د ټوپک او د قلم پر ځای چلول!/ ډاکټر صلاح الدین سعیدي

0 962

د ټوپک او د قلم پر ځای چلول! د خېر سولې ته فرصت ورکړئ! د تاریخ په اوږدوکې انساني مبارزې هغه وخت مثبتې پایلې لرلي چې د ټوپک او قلم د چلولو درست او په موقع کارلو وخت پيژندل شوای او په ځانګړې توګه مشرانو او رهبرانو ددې تصمیم او ارزونې ابتکار د عمل د لازم سیاسي او اخلاق جرئت سره لاس کې اخیستی. د تشدد فلسفه بې له عدمې تشدده درستې او ښې پایلې نه لري. په يوه آواز او بلا شرط په عدم تشدد تأکید کول مثلاً د پښتنو او بلوڅو د اسارت یوعامل او لامل کېدای شي او دی. نو که کوم سیاسي ګوند او ‌‌‌‌‌‌ډلې په مناسب وخت کې وویلې پرون د جنګ او مسلحانه جهاد وخت وه او نن د خېر د سولې او ابادی او عدم تشدد جهاد ورځ او وخت دی او بیا دا نور ورته خن‌‌‌‌‌‌ډ او مانع شي دا د سولې، وطن او زمونږ حالت کې په دې توګه د اسلام او درستې د خېر لارې سره جفا او ناروا وکړي نو دا کار دنیوي او اخروي مواخذه لري. ملت به یې وترټي. سولې او ملت ته د اصلي تصمیم نیونکي کېدو فرصت ورکول اسلامي او انساني وجیبه ده. سولې ته فرصت ورکول ستر جهاد او رسالت دی. هو سولې ته فرصت ورکړئ او په یاد ولرئ چې ژوندو كې دایمي قهرمان او اتل نه شته. هرکوږ قدم او زمونږ د نقد او بدوینې فرصت لاشته. دا انتخاب د عقل او پوهې انتخاب دی. هغه وایي د مسجد امام دې د ملت په رایه راشي او د مسلمان ملت انتخاب مالوم دی او زه ووایم نه ته بد یې. او د ای اس ای په لومو ګې ښکیل ښه یې. داسې نباید وکړو او سولې ته فرصت ورکړئ! دا وجیبه هم انساني او هم اسلاميده! بل انتخاب بد انتخاب دی!

و ما علينا الا البلاغ المبين ١٢/٠٥/٢٠١٧

Leave A Reply