يو انځور واخلي، خو دا بيا د انسان ګناه ده چې په همدې کامره د انسان داسې انځور واخلي چې له بيزو سره يې توپير نه وي، ځکه نو وسایل نه‌شي کولای، چې محتوا وپنځوي.

همدغه لوبه د افغانستان د ملي ټلوېزيون په ادارو کې لسیزې وشوې چې روانه ده. د يوه هېواد ملي ټلوېزيون سربېره پر دې چې د خپل هېواد اصیل کولتور وپالي، وده ورکړي، د دې تر څنګ دا مسوولیت هم لري چې د ملي ګټو، خلکو ته له هېواد سره د مینې د احساس په ورکولو او هېواد ته د شوني خطر د پیدا کېدو په مخنیوي کې هم اغېزناک رول ادا کړي.

له بده‌مرغه زموږ د هېواد ملي ټلوېزيون چې څلوېښت کاله پخوا پکې څه دود و، تر اوسه هماغه سرینده غږوي، څلور لسیزې پخوا چې به په يوه صحنه کې چا مېز پاکاوه، هغه لړۍ اوس هم پکې روانه ده. هر ویاند يا د خپرونې وړاندې کوونکی چې يې خپرونه پیلوي، لومړی داسې الفاظ پیل کړي لکه څوک چې د فاتحې يا ختم محفل پرانيزي. د خلکو څېرې پکې بله ستونزه ده، داسې څېرې يې خپرونو ته انتخاب کړې چې ډېری يې په ټوله مانا ټلوېزيوني څېرې نه دي. څېرې يې پر خپل ځای، هر يو داسې تصنعي ګړېږي لکه چا چې يې په اندامونو او خولو کې تارونه اچولي وي.

د منځپانګې له مخې خو په هماغه کلیشه‌يي توګه خاپوړې کوي، نوښت پکې د عنقا مرغه ښکاري او تر اوسه په دې نه پوهېږي چې د وخت د غوښتنو په سطحه برابرې خپرونې څنګه جوړې کړي. د ملي مسایلو په برخه کې ګونګ او په دې نه پوهېږي چې څه ډول خپرونې جوړې کړي. د ولایتونو څانګې خو يې داسې دي لکه ورانې ژرندې. په دې پورې يوه کیسه رایاده شوه.

د هجرت پر مهال يوه ورځ يو مشهور ټوکي، زموږ په يوه ملګري پسې يو چا راوست چې و په ټوکو کې يې خړ کړي. زموږ ملګري ته چې يې کس ورمعرفي کړ، ملګري مو راغلي ټوکي ته له واره وویل؛
ـ مخ دې داسې دی لکه د حضرتانو اخبار. له همدې خبرې سره ټولو ته ډېره خندا ورغله او راغلي ټوکي نور د ټوکو جرات و نه کړ. رښتیا هم په هغه وخت کې د حضرت صاحب د ورځپاڼې څېره به ډېره سپېره وه.

همدا خبره له ملي ټلوېزيون سره هم جوړېږي. په خواشيني سره د دومره کلونو په تېرېدو سره په دغه ټلوېزيون کې چا ساه پیدا نه کړه، نه يې د افغانستان د دولت استازیتوب په سمه توګه وکړ. که هېواد سره تبۍ هم شي، ملي ټلوېزيون به بیا هم خپلې زړې بابولالې غږوي، همدا علت دی چې د ډېر وخت په تېرېدو سره يې هم د خلکو په زړونو کې ځای و نه موند او کله چې يې اوس هم کله څوک ناببره څېرې ته وګوري، له واره پرې دا ګومان کوي چې دا د ژوندیو له‌پاره نه، بلکې د مړو له‌پاره ډېر موزون او مناسب دی، ځکه د هرې خپرونې، هر ویاند او د خپرونې د چلوونکي انداز يې داسې دی، لکه انسان چې د ارواګانو ښار ته پناه راوړې وي او ژوندي ترې باید وتښتي!

سرخط ورځپاڼه

Leave A Reply

Your email address will not be published.