د پوهنتون شهيد/ د مشال د مرګ کيسه/ نوربادشاه يوسفزئ

0 1,756

د ازاد خيال ليبرل پښتون مشال نه د پوهنتون يو جنوني هجوم راچاپير شو, دا هجوم د ځمکې د خدايانو لښکر دې, د محمد ص امت دې, په مينځ کې مشال خان په وينو لړلي د خداۍ د بندګانو نه د ژوند سوال کوي, خو د مشال خان جرم ډېر سخت او د نه بخښلو جرم دې هغه دا چې مشال د پښتون قام د ترقۍ او خوشالۍ خبره کړې, مشال خان پښتون قام د نړيوالو سره د سيالۍخبره کړې ده,

مذهبي افراطيانو وحشيانو ته نن د خدای د خوشالولو يوه بې ساري موقع په لاس ورغلې او دا موقع د ثوابونو ګټلو ده, جنتونه او اجرونو ګټلو موقع ده, وحشيان بايد چې نن
د مشال خان په وينه ثوابونه او اجرونه وګټي نو ځکه د تيګو, لوړو, راډونو شيشو په باران کې د مشال خان چغې او سورې نه اوريدل کيږي, په مشال خان د وهلو تالان جوړ دی,

مشال خان په ځمکه پريوته او د پاسه پرې د امتيانو لښکر په سر ټوپونه وهي, مشال خان روسته سلګۍ وهي, خو ورسره نور هم د امتيانو لښکر جنوني کيږي, او د لښکر وينه نوره هم د خدای د خوشالولو لپاره په رګونو کې ګرميږي, نو ځکه مشال خان مخکې لدې چې ساه ورکړي, بايد نور دړ او وحشت هم وګوري ځکه چې درد د خدای د خوشالولو حکم دی.

همدا چې مشال خان له پښو راکاږل کړې شو او د مشال بسمل وجود د خدای په نوم قربان کړې شو مشال خان بايد هم دغه شان وژل شوې وای ځکه چې هغه د عاصب پنجابي پرضد غږ پورته کړې وو, ځکه چې هغه د مذهبي افراطيت او ترهګرۍ پرضد غږ پورته کړې وو, ځکه چې هغه د وطن بچي ته ښه ژوند غوښتلو نو ځکه مړ هم شو او پړ هم!

محصل شهيد شو فارغ نه شو
مور يې په چغو چغو ټول کړل کتابونه

نوربادشاه يوسفزئ

Leave A Reply

Your email address will not be published.