د مزدور د ورځې په پلمه/ ببرک دروېش

0 389

سهار وختي له خوبه پاڅيد، د کار سامان یې راوخیست او د هغه چوک پر لور یې اوږده اوږده ګامونه واخیستل چې مزدوران به د کار د پیدا کولو لپاره ورتلل.
دده په څېر ډېر مزدوران نور هم راغلي وو، خو نن د ګوتو په شمار کسان کار ته لاړل.
هر یو خفه او پریشان ناست وو، په ځېنو خو ان د لارې د تګ راتګ کرایه هم راغلې وه.
ناڅاپه یو موټر راښکاره شو مخامخ د مزدورانو پر لور راغی، ودرید او دروازې یې خلاصې شوې.
یو د تورې درېشې لوکس د پاخه عمر کس ترې را ښکته شو، مزدورانو یو په بل پسې ور منډې کړې، ساتونکي رامخکې شول مزدورانو ته یې د صف جوړولو وویل.
مزدورانو په دې ګمان چې ګنې کسان خوښوي ټول لیکه شول.
یو ساتونکي د موټر ډاله خلاصه کړه، د تازه ګلانو غنچې یې ترې راښکته او په مزدورانو یې وویشلې.
دا د مزدورانو د نړیوالې ورځې په ویاړ سوغاتونه وو چې خوارېکښو ته ورکړل شول، دوی لا د کور پر لور نه و روان شوي چې لمر ترې ګلان مړاوي کړل.
هو، نن د هغوی نړیواله ورځ وه ، کور ته ستانه شول خو یواځې د ګلانو له یوې مړاوې غنچې سره.
کاریګران د ټولنې هغه طبقه ده چې ترټولو زیات زحمت باسي خو تر ټولو بې وزله دي ، هو دوی د شاتو مچیو په څیر دي چې زرګونه متره د یو ګل د شېرې لپاره وهي خو چې شات تیار شي، خواږه یې نور وڅکي.

Leave A Reply