حی علی الحساب/ مجید قرار

0 1,959

د طلوع د سعد محسني انګلیسي مقاله مې لوسته چې په پولیټیکو میګزین نومې امریکایي رسنۍ کې خپره شوې ده، حسب معمول یې د افغانستان د بحران ټوله پړه پر پښتانه ور اړولې چې ګواکې واک یې انحصار کړی او نورو قومونو ته یې برخه نه ده ورکړې. له نړیوالې ټولنې یې غوښتنه کړې ده چې دغه حالت پای ته ورسوي. دا یواځېنۍ او یوه مقاله یا رسنیزه څرګندونه نه ده. دا د یوې خاصې حلقې اوږدمهالی پلان دی چې یوه یوه کړۍ یې تعقیبېږي او هدف یې په لوی لاس د افغانستان بحران قومي کول او د قومونو په نامه سوداګري ده.

د دې پلان فکري اړخ د رنګین دادفر سپنتا شاګردان، د مخدوم رهین مریدان، او د اخواني، پرچمي، ستمي مثلث قلم په لاس لوبغاړي دي، چې د اوسني حکومت د دواړو ټیمونو ځوانې څېرې یې ملاتړې دي، رسنیز کانالونه یې د طلوع په شمول لنډه غریزې رسنۍ ورته برابروي، له بهرنۍ نړۍ سره یې اړیکې او ارتباطات د بهرنیو چارو وزارت لنډه غر لړلي ادارې ورته سمبالوي، او مسلح او د کوڅې او بازار کار یې جهادي لنډه غر ورته کوي.

څه موده وړاندې د بهرنیو چارو وزیر واشنګټن ته راغلی و، په مهمو مجلسونو کې یې همدغه ډنډوره یې غږوله چې افغانستان د پښتنو لخوا د واک انحصار خراب کړی. تر هغه وړاندې د بهرنیو چارو وزارت معین نصیر اندېشه واشنګټن ته راغی، په دوهمه ورځ یې د هغو امریکایانو لخوا چې ده ورسره کتلي و، د فډرالیزم په ملاتړ او په متنازعو ملي مسایلو لیکنې وشوې. د بهرنیو چارو د وزارت د اکثرو مامورینو عمده دنده د ملي ګټو د دفاع پر ځای، له هېواده د باندې د کور شکایتونه، رازونه او مشکلات مطرح کول او د ګوندي ګټو لپاره کار دی.

لومړۍ خبره خو دا ده چې د دې شیطاني مثلث اهداف د افغانستان د ټولو قومونو لپاره ویجاړوونکي او وحشتناک دي، ځکه د افغانستان هره کمزورتیا، بې ثباتي او بې عدالتي د ټولو وروڼو ولسونو راتلونکی ګواښي.

دوهمه خبره دا ده چې دوی قرباني ته د لامل، او مړه ته د پړه لقب ورکوي او د هغو تاریخي ناخوالې او بې عدالتۍ دوام ته لاره هواروي چې د افغانستان ټول قومونه، په تېره د پښتون مظلوم ټبر یې دا دېرش کاله زغمي.

تر اوسه هیڅ داسې انصافدار پیدا نشو چې په سالمو ادبیاتو، پسته ژبه او ساده ترازو، له لنډه غرو سره حساب وکړي. هیچا ونه ویل چې راځئ د نظام د لوړې، متوسطې، او ټیټې طبقې پر یوه یوه بست، یوه یوه ریاست، یوه یوه ولایت او یوه یوه سفارت خبره وکړو. په لویه کچه د حکومت څوارلس د کابینې غړي، د دفاع، کورنیو چارو، بهرنیو چارو او معارف وزیرانو په شمول، چې یواځې دغه څلور وزارتونه ۹۰٪ دولت تشکیلوي، یواځې د شمال ولایتونو اتباع او لس نور یې د مرکزي او لویدیځ ناپښتانه دي.

په پښتنو وزیرانو کې هم لویه برخه د همګرایۍ د ټیم غړي او یا بیا په کمزورو وزارتونو خوښ ساتل شوي دي. د پښتنو په اتو وزارتونو کې یې د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرستي، او د سرحداتو وزارت غوندې مرغانچه هم را حسابلې ده. ارګ او امنیت شورا یې هم پر پښتانه حسابلی چې دواړه د بې خېله او بې ادرسه وګړیو پر ځاله بدل شوي دي.

دا یې د لومړۍ کچې ترکیب دی. د متوسطې او ټیټې حال تر دې ډېر خراب دی. یو کوچنی مثال یې د واشنګټن افغان سفارت دی چې په مقابل کې یې لنډه غرو ته پنځه استاځۍ ورکړل شوي دي. دا سفارت هم پر پښتانه حساب دی حال دا چې دلته د سفیر ترڅنګ یواځي دوه د ټیټې سطحې ډیپلومان پښتانه او نور ټول یې د دوو دریو ولایتونو بې تجربې او حتی بې اسنادو خلک دي چې په انګليسي ژبه هم نه پوهېږي. د سفیر د مرستیالانو یا مستشارانو په څلورو بستونو کې یو هم پښتون نه دی ټاکل شوی، درې تنه یې د نظار شورا غړي او بې سویې ځوانان دي، د یوه تن چې یې څو میاشتې وروسته د دندې وخت پای ته رسېږي، په ډېر تلوار یې پرځای یوه بله بانډبنه معرفي شوې ده. دا خبرې نه په تعصب اړه لري، نه د قومپالنې پر اساس دي. دا خبرې ځوابیه دي، د بهرنیو چارو د وزیر او د سعد محسني د پروپاګند په مقابل کې دي او د ټولو لپاره د انصاف غوښتلو په هدف مطرح کېږي.

لنډه دا چې د بهرنیو چارو وزارت په ټولو استاځیو کې، لکه د مالیې، کورنیو، او نورو وزارتونو، د پښتنو د کارمند ونډه لس سلنه هم نه ده خو په دې ټولو سربېره هم طلوع او ټولو رسنیو د ولسمشر غني د هغې ورځې وینا بیرته د هغه پر ټیم ور واړوله.
وړمه اونۍ ولسمشرغني په خپله وینا کې تصادفي د ډپلوماټانو د بې کفایتۍ بحث مطرح کړ، خو لنډه غرو رسنیو د ولسمشر برحقه خبره پر همده ور تاوان کړه او بیرته یې همدی پکې ملامت کړ.
هغوی د شاوخوا شلو سفیرانو نومونه د ولسمشر غني د فساد د ثبوت په توګه رسنیو ته را وایستل، حال دا چې سفیر اساساُ سیاسي بست دی او د سفیر په ټاکنه کې د اعتماد خبره مهمه ده. سفیران دومره د بحث موضوع نه ول، لکه ډپلوماټان، مستشاران، وزیرمختاران او سکرتران چې دي. البته که سفیران وشمېرل شي هم همدغه سفیران د ټولو سفیرانو د شمېر شل سلنه نه جوړوي.

یواځېنۍ ستونزه بیا هم دا نه ده چې د بهرنیو چارو په وزارت، یا په دفاع، یا په کورنیو چارو، او یا په کوم بل وزارت کې ولې په دې کچه تبعیض دی. ستونزه دا ده چې ټاکل شوي وګړي پرلپسې د افغانستان پر خلاف کار کوي. په قنصلګیریو کې مامورین لنډه غري کوي، کډوال او بهرمېشتي افغانان ځوروي، فساد کوي. په سیاسي بستونو ګومارلي وګړي کرۍ ورځ بهرنیانو ته د افغانستان داخلي شکایتونه کوي، د فډرالیزم، او لنډه غریزم لپاره بهرنی ملاتړ را جلبوي او د ملي تګلارې یا ملي ډیپلوماسۍ قطعاً درک نه معلومېږي. د فډرالي نظام په ننګه د اروپایي اتحادیې د سفیر پوسټونه درګرده د بهرنیو چارو وزارت لوړپوړو معاوینونو پر خپلو ټویټرونو او فیس بوکونو نشرول. د ډیورنډ پر مسأله د پدرام په ننګه تر ټولو زیات منفي پوسټونه د بهرنیو چارو وزارت مامورینو خپرول.

د ظرفیت له لحاظه، اکثره نوي ګومارل شوي وګړي په انګلیسي ژبه نه پوهېږي، د کوربه هېواد په ژبه نه پوهېږي، پخوا یې یوه ورځ هم د بهرنیو چارو وزارت ماموریت نه وي کړی او ځينې یې لا د دوولسم په اسنادو راغلي وي. چې له کوم ډپلوماټ څخه پوښتنه کوې، یا به د وکیل، یا به د قوماندان، یا به د جهادي رهبر زوی او وراره وي. د جهاد، مقاومت، ونډې او سپین سترګۍ پر بنسټ که یې د وزارت په تولو ګمارنو کي خپل خلک ځای کړي دي، د ښځینه دیپلوماټانو د بنست په نوم یې هم د وزارت اړوند ډېر بستونه د جندر په نامه، په خپلو نجونو او مېرمنو ډک کړي دي. د وزارت د بشري سرچینو رئیس څارنوال عبدالله ایماق په ورته وخت کي د جمعیت ګوند منشي او د استخدام رئیس عبدالهادي سیار د برهان الدین رباني زوم او د صلاح الدین اخښی دی.
هغوی چې د پښتانه په نامه را استول کېږي، اکثره یې لېونیان، نالوستي او یا د دوی پر مېږوي تړلي هلکان وي چې دا کار هم شعوري او قصدي کېږي.

دا یواځې د یوې ادارې او یوه وزارت داستان دی. که همدغسې وزارت پر وزارت او ولایت پر ولایت څراغ وګرزوې، حالت تر دې ډېر خراب دی. د غزني ولایت یې ښه نمونه ده چې په دوه درځنه رئیسانو کې یې څلورم تن د ولسمشر لخوا پښتون معرفي شو، عبدالله عبدالله رسمي اعتراض وکړ او پخواني ښاروال په خپل دفتر کې د نوي ټاکل شوي پر خلاف د تهدید سنګر ونیو او بالآخره د یوه ولایت د دوهم بست د تقرر په برخه کې د ولسمشر فرمان مسخره او ولسمشر له خپل فرمان څخه د یوه ولایتي رئیس د بدمعاشۍ په مقابل کې په شا شو.

فاجعه دا ده چې په دغومره چور او سپین سترګۍ کې لا هم د ټلوالې د ټیم، د بهرنیو چارو د وزارت او د لنډه غرو رسنیو لخوا په ټوله نړۍ کې همدا ډهول غږول کېږي چې افغانستان پښتانه وخوړ او دوی وږي پاتې شول.

یادښت: زه په دې متأسف یم چې پر قومي مسایلو غږېږم، خو دا چې همدغه مسأله د لنډه غرو کړیو لخوا په هره کچه بیا بیا مطرح کېږي، د اجرائیه رئیس خپله پر همدې ادبیاتو بیانونه ورکوي، او ټول مشران یې همدغه ادبیات کاروي نو زما یا بل حکومتي مامور سکوت ته هم اخلاقي توجیه نشي موندل کېدلای.

Leave A Reply

Your email address will not be published.