سوله- اصف بارز/ استرالیا

0 573

نژدې پنځه لس کاله کېږي، چې د اسلامي حزب امر ګلب الدين حکمتيار د افغان دولت په وړاندې خپله وسله واله مبارزه وکړه، د حکمتيار په خبره تر هغو به خپل جهاد ته دوام ورکوي، تر څو چې بهرني ځواکونه له افغانستان  څخه وتلي نه وي.

پخواني ولسمشر حامد کرزي به هر وخت د سولې   په اړتيا غږېده، موږ داسې فهموله، چې ګواکې  پخوانی ولسمشر حامد کرزي يواځينۍ هيله سوله او د افغانستان ودانول دي، که څه هم کرزي ډېر مجبوريتونه هم لرل، تر څو له شمالي ټلوالې سره ډيل وکړي  او په هغوی د حکومت کولو سياست ته ترجيح وکړي، همدا لامل و، چې دکرزي په واکمنۍ کې د سولې ونه شنډه پاتې شوه.

پروفیسور استاد برهان الدين رباني  يې د سولې  او بيا پخلاينې مشر وټاکه، تر څو حکومت کې د ټولو جنګسالارانو ونډه مالومه وي، کرزي هم څو ځله د سولې ناکامې هڅې وکړې، خو په خواشينۍ سره چې هټيوالو ځانونه طالب قوماندانان معرفي کړي وو، هغوی خپلې پیسې او  امتيازات واخيستل نور په خپله مخه ولاړل.

د سولې او پخلاينې ولايتي مراکزو هم جعلي طالبان او د اسلامي حزب پورې تړلي جمعيتيان  دسولې په شپول پنډ شول او پرېمانه دولتي امکانات يې تر لاسه کړل.

د سولې پروسه کې د ښاغلي رباني هڅې هم د يادولو ځکه نه دي، چې نوموړي د سولې په اړه هيڅ کومه هڅه کړې نه ده.
کله چې  محمد اشرف غني د ټاکنيزو منډو ترړو په تړاو خپله سيالي کوله، نو په لوېدلي  غږ به يې ويل ملت سوله غواړي، موږ ته د ولسمشر محمد اشرف غني دې خبرې ته ځکه حېرانېدلو، چې حامد کرزی په ټوله واکمنۍ کې  په سولې برلاسی نه شو، نو جمهور ریس محمد اشرف غني به څنګه د افغانانو ددغه رژېدلي هيلې ته سپرلی شي؟

خو کله چې ولسمشر محمد اشرف غني ارګ ته لاره وموندله، نو يې د سولې او پخلاينې لپاره بنسټيزې هڅې پيل کړې، د سولې ریاست لپاره يو داسې څوک په کار و، چې په داخلي جنګونو کې يې برخه نه درلوده او په ډيموکراتيک نظام باور لري، نو  يې د همدې پوسټ لپاره خدای بښلی پير سيد احمد ګيلاني  وټاکه.

خدای بښلي پير صاحب له ګلب الدين حکمتيار سره خبرې مخ ته يووړې او د سولې هيلې لا ډېرېدې، چې يو ناڅاپي بیا د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ شوې  او رسنيو داسې ګنګوسې خپرې کړې، چې ګواکې د سولې خبرې ناکامۍ سره مخ شوې.

اروښاد پير سيد احمد ددغه شايعاتو په مقابل کې رسنيو ته وويل چې که د سولې خبرې ناکامې شوې، زه استعفا کوم او له هيواد څخه کډه کېږم.

د حزب اسلامي او  افغانستان دولت تر منځ تړون له لاسليک څخه  وروسته هم د حکمتيار درک ونه لګېد، بالاخره ګلب الدين حکمتيار په لغمان ولايت کې راڅرګند شو  او جوپې جوپې خلک يې د ليدو په موخه لغمان ولايت سفرونه وکړل، په ننګرهار کې هم  خپلو پلويانو ته  خبرې وکړې او له هغه وروسته  يې د کابل په غازي سټوډيوم کې زرګونو پلويانو ته خپله هر اړخيزه وينا واوروله، په همدې مازيګر يوې ډلې چې شمېر يې لسګونو تنو ته  رسېدو، د ګلب الدين حکمتيار د کور مخې ته په اعتراض لاس پورې کړ او هغه جنګ سالار ياد  کړ او د ملکي وګړو او  فوځي سرتېرو په شهادت يې تورن کړ.

موږ هم تلويزیون ته هېښ، هېښ کتل، لکه يو ګلب الدين حکمتيار چې يواځې په داخلي جنګونو کې برخه اخيستې وي، لکه په هيواد کې چې څوک د جنګ سالار له نوم سره اشنا نه وي، لکه په ټول دولت کې چې قانون او دسپلين رایج وي، داسې ښکارېده لکه تر دې وړاندې چې کوم چا  هيڅوک وژلي نه وي.

د دغه ټولو پرمختګونو سره، سره په ګلب الدين نيوکه دا کېږي، چې د نظام په وړاندې يې وسله اخيستې وه او د سولې په وړاندې يې جګړې ته لومړيتوب ورکړل، که څه حکمتيار ته د همدې استدلال په مټ د پړې ګوته نيول کېږي، خو تر ډېره د ولسمشر کرزي په حکومت نيوکه ښايي سمه را وخېژي، هغه مهال د سولې اراده موجوده نه وه، د ملي امنيت شورا په راس کې سپنتا قرار درلود، چې د سولې په وړاندې يې د موانعو ايښودلو هڅه کوله، رباني هم په خپل واک وېرېده، چې زما مړۍ راسره نيمه کېږي، نو ځکه يې د سولې په وړاندې موانع ايښودلې، ترڅو چې اوس دولت له حکمتيار سره   سوله وکړه.

همدې سولې تر بل هرچا پخواني جنګ سالاران زيات وارخطا کړي دي، ځکه چې د حکمتيار ولسي نفوذ او وړتيآ ته په کتو سره  د جنګسالارانو په منځ کې وارخطايي خپره کړې ده او  سوله د خپل ځان په وړاندې د خطر زنګ بولې

Leave A Reply