حکمتيار له غره راکوزېږي!/ نورالله غازي يار

0 1,019

غر ډېر لوړ دی؛ خو بيا هم پر سر لار لري. همدا لوړ غر د سمې وړو بوټو او ګلونو ته اوبه ورکوي.

له کوره تر ګوره د انسان ملګری دی، يانې هم کور جوړولو ته لرګي او. . . ورکوي اوهم قبر ته تختې او تابوت. . .

غره کې د مرغانو سندرې، مينه او يووالی. د رڼو ابشارونو مستانه شور، د ډول ډول ژويو يووالی، د زورورو پاچاهي، د کمزورو چلونه او بې وسي. . .

له تورو کاڼو نه راوتونکې رڼې اوبه، د خدای له وېرې رارغړيدونکې لويې ډبرې . . .

غر له ګڼو اسرارو او حکمتونو ډک دی، پيغمبران له غرو راکوز شوي، د انسانانو د ښېګڼو لپاره يې پر ځان سختۍ ګاللي، په غره کې يې له خدای سره راز و نياز کړی، خدای ورته کتاب په غره کې ورکړی، تر څو خپل ولس ته ښېګڼه ورورسوي، د لوی خدای د کلام غږ پورته کړي، د سامري خوسی پر خپل ځای ډبره وګرځوي. . . .

بودا لار ورکی غره ته وخوت؛ خو بېرته له حکمت او رڼا سره راکوز شو . . .

اوس نو حکمتيار صيب هم له پنډو کتابونو سره له غره راښکته کېږي، خدای دې وکړي، چې د غره څخه يې ډېر څه اخيستي وي، خپلې ټولنې اونړۍ ته نور د ټوپک د نښې له سوري څخه ونه ګوري، نور دا د حکمت يار له حکمت څخه کار واخلي، تر څو په خپله ټولنه کې د حکمت رڼا خپره کړي.

Leave A Reply