په تېرو کړنو له بښنې پرته پښېمانه/ امېد کمالزی سهاک

0 488

 د ډاکټر نجیب ارمان په مرګ او له ورانیو ډک پوره شو، د نن ورځې په څېر افغانستان په نوییمو کلونو کې له دې ډېر سولې او روغې، جوړې ته اړتیا لرله او د سولې لپاره ډېر ورونه ودرزول شول، خو پایله یې د ډاکټر نجیب په مرګ هم پای ته ونه رسېد، بلګې په نجیب د پاسه زرګونه وګړي مړه، بې ګوره او معیوبه شول، ان د مسعود، رباني… او  دې ورته نورو کسانو په څېر یو په بل پسې  د واک تږي د مرګ په سیند خړوبه شول.

همدارنګه پخواني ولسمشر کرزي هم د سولې او روغې، جوړې لپاره ډېرې بې پایلې هڅې وکړې، چې پرته له کومې لاس ته راوړنې په میلونونه ډالر د سولې په نامه ولګېدلې، چې بلاخره غني وتوانېد چې، ددې بهیر لپاره یو لاروی حکمتیار را پیدا کړي.

په ولسمشرۍ ماڼۍ کې د مراسمو په پیل کې حکمتیار نه نیولې تر، خلیلي، عبدالله، او د هرې دلې مشر په خپلو خبرو کې تېره او اوسنيۍ جګاړه پردۍ وګڼله، خو له بده مرغه  پښیماني یې په څرګند ډول ونه ښودله، خو د هریوه په خبرو کې پښیمانه له لرې نه ښکارېده، خو که حکمتیار دغه سوله د ارواښاد ډاکټر نجیب په وخت کې کړی وای؟  نه به دومره تباهي راتله او نه به ډاکټر نجیب وژل کېده، نه به کابل له خاورو سره خاورې کېده، هغه مهال یو روسی وه، اوس خو د نړۍ ټول کفر شتون لري او بله ستره خبره خو داده چې د کرزي د حکومت له پیله حکمتیار په جګړه بوخت وه، ان تر دې چې داعش یې هم بیعت ونه منله.

 اوس بنسټیزه پوښتنه داده، چې حکمتیار ولې له جګړې لاس په سره شو؟ ایا د کفر په وړاندې جهاد ختم شو او که یې نور څه امتیازیات ورته منلي او یا مونږ د امریکې د خاورې یوه برخه شولو؟ چې ځوابونه به وخت ورکړي.

بله لویه پوښتنه داده، چې ولې ځینو لویو او مخکښو څېرو د ارګ په غونډه کې ګډون نه وه کړي؟

چې د هغو له ډلې څخه یو یې اسمعیل خان، پوهاند انوراحق احدي، دوستم، امرالله صالح، صلاح الدین رباني، احمد ضیا  او عطا محمد نور سربېره د خلق او پرچم ډلې څخه یو هم شتون نه درلود.

د حکمتیار په راتګ سره به افغانستان کې څه مهم بدلون راشي؟ چې  ددې پوښتنې د ځواب لپاره هر افغان په انتظار ده، خو زما په اند تر ټولو ښه ځواب یې داده:

 د حکمتیار له راتګ سره سم جګړه نوره هم تودېږي او د درزو غرب ډګر به ښه تود وي او شمال نظار شورا بدماشي به یو څه پای ته ورسېږي، ځکه چې، حکمتیار په خپله لومړيۍ وینا کې وویل:

 چې تېر تاریخ ته شا کړئ، هر څه هېر کړئ او بله مهمه خبره، چې د زور حکومت نه منم او د صدارتي نظام سخت مخالف یم، بله چې د حکومت ړنګېدل هم نه غواړم خو د یووالي حکومت هم د جان ګېري یو نوښت ده.

 داسې څرګندونې ډېرې پوښتنې له ځان سره لرې او د تېرو کړنو پړه یې هم په غاړه وانخیسته او ګاوڼدیانو ته یې ښکاره غوڅ دریځ درلود، چې د افغانستان په کورنیو چارو کې دې مداخله نه کوي، همدارنګه د سیاف له خبرو داسې څرګندې ده، چې د دوی داخلي ستونزې نن حوارې شوې دوی د پردیو په لمسون د پردیو د ګټې لپاره په خپل منځ کې جنګېدل او بلاخره سره یو شول، ددې غونډې په لیدو سره ما د یو پرمخ تللي افغانستان خوب ولید ځکه چې پخوانی ولسمشر کرزی او غني ور سره نور ټول مشران په یوه خوله سره خبرې کولې، تر ددې دمخه د افغانستان په تاریخ کې داسې غونډې نه وې شوې، خو د هر چا له زړه خدای خبر وه، چې څومره وېره او ډار یې احساساوه او د کینې اور یې په زړه بل وه، د خپلمنځي جګړې پر مهال هم حکمتیار له یو ډول دریځ څخه برخمن وه، چې هر یوه د وېرې او ډار په حالت کې ورسره چلند کاوه، خو اوس نه، ځکه ډېر ژر له خپل دریځ څخه لاس په سر شو، خو بله پوښتنه داده، چې حکمتیار به هغو حزبیانو ته څه ځواب ورکوي؟ کومو چې، جهاد په نامه ددې حکومت،  د نجیب حکومت، طالېبانو سره او خپلمنځي جګړو کې یې کورنۍ وژل شوي او یا هم څو کاله په اړتونونو(زندان) کې ساتل شوي دي؟

خو په حکمتیار د د ملګرو ملتونو او ترکیې هېواد له خوانه لرې شوی بندیزونه او افغانستان ته یې بیا ځلې راتګ د افغانستان لپاره یو نوی پړاو او او یو نوی پیل ده، چې د هرڅه لپاره باید انظار وکړو، چې لوبه څنګه پیل شوه او په کوم لوري روانه ده.

Leave A Reply

Your email address will not be published.