د پښتو ورځ په مناسبت:/سرلوڅ مرادزی

0 686

ستر پاچا خان : ملي هویت، خپلواکي، ملي ژبه او تعلیم

دغه لیکنه په ۲۰۰۹ کال خپره شوې وه، دلته يي د پښتو ورځ په مناسبت نن بیا خپرولو ته سپارم.

افغاني مشرانو کې ښايي پاچاخان هغه یوازینی ملي مشر وي چې د افغانانو ملي موخې او ګټې يي د بل هر مشر په نسبت په صفا ټکو او روښانه توګه بیان کړي او په عمل کې يي د هغو تر لاسه کولو لپاره ویاړلې مبارزه کړې وي.

پاچاخان د دغه موخو لپاره له دیرش کلونو زیات د انګریز او روسته د پنجاب په زندانونو کې تېرکړل چې د نړۍ پرمخ کوم بل مشر د خپل ولس لپاره دومره کړاو نه دی ګاللی. د پاچاخان بله لویه ځانګړتیا دا ده چې د داسې پیچلو مسلو د حل لار هم په عدم تشدد کې ویني او افغانان چې له هغې هم احساساتې او خون ګرمه دي په سیمه او نړۍ کې د وړ ژوند د بسیا لپاره په همدغه وسله سمبالوي. له دې کبله څونه پرځای ده چې په داسې ښېګڼو او بډاینو سره پاچاخان، د فخرافغان په لقب ویاړل کیږي او په سیمه کې د افغانانو د ګاندهې په نوم پېژندل کیږي.

د ۱۳۴۴ لمریز کال د تلې میاشت خبره ده. موږ هغه مهال د کامي مرادعلي لیسې په اړوند چې وداني يي تر کار لاندې وه، د لنډ وخت لپاره د کندیو د شیخ محمدیو په کلي کې زده کړه کوله.

یو سهار د لس بجو په مهال، ناببره د ښوونځي زنګ په ګړنګهار شو. ډنډوره شوه چې زموږ ښوونځي ته فخرافغان راروان دی.هلکانو خپل منځ او له ښوونکو پوښتنې پيل کړي چې فخرافغان څه ته وايي او دا څوک دی؟ خو د داسې پوښتنو د ځواب ویلو لپاره وخت پیدا نه شو. ټوله لیسه چې هغه مهال يي یوازې نهه ټولګي بشپړ شوي وو، د سترګو په رپ په منظمو لیکو کې لکه عسکري قطعه د تیارسۍ په حال کې چمتو شوه. څو شېبې روسته د ښوونځي د مدیر، استادانو او د کامي د سپينږیرو او مشرانو په منځ کې د خپل هېواد د غرونو پشان دنګ، لوړ او غښتلی سړی، د لیسې په مخ کې ودرید. د لیسې د تیارسۍ او ارام سۍ روسته د لیسې مدیر ایله دومره وویل : ګرانو شاګردانو ستاسو د لیدو لپاره له کوزې پښتونخوا څخه فخرافغان، پاچاخان راغلی او غواړي تاسو سره خبرې وکړي.

پاچاخان د «بچوړو ستړي مشۍ» په کلام سره خپله وینا پيل کړه:(۱)

لومړۍ خبره مي دا ده، زه یو وخت بریتانیا ته تللی وم. هلته مې په یوه ښار کې له یو سړي نه پوښتنه وکړه، چې ته په قوم څوک يي؟ هغه په ځواب کې راته وویل چې زه انګریز یم . په بل ښار کې مې له بل تن څخه وپوښتل چې ته په قوم څوک يي، هغه هم وویل چې انګریز یم او داسې ډېرو نورو هم یوشان ځواب راکړ. بیا کله چې فرانس او جرمن ته ولاړم، هلته هم د فرانس او جرمن هر وګړي ویل چې زه فرانسوی او جرمنی یم.

خو کله چې زه دلته افغانستان کې په ولایتونو او بېلا بېلو سیمو وګرځېدم او له خلکو مې وپوښتل، یوه راته ویل چې زه ازبک یم، بل راته ویل زه تاجک یم او بل راته ویل زه پښتون یم او داسې نور نور. بچوړو دا خبره سمه نه ده. هر څوک چې په افغانستان کې اوسیږي هغه افغان دی. موږ او تاسو ټول افغانان یوو.

دویمه خبره مې دا ده، زه په کابل کې حبیبي لیسې ته تللی وم. هلته مې له یوه شاګرد نه پوښتنه وکړه، چې ته په قوم څوک يي؟ هغه راته وویل چې زه افغان یم. ما ترې بیا پوښتنه وکړه چې په افغاني ژبه پوهیږي؟ هغه زما په خبره پوه نه شو او ځواب يي رانه کړ. نو زه تاسو ته وایم چې که یو قوم پخپله ژبه پوه نه شي او خپله ژبه هیره کړي، هغه قوم ډېر ژر د دنیا پر مخ له بربادۍ سره مخامخیږي. ژبه د یوه قوم د هویت څرګندوی ده.

درېیمه خبره چې غواړم تاسو ته يي وکړم دا ده، بچوړو تعلیم به کوۍ. موږ خدايي خدمتګارو به کله چې کوزه پښتونخوا کې خپلو پښتنو ته د تعلیم خبره کوله، اګریزانو به نه پریښودلو. دلته خو په افغانستان کې تاسو ټولو لپاره د تعلیم اسانتیاوې شته دی، باید تعلیم وکړۍ او په هغې کې کوښښ وکړۍ! وروسته له ډېرو کلونو اوس هم، د پاچاخان یادې شوې دریواړه خبرې د هر افغان لپاره د ملي کړنلارې حیثیت لري.

د پاچاخان ټول ژوند او د خدايي خدمتګارو هلې ځلې د خپلواکۍ، ملي هویت، خپلې ژبې او د پښتنو د تعلیم لپاره وقف شوي دي.

یو امریکايي ختیځپوه ښاغلی ایکناټ سوارن « حضرت پاچاخان ژوند اوفلسفه » نومې خپل کتاب کې لیکي:« انګریزان چې په دې پوه شول چې د خان د سکولونو نظام وده مومي او پښتون کې بیداري راځي، دوی د خان د سکولونو استادانو ته د قیدوبند ډهمکې ورکړې او ځیني استادانو د ازادو سکولونو ملازمت پریښود. هغه سرګرمۍ او خیالات چې نور هندوستان کې به زغملی شول او ډادګیرنه به يي کېده، هغه پښتونخوا کې نه شول زغمل کېدلای. د انګریز پوځي افسران د پښتنو په بیدارۍ ډېر په تشویش کې وو. د هغوی سینه د پښتنو لپاره کله هم پراخه نه وه او نه د پښتون په حواله سره هغوی تهذیب یافته وو» (۲)

ښاغلی ایکناټ بل ځای لیکي «ده ( پاچاخان ) چې کار شروع کړ، په هر قدم او ګوټ کې اختلافاتو د ده مخه نېوله. د ملاکنډ ایجنسۍ پولیټیکل ایجینټ ډېر سختګیر انسان و. ده خو به لا په څرګنده د خان کارکنانو ته ډهمکې ورکولې او لا به يي په عجیبه عجیبه طریقو د دوی کار کې خنډان پیداکول .د دې پولیټیکل ایجینټ چې ښاغلی کېب نومېده، له دې نه بل څه کار نه وو چې پاچا خان تر خپل رعب لاندې راولي. ده یوه ورځ د دیرنواب خپل دفتر ته راوبللو او په ضلعه کې يي د یوازیني سکول په باب وویل چې نواب سیب : دا سکولونه او دا سبق موږ لپاره خنډان پیداکوي، که ته غواړې چې د دې سکول په وجه تا ته مشکلات پیدا نه شي نو غوره خبره دا ده چې څومره ژر کېدی شي دا سکول تبا کړه. نواب سیب څو ورځو کې دننه دننه دا سکول تباکړ » (۳)

همدا شان په ۱۹۷۱ م کال کله چې لوېدیځ پاکستان په دې پوه شو چې بنګال « په هغه مهال يي نوم ختیځ پاکستان و » نوره خپلواکې اخلي نو د شمس البدر د جماعت اسلامي د رضاکارانو په نامه د حکومت تیاره کړې، تربیه کړې او مسلح کړې ډله وه . کله چې حالات ډېر خراب شول، نو حکم وشو چې د ډاکې ښار ( د اوسني بنګله دیش پلازمېنه ) ټول Intellectuals ( روشنفکران ) له مخې نه لري کول پکار دي. او دا کار دې شمس البدر ته وسپارل شو. طریقه ظاهره وه، فهرستونه تیار شول او د هر ډاکټر، پروفیسور، سټوډینټ، استاد، لیډر، فنکار، صحافي، لیکوال، پر کورونو د ( x ) نښې ولګول شوې او په یوه شپه دوه سوه تنه دا منورین او روشنفکران له منځه یووړل شول. د هغوی ټولو مړي بیا د یوه وچ تالاب څخه راوویستل شول » او داسې فیصله شوې وه « چې بنګال به یا زموږ وي، زموږ خوراک به وي او که زموږ د خوراک کیږي نه، نو بیا به بنګال تبا کیږي. کالجونه، یونیورسیټي، هسپتالونه، ریلونه، بندرګا، پلونه او کارخانې دا هر څه به لوټې لوټې کیږي.» (۴)
کومه لار چې د پاچاخان په مهال انګریزانو د پښتنو د ښوونځیو د له منځه وړلو لپاره نېولې وه، همغه لار روسته بیا پنجاب د پښتونخوا او بنګله دیش په اړه هم پلې کړه. همدغه لار په تېرو دیرشو کلونو کې د افغانستان په اړه هم تعقیب شوې ده. دا چې په پاکستان کې جوړشویو اسلامي او جهادي تنظیمونو په افغانستان او پښتونخوا کې ښوونکي، استاد، ډاکټر، انجینر، لیکوال، شاعر او د قوم مشر ژوندی نه پریښود، بنسټ يي د انګریزانو او روسته بیا د پنجاب لخوا ایښودل شوی دی. ترهګر او په طالبانو کې د دوی ملګري اوس هم د پنجاب په همدغه تګلار روان دي. نه پښتنو ته ښوونځی پریږدي او نه ښوونکي. د پښتنو د هر راز مالي، مادي او معنوي شتمنۍ د ړنګېدو پسې يي مټې بډوهلي دي !
بلخوا د خپلواکۍ هغه غورځنګ چې د شلمې پېړۍ په لومړۍ او دویمه لسیزه يي په بره پښتونخوا کې د غازي امان الله خان او محمود طرزي پلاس د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه، د همدې پيړۍ په لومړۍ نیمايي کې د انګریز پر وړاندې په لره پښتونخوا کې د پاچاخان په مشرۍ د خدايي خدمتګارو په مټ مخې ته بیول کېده. دغو دواړوغورځنګونو په افغانستان او د هند لویه وچه کې هغه مهال، د خپلواکۍ او ازادۍ په لار کې د پاموړ زیارونه ګاللي دي.

«د ۱۹۳۱ م کال د دیسمبر په ۲۲ مه د پښتونخوا انګریز چیف کمشنر سررالف ګرفټ د پاچاخان سره خبرې وکړي. د خان خبرې ساده او عام فهمه وي .ده سررالف ته ووی چې تاسو د پښتنو قبایلو په وژلو او تباکولو کومې پیسې خرڅوۍ، که دا تاسو د دوی لپاره په وړو وړو کارخانو جوړولو او سکولونو او سړکونو خرڅ کړی وای، نو پښتون به ستاسو دښمن نه، بلکې دوست او ملګری وو. تاسو ته به له پښتون څخه د ډار څه ضرورت نه وو. څونه چې د بهارت د روس د یرغل نه د ساتلو خبره ده نو دا کار هله په ښه توګه کېدی شي چې تاسو پښتون ته په خپله خاوره واک او اختیار ورکړۍ. پاچاخان ورته دا خبره ښه صفا کړه چې هیڅوک پر موږ حکومت نه شي کولای، که څوک خلاف جنګ کول غواړي موږ د خپلې خاورې او خپل وطن د تحفظ لپاره خپل هر څه قربانولو ته تیار یوو» (۵)

نن هم خبره د پاچاخان د مهال په برید ده، که لوېدیځ د جنګ جګړې پرځای د لرې او برې پښتونخوا د ودانۍ لپاره پیسې ولګوي، ترهګر به هیڅکله په دغه سیمه کې ځاله جوړه نه کړي. اوس خو دا ټولو ته څرګنده ده چې د پښتنو سیمه په لویلاس وروسته پاتې ساتل شوي او له پښتنو څخه لومړی انګریزانو او بیا د هغو تالي څټو پنجابیانو د خپلو ستراتیژیکو موخو لپاره ګټه پورته کړې ده.

که پښتانه اوس هم د پاچاخان د خپلواکۍ مبارزې او کارنامو ته مراجعه وکړي، د ډېرو ناخوالو او پیچلو سیاسي غوټو او بوخڅو د حل ځواب میندلای شي.

پاچاخان زموږ د زماني هغه لوی افغان دی چې د خوشحال بابا دا خبره«ما هلته خښ کړي چې د مغلو د آسونو پښو ګرد مې پر قبر پرينوځي » پخپل وصیت سره چې ما په خپلواکه خاوره افغانستان کې خښ کړۍ ، یو ځل بیا افغانانو ته د زده کړې لپاره تازه کړه. پاچا خان هیڅکله د پاکستان خاوره خپلواکه ونه ګڼله او له دې کبله يي ونه غوښتل چې مزار يي هلته وي.

افغانان باید وویاړې چې د پاچاخان غوندې لوی پښتون او د ختیځ ستر سیاسي او ټولنیز شخصیت د دوی په منځ کې هست شوی دی.

یوه څرګندونه او اخځونه:

(۱)هغه خبرې چې دلته د پاچا خان له قوله شوې، د نوموړي د خبرو په اړه زما د بیان توګه ده، نه د پاچاخان خپله وینا
(۲) د ایکناټ سوارن لیکنه : د حضرت پاچاخان ژوند او فلسفه له کتاب څخه ( ۱۵۵ ) مخ

(۳) همغه کتاب ( ۱۴۰ ) مخ

(۴) د خان عبدالولي خان لیکنه : پاچاخان او خدايي خدمتګاري دویم ټوک ( ۶۰۲ ــ ۶۰۳ ) مخونه

(۵)د ایکناټ سوارن نوموړی کتاب ( ۲۶۶ ) مخد ۲۰۰۹ کال د دیسمبر ۲۰ مه

Leave A Reply