د طالب له ظلمه ژاړم!/ بریدمل اجمل

0 726

                                                        کاروان لا حرکت نه و کړی. هر چا په حاموې کې ځان ته ځای پيدا کاوه. زه د روژې سهار ځپلی په سوچ کې ولاړ وم. ملګري (!) له لاسه ونيوم. حاموې ته يې پورته کړم. زما په څېر نور ډېر سوچې او دوه زړي ياران پاتې شول. درې کيلومتره مو د مهترلام شمال خواته په قير سړک مزل وکړ. نور مو د شنو ونو او پخو فصلونو په منځ کې د کليو تر منځ د خام سړک مخه ونيوله. د ابي‌زيو پر پله ورتېر شولو. دا پل څه موده وړاندې د دولت مخالفينو د یو بمي بريد په زور په ملا رامات کړی وی؛ خو اوس شکر دی بيا په خپل قوت د سيند دواړه غاړې سره وصلوي.

                                     له  څو دقيقو ګردجن مزل وروسته يوې لوړې تپې ته ورسېدو. دا نورې سمې ته مخامخ د ملي ځواکونو نویو جوړ شوی بېز دی. د اوړي تاوجنه ګرمي ده او لمر لکه د ميرې څپېړه لګېږي. د دښتې له تيږو د تنور تاوجن تپونه پورته کېږي. د دې تاوجنې دښتې په منځ کې څو تنه شاه زلمیان رژوه په خوله د هجران ګردو وهلي زموږ مخې ته راووتل. د دښتې تاوجنې هوا يې شونډې دوه دوه ځايه کړې وې. پر ملي پوځي لباس يې د ولسي خدمت اثار ښکارېدل. د دوی پر سر د خدای د رحمت له سيوري پرته بل هيڅ کوم مجازي سيوری نه و.شاوخوا ملخانو چير چير کاوه او خزنده وو له ګرميه فريادونه کول.

                                     په ولسي او وطني مينه مست زلميان د دښمن څار او مقابلې ته په برجونو کې تيارسئ ناست وو. د لغمان والي عبدالجبار نعيمي ،  امنيې قومندان فضل احمد شېرزاد او ګڼو چارواکو  په ليدو د اتلانو پر مخ د خوشالۍ موسکا وغوړېده. په ډېر لوړ مورال د خپلو مشرانو مخې ته راغلل. لکه د يوې کورنۍ پلار چې د خپلو نازولو بچو ليدو ته ورشي. د ځواکونو لوړ مورال او قوي عزم ټکان راکړ. په يوې سوځونکې د ښته کې دوه دقيقې اوسېدل ډېر ستونزمن کار دی؛ خو که څوک د خپل ولس او وطن سره مينه لري، نو بيا دې له دغو سربازانو او اتلانو زده کړي.

                                     د دښمن څرک نه لګېد. د اتلو ملي ځواکونو له برکته يې پل په ايره کې نه ښکارېد. افغانان په رښتيا چې د توري مېړني دي. څوک دي چې له ملي ځواکونو سره دې مخامخ مقابله وکړي؟ دلته نو د ځواکونو مورال دومره لوړ دی چې د خپلې وينې په جوش د دښمن له سينې د خپل غيرت خنجر نېغ وباسي.

                                     زموږ په ليدو د ولسي خلکو بهير پر موږ رامات شو. ووېرېدم. د الينګار د خلکو په اړه مې اورېدلي وو، چې دوی د عملياتو مخالف دي؛ خو زما دا ګومان بېخي اپوټه وخوت. د ولسي خلکو په سترګو کې د خوشالۍ اوښکو ډيوې بلولې. زه له بل هر چا ډېر د ولسي غبرګون په تمه وم. ولسي وګړو د خپلو مشرانو لاسونه ښکلول. هغوی له پردي او اجير دښمنه والي، امنيې قومندان او چارواکو ته په ژړغوني غږ خپل شکايتونه کول.

                                     رښتيا ده چې دولت د مور پلار حيثيت لري. د دوی داسې يو حالت و لکه پلار جلا شوي اولادونه چې د يو ظالم او جابر دښمنه د خلاصون په وخت کې د خپل پلار  پر وړاندې د خوشالۍ او حسرت اوښکې تويوي. د الينګار د خزان شوي بڼ ګلانو خپل مالي وموند. زما زړه راډک شو، د ننګيال صيب دا بيتونه راياد شول:

مالي راشه اغزو د زړه پر ګل وهلی یم

سقاو په زړې تورې د مغول وهلی يم

                                     د رنې درنې پګړۍ او د عزت خلک راغلل، هغوی چې حجرې او دېرې پرې ودانې دي او د پښتنو د عزت او ننګ شملې دي، د لغمان ولايتي ادارې د مشرتابه پر وړاندې ودرېدل. د دوی شکرونه يې ادا کړل. د دوی له احساساتو معلومېده چې له دوی سره د مننې الفاظ نه شته. دوی ټول له طالبه شکايت شکايت وو. دوی ويل چې طالبانو د دوی عادي ژوند ودرولی دی. د وی فصلونه، د دوی سرونه، ددوی کورونه او د دوی اولادونه ترې په امن کې نه وو. طالبانو د دوی ډوډۍ په زور خوړه او د دوی اولادونه يې مجبورول چې له دوی سره توپک وګرځوي.

                                     تر ټولو عجيبه خو لا دا وه چې دوه کوچني ماشومان د لغمان والي عبدالجبار نعیمي مخې ته ودرېدل. دوی ښاغلي نعيمي ته وویل چې طالبانو زموږ مکتب بند کړی دی. موږ مکتب ته نه شو تلی او دوی هره ورځ پر موږ په زوره له کوره ډوډۍ راباسي او زموږ له مکتبونو يې پوستې جوړې کړي چې هره ورځ يې شاوخوا دوی ډزې کوي. ما ويل شکر دی خدايه! چې د هيواد له راتلونکي نسل سره مې د ښوونځي غم دی، نو اوس نن دی که سبا دی د او طن په جوړېدو دی. څنګه چې د خلکو د هيلو غوټۍ په ګل کېدو وې، دا رنګه ما د نور ولي سعيد په دې نيم بيتي فال ونيو چې : ( د ګل وطن د خیر دي اذانونه) او د ننګيال صيب دا نيم بيتي ذهن ته راغی:

ښتنو هيلو غوټۍ وکړې بهار دی

                                     ولسي وګړو او قومي مشرانو له ښاغلي نعيمي وغوښتل چې دا عمليات دې تر هغې دوام وکړي چې تر څو په بشپړ ډول طالبان او مخالفين د دوی له سیمو ورک شي. ځکه دوی په هيڅ قيمت طالبان نه غواړي او نه د دوی جګړه روا ګڼي. دوی ټولو په يوه خوله همدا ویل چې موږ د خپل نظام عسکر يو او که ړتيا شي خپل بچي د طالب خلاف جګړې ته په وياړ او افتخار ورکوو؛ خو د طالب پر ضد دې دا جګړه تر هغې دوام وکړي چې طالب سولې ته غاړه کېږدي. والي هم لکه د يو مخلص مشر په ډول ولسي وګړو ته پوره ډاډ ورکړ او دوی يې مطمئن کړل چې له رورژې وروسته به دا علميات د الينګار تر ولسوالۍ پورې غزوي.

Leave A Reply