د کابل غمیزه/محمداقا کوچی

0 374

 

کومې خونړۍ پیښې چې د ۱۳۹۶ کال د غبرگولي د ۱۰ څخه تر ۱۳ پورې زمونږ د هیواد په زخمي زړه کابل کې منځته راغلې، نه يوازې مرګونې خواشینونکې او د غندې وړ دي، بلکې داسې بریښي چې د هرې واقعې تر شا له هغې څخه بد تره سر را پورته کوي.
د پورتنیو غمیزو مالي او ځاني تاوانونه خو د نني نسل په اوږو بار دی مګر هغه ناوړه پردي موخېچې په عقبه کي پلان شوي د حوادثو سیاسي نظامي مسیر دومره بدمرغۍ ته کشوي چې که چیرې زمونږ خلک په ځانګړې توګه د هیواد ملي، اسلامي او ډیموکراټ او عمومي سیاسي پاخه کادرونه پرې روغ رمټ ملي فکر و نه کړي نو د افغانستان د خلکو ژوند او د ملک یووالی د لومړۍ درجې ګواښ سره مخامخ کيږي. زمونږ په خاوره کې د جنګې جغرافیې پراختیا او په عمومي جغرافیه د ملک الطوایفۍ په بڼه د ثروت، واکمنې، مذهب او قومیت پر تیوریو د سمبالو پردي پالو اړخونو حاکمیت د افغانستان په ګوټ ګوټ کې هغه نغاره غږوي چې د عراق، سوريې، یمن او لیبیا ملتونه پکې خاورې ایرې شول.
د ژورې خواشینۍ ځای دا دي، کوم کابل چې عمرونه عمرونه د رڼو، پراخو ملي غورځنګونو زیږنتون وه د اجیرانو، زورواکانو، متعصبو قبیله پرستانو او مذهبې سوداګرو د بې واکۍ او بې باکۍ له امله د دومره ذلیلو، کوچنیو، غیري ملي، غیري ډیموکراټیکو تیوري ګانو او سیاستونو په روزنتون اوښتی چې د افغانستان د لوړې تنې څخه ډیر ټيټ دی. د افغاني ټولنې سیاسي کاروان لسیزې لسیزې پخوا د قومي، قبیلوي، مذهبي پولو څخه ملي او وطني پړاو ته رسیدلی وو. نن چې افغان د افغان سره د پښتون، تاجک، هزاره، ازبک، سوني او شعیه په نومونو جنګول کیږي د یو تاریخي ملت سپکاوی او په خړو اوبو کې کبان نیول دي. دغه خونړۍ ډرامې چې د هیواد په کلیو او ښارونو کې روانې دي هر افغان يې محکوموي او زه يې هم په خپل ځای او وار غندم، مګر په غندلو ستونزه نه حل کیږي. اصلي ستونزه د افغانستان په اوسني سیاست کې د خپلې ملي او ټولنیزې برخې څخه د خلکو محرومیت، د نیمه نیم کوره بې واکه حاکمیت د تیورۍ پر اصل ټینګ دریدل او د جګړې ادامې ته زمینه برابرول دي.

د کابل خونړې غميزه خورا درنه زړه بگنونکې وه دی پېښې د نورو غم لړلو پېښو په شانه افغان ولس ته معنوي او مادي زيانونه ورسول زه ددی پېښې شهيدانو ته جنت فردوس غواړم او ټپېانو ته اجله روغتېا اوويرجنو درنو کورنيو ته د زړه صبر حوصله غواړم ما دا شننه دافغان پيوستون راډيو چی په سويډن هېواد کې خپرونې لري په نېټه 20170605 د يوی مرکې په طرز کې کړی

د افغان پيوستون خبرېال پوښتنه وکړه چی دا ترينگلي حالات به کومې خواته درومې او څه کول پکار دي چی ددا ډول پېښو مخه ونيول شي،ما د خبرېال پوښتنې ته لږ وضاحت ور کړ او زياته مې کړه چی دا ډول حالات به تر هغې دوام کوي تر څو چی موږ د يو واحد ملت په توگه د هر مداخله کونکي د مداخلو لپاره قوي هوډ و نه کړو د شخصې گټو پر ځای ملي گټو ته ړومبي والې ور کړو دا څلور لسيزې زموږ ولس د پرديو دلاس وهنو او د پرديو د تو طيو له امله قرباني ور کوي،زموږ دملت ته دښمن تل په کمين کې ناست اود نوو پېښو بندبس کوي ولې موږ ددی پر ځای چې د ولس گټو او يوالي او ورولی ته توجو وکړو په خواشنې سره د نفاق لپاره يو شمېر کړې کار کوي خپلې گټې په نفاق او گډوډ حالا تو کې ويني په اوسني حال کې د هر مدني خوځښت لپاره قوانين شته د عدالت غوښتل او خپل نظر ويل د هر چا روا حق دی خود قانون نه منل اوتر قانون پورته عمل خپله جرم شمېرل کيږي اوسنيو چارواکو په کړنو او عمل کې خورا زياتې نيمگړتېاوی شته دسمونې لپاره جدي کار نه کيږي زما په اند ټول هغه کړنې چی په امنيتي برخه کې سرته رسيدلي نيمگړې دي يوه بېلگه را اخلم که چارواکو د 209 شاهين قولی اوردوپېښه يا د ۴۰۰ بستريز روغتون پېښه او يا هم د کندهار او خوست پېښې په سمه توگه څېړلی وی او غفلت کونکو ته سخته سزا ور کړل شوی وی نو نن به په کابل کې ددی ناورين مخه نيول شوی وی وگوری دشمن د زمنبق په څلور لاری کې چاودنه سرته ورسوله بی دفاع او عام خلک يي شهيدان کړل بيا يي پر جنازه دری ځانمرگېو ته ځان ورسولو ولی دلته امينتي چارواکي په امنيت کې کاملا پاته را غلل که چارواکې نه پوهيږي د نړېوالو دی مرسته وغواړي دامريکا او ناټو سره امنيتي تړون د څه لپاره شوی؟ دا تړون يوازی کاغذ دی او که بل کوم مفهوم هم لري.چارواکو ته په کار ده چی خپلې کړنې وارزوي نيمگړتېاوو ته جدي پاملرنه وکړي کادري سياست او باورمندی ته پاملرنه وشي او کنه حالت به تر دی نور هم بدتر شي.

 

Leave A Reply