د ثور اتمه، هغه ارمان چې پوره نه شو! / احسان الله ارینزی

0 569

د ناوخته خپراوی له امله ما وبښۍ !

د ثور اتمه، هغه ارمان چې پوره نه شو! 

د ثور اتمه په افغانستان كې د مجاهدينو د بري ورځ ډېره پيكه ولمانځل شوه. پنځه ویشت كاله مخكې په همدې ورځ بريالي؛ خو بى پلانه وسله وال ځوانان، له شمال او جنوب څخه كابل ته ننوتل او د وطن ګوند په مشری ډاكټر نجيب الله دولت ته يې د پاى ټكى كېښود.
د ډاكټر نجيب الله د دولت شوروي ملګري پوځيان درى كاله مخكې له افغانستان څخه وتلي او دولت له ځانه خپلواكه دفاع كړې وه.
كابل ته د مجاهدينو له راتګ سره د افغانستان د خلكو ډېرې هيلې تړلې وې. خلكو چې په ښارونو او كليوالو سيمو كې د څوارلس كلن جهاد دروند بار په غاړه وړى و، تمه درلوده چې خپلې هيلې پوره وويني او په هېواد كې د قانوني دولت د لرلو، ملي حاكميت، سياسي خپلواكۍ، زمكنۍ بشپړتيا، اسلامي عدالت، ورورولي، بيا ودانۍ، پرمختګ او له نفس سره ستر جهاد ته دوام وركړي، خپل هېواد د نړۍ له نورو هېوادونو سره سيال وويني او د ارام سا وباسي؛ خو په ډېرخواشينۍ سره هغه ستر ولس چې خپل يو نيم مليون ښځې او نارينه يې په جګړه كې له لاسه وركړي وو، په لسګونه معيوب او معلول وو، په مليونونو مهاجر شوي او هېواد يې په يوه كنډواله بدل شوى و، د سياسي زعامت د كمزورتيا، ځان غوښتنې او د پرديو پټو كړيو د لاسوهني له امله، له داسې ګډوډيو، انارشيزم، كورنيو جګړو او ورانيو سره مخامخ شو چې سارې يې د هېواد په اوږده تاريخ كې نه و ليدل شوې.
دې خونړيو پېښو د ثور اتمه د خلكو په اذهانو كې تته كړه او داسې وانګيرل شوه چې دا ورځ د افغانستان د خلكو د بري ورځ نه؛ بلكه د هغه سياسي _ جهادي مشرانو د بري ورځ ده چې د خلكو د بچيانو د وينو په بيه واك ته ورسېدل؛ خو د خلكو د پراخه پرګنو ارمانونو ته يې شا كړه او د ځان غوښتنې او ځاني ګټو په درياب لاهو شول!
اوس چې موږ پنځه ویشت كاله مخكې د ثور اتمې ته ګورو، وينو چې د افغانستان خلكو هغه فكر ته ماتې وركړه چې د دوې له ديني آرونو، ملي معتقداتو، قومي _ قبيلوي جوړښت او رواياتو سره په تكړ كې و او د هغه ستر نړيوال ځواك نړېدلو ته يې لاره اواره كړه چې د خپلو افغاني ملګرو د اوښتون (انقلاب) د ساتنې يا د خپلو سترو موخو د عملي كېدلو له پاره يې، افغانستان ته په لسګونو زره پوځيان استولي وو؛ خو له بده مرغه چې مجاهدین هم د جګړې له ډګره بريالي ستانه نه شول، د نويو فتنو په غوبل كې دل شول او ټولې هغه برياوې يې له لاسه وركړې چې كېداى شواى دې ستر ولس ته يې د خپلواكۍ او نيكمرغۍ زیری راوړی واى!
د ټولنپوهنې استادان وايي چې ستر بدلون څلور بنسټيزې ستنې لري: اوښتون د څه له پاره؟ اوښتون بايد څنګه راشي؟ د اوښتون مشرتوب بايد د چا په لاس كې وي؟ او له اوښتون څخه وروسته بايد كوم كارونه وشي؟
د افغانستان د ثور د اتمې اوښتون يا بدلون يا واك لېږد، د افغانستان خلكو ته دا موقع ورنكړه چې دې پوښتنو ته ځواب ومومي، له همدې امله دې ورځې د خلكو په زړونو كې ځاى و نه موند او د بري ضمانت يې له همغه پيله پيكه ښكاريده.
د ثور له اتمې څخه وروسته افغانستان له نويو بدمرغيو سره مخامخ شو؛ ځكه چې نوى واكمنۍ واحد نظر نه درلود، نړۍ افغانستان ته شا اړولي او ګاونډيانو ته يې سترګه وهلې وه چې اوس په دې خړو اوبو كې كبان ونيسئ!
د ګاونډيانو پټو او ښكاره لاسوهنو افغانستان له داسې خونړۍ كورنۍ جګړې سره مخامخ كړ چې وچ او لانده يې يو ځاى وسيزل او د افغانستان ډېره پاته مادي، معنوي او انساني شتمنۍ يې پوپناه كړه.
افغانستان اوس هم له بده مرغه په هغه اور كې سوځي چې په يو حساب نه دېرش كاله مخكې بل شوى و او هغه د افغانستان د خلكو د دموكراتيك ګوند پوځي كودتا وه. په بل حساب دا اور له هغه وخته لمبې وهي چې د ثور په اتمه نوي جنګيالي ښارونو ته ننوتل او په هېواد كې يې د كورنۍ جګړې بنسټ كېښود.
سږ كال د ثور اتمه د پخوانيو كلونو په شان ډېره بې خونده ولمانځل شوه. د افغانستان دولت د امنيتي ستونزو له امله دې ورځې ته ډېر تيارى نه درلود او خلك هم داسې ښكاري چې دا يوه سپيڅلي ورځ نه بولي او ځان يې لمانځي او درناوي ته ملزم نه ګڼي.
ټولنپوهان ليكي چې ورځې په خپل ذات كې كومه سپيڅلتيا نه لري؛ خو كه د دې ورځې پايلې د يوه ولس له پاره سترې لاس ته راوړنې ولري، بيا يې درناوى کېږي او ستره يې بولي.
په افغانستان كې د ثور اتمه اوس د خلكو په زړونو كې ځاى نه لري، دوى دا ورځ د هغه سترو ارمانونو د رژېدو ورځ بولي چې د مليونونو سرونو په بيه پوره نه شول. اوس ډېر خلک او د همغه پخوانیو مجاهدینو کونډې او یتیمان وږي او نهر ګرځي؟ خو يو شمېر ښاغلي د همدې ورځې له بركته د واك ګدۍ ته ورسېدل او د نړۍ په ملیونرانو او بلیونرانو واوښتل!

Leave A Reply

Your email address will not be published.