صالح ته صیب صیب، نبیل ته بو بو/ سعید ننګرهاری

0 441

د ارګ او امنیت شورا د لیکوالانو او د ټولنیزو رسنیو فعالانو څخه هغه وخت اسمان ځمکه ورک شي، چې کله لویې پېښې رامنځ ته شي او حکومت د ولس له جدي نېوکو سره مخ شي. په داسې وخت کې بیا د دوی هر ځل هڅه دا وي چې پخوانی ولسمشر حامد کرزی او یا د پخواني حکومت لوړ پوړو چارواکو پسې قلمونه خلاص کړي او د هرې نیمګړتیا او روانې ورانۍ پړه پر هغوی ور واچوي. په دې سره دوی هم خپلو مشرانو ته د خپلې روزۍ د حلالۍ ثبوت وړاندې کړي او هم د ولس سترګو ته خاورې ور وشیندي.

په داسې حالاتو کې د نورې نړۍ حکومتونو تبلیغاتي دستګاوې خپل ټول تمرکز د دښمن ځپلو ته ځانګړی کوي او کوښښ کوي چې خپلو ملتونو ته مورال ورکړي او بسیج یې کړي او له دښمن یې دومره متنفر کړي چې پر وړاندې یې د حکومت د هر عمل او حرکت ننګه وکړي. او همدا راز د نورو حکومتونو تبلیغاتي ادارې خپل تبلیغات د حکومت پیاوړي او غښتلي ښودلو ته هم ډېروي، تر څو ولس یې ناهیلی نه شي او پر حکومت یې د باور کچه راټیټه نه شي. هغوی په داسې حالاتو کې هڅه کوي چې ټول اړخونه (که اپوزېشن کې وي که پوزېشن کې) راوبولي، ورسره کینې او په ګډه د دښمن پر وړاندې لاس په کار شي او تر یو وخت له خپلمنځي سیاسي زد و خورد څخه لاس واخلي.

خو افغانستان کې هر څه د نورې نړۍ اپوټه راڅرخي، له ولسمشره تر یو قلمواله ټول ماشومانه، عقده يي او سطحي چلند کوي. نه انقلابونو هوښیار کړو، نه جنګونو، نه ټولوژنو او نه تېریو؛ له پښت پښته هماغسې یو، لکه څنګه چې وو.

په کابل کې وروستۍ خونړۍ چاودنې ملت راوپارولو او له هر لوري د دولت (خصوصاً امنیتي ارګانونو) پر بې کفایتۍ نېوکو زور واخیست، چې په همدې لړ کې د ملي امنیت پخواني رییس جنرال رحمت الله نبیل هم د یو عام وګړي او په استخباراتي مسایلو د یو اګاه شخص په حیث دولت ته وړاندیز وکړ،چې که غواړې د ولس احساسات کنټرول کړي او د دردمنو د درد لپاره یو کوچنی ملهم پیدا کړي، نو د حقاني شبکې د سر یو کس(انس حقاني) چې له دولت سره بندي دی او د افغانستان درې ګونو محکمو پرې د اعدام حکم صادر کړی دی، اعدام کړي. دغه راز د کابل چاودنې مسوولیت هم د ملي امنیت ریاست د حقاني شبکې پر غاړه ور واچوه، نو له دې کار سره ممکنه وه چې د ولس اعتبار را خپل شي، د دوی د احساساتو قدر وشي او د دښمن په زړه کې چاړه خښه شي.

خو د ارګ د تبلیغاتي دستګاه لیکوالانو د دې پر ځای چې ملت ته سپیناوی ورکړي او د نه اعدامیدو علتونه او مجبوریتونه په ډاګه کړي، په نبیل پسې یې خپل قلمونه په ډېر بې باکانه انداز را خلاص کړل.

د انس حقاني د نه اعدامېدو کوم دلیل چې دوی وړاندې کوي، مطلق یو ماشومانه او بې منطقه دی. دوی وايي چې انس حقاني د حقاني شبکې یو مشر او فعال کس دی او استخبارات اړتیا لري، چې له هغه خپل معلومات تکمیل کړي. انس حقاني له کلونو کلونو راهیسې له حکومت سره بندي دی، څومره معلومات چې هغه درلودل او څومره اړتیا چې ورته موجوده وه، هغه به په دې دومره وخت کې په لسګونو وارې پوره شوې وي، هغه به نور یوه کلیمه هم نه لري چې د حکومت دې په درد وخوري. یوازېنۍ اړتیا چې حکومت یې اوس ورته لري، هغه دا ده چې حکومت فکر کوي چې ګواکې یوه ورځ به له طالبانو او حقاني شبکې سره سوله وشي او دوی به په تحفه کې ورته انس حقاني وړاندې کړي او هغوی به خوښ شي، چې دا کار له یو خوب او جنون پرته بله څه نه شي کیدای او نه هغوی د خپلو مړیو او ژوندیو په کیسه کې دي.

زه د ارګ له لیکوالو ډېره ګیله ځکه نه کوم، چې دوی د حق الزحمې په بدل کې کار کوي او خپل مسوول چارواکي چې څه ورته ووايي، دوی مجبور دي هماغسې لیکل وکړي؛ خو تر ډېره د دوی چلند او د لیکنو طرز عقده يي او ماشومانه وي، پرته له دې چې د خپل هېواد او ولس اوږده راتلونکې وسنجوي، د ورځې په نرخ خپل عکس العمل ښيي او هماغو ړنګیو اوبو کې قدم ږدي چې پوهېږي د غرقېدو وېره یې نشته او د ژورو ساحو په طرف ورګوري هم نه.

له دې سره چې د رحمت الله نبیل د یاد شوي وړاندیز په پرتله، چې دوی فکر کوي حکومت ته به زیان رسوي، په کراتو ډېر زیان رسوونکې پلانونه هماغه شېبو کې پر لاره وو، ځو دوی یې د دفع لپاره مخکې له مخکې خپلې دستګاوې فعالې کړې وئ؛ خو دا چې افغانستان د زر او زور وطن دی، نو لیکوالان بېچاره ګان هم د تلې پلې ته ګوري او هماغسې اوړي؛ کنه تر ټول مضر او حکومت ته زیان اړوونکی حرکت د امرالله صالح دی، چې ولسمشر غني ورته له ډاره هم نوې د وزارت څوکۍ ایجاد او ورکړه او هم د اپوزېسیون تر ټولو مهم رول لوبوي. صالح دغه وخت لګیا و، د حکومت پر ضد یې د لوی لاریون تابیا نېوله، چې هم ولسمشر وغندي، هم حنیف اتمر رسوا کړي او هم ګلبدین حکمتیار بې عزته کړي او نړۍ ته وښيي چې افغان حکومت یو تر ټولو بې کفایته او لوېدلی حیثیت لري؛ خو د ارګ لیکوالانو یې پر وړاندې سپوڼ هم ونه شو کړای، ځکه هغوی پوهېږي چې صالح یې بیا ډودۍ ور په مالګه کوي.

د امرالله صالح دا یوازېنی عمل نه دی چې حکومت وینې وینې سکونډي، بلکې تر دې مخکې یې هم د حکومت د سولې پروسې د سبوتاژ کولو هڅې کړي دي.په داسې حال کې چې د همدې حکومت او کابینې غړی هم دی او له ولسمشر سره د کابینې په هره غونډه کې ناسته پاسته هم لري، خو د حکومت تر ټولو لوی اپوزېسیون هم دی او کله چې په حکومت کې نه و، همدا حکومت یې په قومي تعصب، بې کفایتۍ، پاکستان ته په غلامۍ او سرټیټۍ بار بار تورن کړی دی، خو د ارګ لیکوالانو زبون ورته وهل شوی دی. او کله چې رحمت الله نبیل، حامد کرزي او بل پښتون سیاستوال پر حکومت کومه کوچنۍ نیوکه هم کړې ده، بیا هغه وخت دوی تر ټولو ژر او چټک غبرګون ښودلی او تر ټولو لوېدلې کچې ته راټیټ شوي دي او هر ډول سپکې سپورې یې د زړه له اخلاصه ورته انبار کړې دي.

بیا به یې تکرار کړم، چې د حق الزحمې په بدل کې ښايي یو څوک تر دې ښه لیکل ونه شي کړای او ښه فکر تولید نه کړي، خو د افسوس خبره دلته ده چې همدا پښتانه لیکوالان او روښنفکران بیا ګیله هم کوي، چې پښتانه رهبر نه لري، چې قوم پرې راټول شي. نو لیکواله، قلمواله، ژبوره، روښانفکره، د ودان افغانستان ارمانجنه…!!! چې ته من حیث د یو سترګور، د همدغه قوم د لوستي او پوهنتوني ځوان په توګه، د خپل قوم مشران دومره په بې باکۍ او لویدلې انداز سپکوې او رټې، نو ستا عام پښتانه به څنګه په چا راټول شي او څنګه به باور پرې وکړي؟

اتفاق په پښتانه کې پیدا نه شو

ګني ما به د مغل ګرېوان پاره کا

Leave A Reply