ايا په افغانانو قانون يو شان پلی کيږي ؟/محمداقا کوچی

0 709

افغانان قابو څلور لسيزي کيږي په نيابتې جګړه کې ښکيل شوي او په ترځ کې يي هر څه له لاسه ورکړي . اوس افغاني ټولنه د بډايي او ناداره په قشرونو داسې ويشل شوي چې د منځنې قشر د شته والي په کې درک نه لګيږي . د هري ورځې په تيريدو بډايي قشر پړسيږي او د نادارو د کاروان شمير په زياتيدو دی . بهرنۍ لاسوهنه ، جګړه ، مخدره  توکې او فساد د هېوادوالو په ستونې اساسي فشار اچوي . له دې کبله قانون يو شان نه پلی کيږي ، بډايان مزي کوي او غريبان د زړه وينې خوري .

ما د اسلام د سپيڅلې دين د فضيلتونو او مزاياؤ اړوند ډيري خبري اوريدلې وي او داسې مې فکر کاوه ، هغوي چې د اسلام د پاک دين په نيت راپورته شوي وه او اسلامې دولت جو ړول يي موخه وه ، د بريا په صورت کې ښايي په نادارو او نيستمنو زيات ترحم وکړي ! خو د افغانستان د اسلامي جمهوريت په چوکاټ کې وينم ، هغوي چې اسلام يي د سياسي موخې په توګه کاراوه ، اوس هغه قشر ښه کورونه ، زياته شتمنې ، په دولت کې غوښنه برخه او د ځانونو د ساتلو له پاره هر ډول وسايل لري . اسلام تجملي ژوند نه توصيه کوي ، خو زموږ په موجود نظام کې اسلامپالي زيات تجمل پسنده او ان د زياتو شتو د لاسته راوړلو له پاره هر ډول جنايت کولو ته ملا تړي . ځکه د ځمکو او مالونو غصب زيات شوی ، غلا چور او انسان تښتونو لوړ ريکارډ جوړ کړی ، د زياتو ودونو په تيره بيا تنکيو نجونو ودول کلتور ګرځيدلی ، ژبپالنې ـ سمت پالنې ـ مذهب پالنې او قوم پالنې زور لګولی ، د بهرنيانو او د هغوي د سفارتونو او موسسو سره ناوړه اړيکې جوړول موډ جوړ شوی . څوک چې په پورته ذکر شوي ناوړتياؤ کې ګډون نه لري ، هغوي د ډيرو لمړنيو حقونو څخه محروم پاتې شوي . سوال دلته دی ، هغوي چې په خپلو څرګندونو کې په غريبانو د ترحم کولو حکم د خداي او پيغمبر لار بولې ! بيا ولي په پراتيک کې له دغې سپيڅلې لاري په واټنونو تيښته کوي ؟ دا هغه پوښتنه ده چې د افغانستان اسلامي جمهوريت او د هغه مذهبې مشران او چارواکې ورسره مخامخ دي . کله چې د طالبانو تحريک نوی راوټوکېدو ، هغوي هم ځانونه ملي خلک او په تقوا کې ملنګان بلل . هغوي به ويل چې کله يي شر او فساد ته د پاي ټکی کيښود ، بيا به کار اهل کار ته سپاري ! ډير ژر مالومه شوه چې طالبانو د اسلام د سپيڅلي دين د ارزښتونو په پلي کولو کې دومره افراط وکړ چې له يوي خوا يي ، ياد ارزښتونه سپک کړل او له بلې خوا يي د افغانستان د خلکو هغه غرور ته په بې عزتۍ وکتل چې د يو جوهر په توګه په سيمه کې افغانان په هغې پيژندل کيدل . ډير عزتمند افغانان د امر باالمعروف و نهي عن المنکر د پلي کوونکو له خوا د لباس اغوستلو ، ږيري پريښودلو  ، لمانځه ته تللو په بهانه ورټل شول .

د کار اهل کار ته د سپارولو پر ځاي ، په پاي کې طالبان د بې ۵۲ الوتکو په زور له واک څخه ليري کړلی شول . اوس يو ځلې بيا ګلبدين حکمتيار د يوي ملي او ولسي اجنډا په وړاندي کولو سره ، ډګر ته راوتلی دی ! زه خوشاليږم چې هر څوک له جګړي لاس واخلې او د افغان حکومت سره د همکارۍ کولو په نيت اواز اوچت کړي . خو د تيرو تجربو څخه په الهام داسې وسوسه راته پيدا شي چې ايا په ويناګانو کې مطرح ټولو هغو ټکو ته به حکمتيار وفادار پاتې شي ، چې له لغمان څخه نيولي بيا تر اوسه ياد شوي  ؟ زما له نظره که پخوانې چپيان وه او يا اوسنې مجاهيدين ، بايد په ياد ولري چې د افغانستان خلک نور په هغو ايديولوژيکو چلندونو باور نه شي کولی چې د هغې له وجې ولس په اوسنۍ قابو نه کېدونکې غميزه کې پروت دی ! زه هغه ټکې چې سوله پري راتللی شي ، د افغانانو يووالی پرې ټينګيدلی شي ، يو مظبوط نظام پرې جوړيدلی شي او نور تاييدوم . خو که دا ټول مطرح شوي ټکې د هغو پاليسيو مخې ته پرده وي ، چې بيا ورڅخه ايديولوژيک بوي راشي او خلک د سياست کوونکو په نيت لا زيات انديښمن شي ، ستره تيروتنه او نه بښونکی عمل به وګڼل شي . زما په نظر دمګړۍ زياتو افغاني ګوندونو چې په تير کې يي زيات افراطې چلندونه کړي ، د ولس په نزد د هغه باور کچه نه لري چې په سياست کې ورته اړتيا ده . له دې امله د داسې چلندونو په ترځ کې قانون د کاغذ پر مخ پاتې کيږي او د هغې د عملي اجرا امکانات له منځه ځې . په روانه جګړه کې هم هغه مشرانو ته چې د دوي په لارښوونه قومانده پلې شوي او خلک وژل شوي ، چا تر اوسه د قانون پر بنسټ جزا نه ده ورکړل شوي ، بلکه سزا هغوي ليدلي چا چې قومانده يي پلي کړي ده . دا ځانګړتيا يوازي زموږ په هېواد کې نه ده ، بلکه د نړۍ په يو شمير ډيرو هېوادونو کې دا کار شوی چيري چې لوي او اوږدي جګړي پيښې شوي .  دلته يوازي سياست وال ملامت نه دي ، د هغوي تر څنګ خلک هم دنده لري ، هغوي چې د سياست په ډګر کې يو ناکام ازمون مومې ، بايد د هغوي له څنګه خلک ډډه وکړي . همدارنګه هغوي چې د خپلو اعمالو په وسيله له خلکو قانون غلا کوي او خلک د هر اړخيز محروميت او نيستۍ کندي ته ټيل وهې ، بايد د خلکو له خوا د هغوي له ملاتړه بې برخې شي . دلته د هغو وطنپالونکو ګوندونو او مدنې بيلا بيلو ټولنو او د هغوي د مشرتابه او غړو دندي لا نوري درنې او مشخصي کيږي . ګوندونه او مدنې ټولني بايد د خلکو په سياسي ، فرهنګي او ټولنيز تنوير کې برخه واخلي او هغوي د خپلو حقوقو د خوندي ساتلو په اهميت او ميکانيزم بلد کاندي چې په دې برخه کې ورته اړتيا ده . که خلک پوه کړل شي ، بيا نه غوليږي . نو ځکه د وطنپالونکو ګوندونو او مدنې ټولنو دندي پيچلي او هر اړخيزي کيږي . قانون تر هغې نه شي پلی کيدلی ، تر څو ولس د هغې په ګټه او اهميت پوه نه شي . زموږ د ټولني د بډايانو او نيستمنو تر منځ د زيات واټن شتون له حقوقو او قانون څخه د ولس د ناخبرتيا د عنصر بربنډ موجوديت په ګوته کيږي . په ناخبرتيا کې بډايان او چارواکې يو ځاي له خلکو قانون غلا کوي او په دې توګه عادي خلک د ناپوهۍ په شرايطو کې په هغه شعارونو او ايديولوژيکو چلندونو ژر باور کوي چې په عمل کې يي د پلي کېدو چانس لږ ، خو په ظاهره کې د لنډي چاري په توګه غولونکې بريښې .

ليکنه ادامه لري.

Leave A Reply