د کروز بمب هدف څوک وو او قرباني څوک شو؟!/ نصرت الله حقپال

0 592

د افغان پلازمینې کابل د وزیر اکبرخان سیمه د تیرې چهارشنبې (غبرګولي ۱۰مه ۱۳۹۶۶) په ورځ د یوې مرګونې چاودنې کوربه وه چې په ترڅ کې ویل کیږي ۱۷۰ تنه مړه، تر ۶۰۰ زیات ټپیان او کابو ۱۵۰ ملیونه امریکایې ډالر یې د سیمې خلکو ته مالي زیان واړاوه، خو د دغې مرموزې او استخباراتي چاودنې مسؤلیت هیچ چا په غاړه وا نه خیست.
له پیښې وروسته کابل ښارایانو حکومت تر خپلې محاسبې لاندې ونیاوه او د جمعې په ورځ یې په لاریون لاس پورې کړ، خو دغه د چارواکو د محاسبې لاریون په تاوتریخوالي بدل شو چې په ترڅ کې د پولیسو او لاریون کوونکو ترمنځ اخو ډب رامنځ ته شو چې له بده مرغه په پایله کې ۷ لاریون کوونکي مړه او ۲۰ تنه ټپیان شول. د شنبې په ورځ د یوه لاریون کوونکي «سالم ایزیدیار» د جنازې په مراسمو کې درې پر له پسې چاودنې وشوې چې ۶ تنه یې مړه او ۲۰ نور یې سخت ټپیان کړل. تر پر له پسې مرګونو چاودنو وروسته یو شمیر کسانو د کابل په څلور لارو کې د اعتراض کیږدۍ ودرولې چې له درې اونیو را په دیخوا دوام لري او کابل ښاریان یې له سختو ستونزو سره مخ کړي؛ خو معترضین وایې چې تر څو حکومت زموږ غوښتنو ته مثبت ځواب را نه کړي او په دندو کې غافل امنیتي مسؤلین لرې او د قانون منګولو ته و نه سپاري، موږ به خپل تحصن ته ادامه ورکوو او حکومتي چارواکي به محاسبه کړو.
خو اصلي پوښتنې دا دي چې آیا د وزیراکبرخان سیمه کروز بمب و ځپله که ټانکر بمب؟ دا چاودنه د څه هدف لپاره وشوه؟ څوک یې اصلي مسؤل دي؟ د ولس لپاره یې عواقب څه وو؟ دا او دې ته ورته پوښتنې مو په لاندې کرښو کې تر څیړنې لاندې نیولي دي:
۱ـ د وزیر اکبرخان سیمه په ټانکر بمب نه، کروز بمب و ویشتل شوه. دا لومړی او وروستی ځل نه دی چې کابل او د افغانستان نورې سیمې په کروز توغندي په قصدي او لاسي توګه ویشتل کیږي، خو بیا د امریکا او یا د افغانستان امنیتي ادارې یې د اعلامیې په خپرولو سره یا ټانکر بمب بولي او یا هم ځانمرګی برید. څو موده ړومبی هم دغه شان کروز بمب د کابل په شاه شهید سیمه کې را پریوت چې سخت مالي او ځاني تلفات یې ملکي خلکو ته واړول. ټانکر هم په دې خاطر هلته درول شوی وو چې بیا د لاس پاکي په توګه یې وکاروي چې ګویا دا ټانکر بمب و.
۲ـ د وزیر اکبرخان پیښه کې ټول زیانمن شوې کسان، د نورو لپاره قرباني شول. د دې ستر توغندي اروپا په ټوله کې او جرمني په ځانګړي ډول هدف وو. ځکه خو د جرمني سفارت د دروازې په څو مترۍ کې توغندی پریوت چې د نورو اروپایې هیوادو سفارت خونې هم ورته څیرمه پرتې دي. په دې وروستیو کې د امریکا او اروپایې اتحادې اړیکې سختې ترینګلې شوې دي او لا تر اوسه هم په کې کوم مثبت بدلون نه دی راغلی. امریکا له اروپا خصوصاً جرمني څخه غوښتي وو چې په ناټو سازمان کې خپله مالي ونډه زیاته کړي او افغانستان ته نور سرتیري واستوي، همداشان امریکا ته څو ملیارډه ډالر له دې کبله ورکړي چې امریکایې له دویم نړیوال جنګ وروسته امنیت ساتلی دی. خو جرمني دا ټولې غوښتنې په سختو ټکو رد کړې او دا یې هم و ویل چې موږ نور په امریکا حساب نه شو کولی او اروپایې ولسونه باید خپل برخلک په خپل لاس کې واخلي.
۳ـ ډیری شنونکو داسې انګیرله چې ګویا دا یوه بمي چاودنه او هغه هم ټانکر بم وو. د ملي امنیت ادارې د توغندي له لګیدو څو ساعته وروسته اعلامیه ورکړه او وې ویل چې دا کار د حقاني شبکې د «آی اس آی» په مرسته تر سره کړ چې د پاکستان دولت په سختو ټکو رد کړ او زیاته یې کړه: “د کابل اداره د خپلې ناکامۍ د پټولو په خاطر، پړه په موږ اچوي”. حال دا چې خپله دولت او ټول لوړ پوري چارواکي پوهیدل چې دا د امریکا کار وو، دغه کروز یې یا له کراچۍ، یا له خلیج او یا هم له بګرام څخه فیر او دغه ستره غمیزه یې را منځ ته کړه. ځکه چې دا ډول کار د امریکا له توان څخه پرته، د طالبانو، حقاني شبکې، داعش او … په وس پوره نه دی. امریکا د نړۍ په ډیرو سیمو کې دا ډول هدف من توغندي ویشتلي چې بیا ېې پړه په بل چا اچولې ده.
۴ـ په تأسف سره باید و وایم چې دې شوم توغندي او د امریکا جنایت ډیر بد انساني، مالي، سیاسي او قومي عواقب له ځان سره لرل. لوی قدرتونه تل یو بل ته د زور ښودولو په هدف، د ضعیف او ناتوانه هیوادونو او ملتونو په وینو تویلو سره خپل رقیب ماتوي او پوهه وي یې. امریکا جرمني او اروپا ته د عبرت درس ورکولو په موخه، مظلوم او بې دفاع افغانان د سوند توکو په ډول وکارول او د دوی ژوند ورته هیڅ ارزښت نه لري.
له پیښې کابو درې اونۍ تیرې شوي دي، خو د پیښې سیاسي- قومي نفاق شوم آثار لا له منځه نه دي تللي. ولس په څو ټوټو تقسیم شو. قومي، ژبني او سمتي احساسات او افکار د هیواد په آسمان سیوری غوړولی، د خلکو په خوله او سترګو کې د تعصب او تبعیض نښې له ورایه لیدل کیږي. یو ټبر بل ته د ملامتۍ ګوته نیسي او داسې ګڼي چې ګواکې دا د یو قوم کړنه وه د بل قوم په وړاندې؛ حال دا چې اصلي مجرم او جاني د خیر په غونډی ورته ناست دی او سیل یې کوي.
قومي، سیاسي او مذهبي مشران چُپه خوله ناست دي. له دې ویري چې که خوله بیرته کړي او د امریکا د دغه او دې ته ورته نورو جنایتو په ضد افشاګري وکړي او ولس ته په ډاګه و وایې چې د دې ټولو جنایتو تر شا په یو ډول نه په یو ډول د امریکا لاس دی؛ نو هغه وخت به امریکا د ده ګټې، شرکتونه، بلند منزلې، په بهرنیو بانکونو کې غلا کړې پیسې، سیاسي رشوت او له ذلته ډک قدرت او… ټول له ګواښ سره مخ کړي او ستونزې به ورته جوړ ې کړي. نو ځکه یې دغه ذلت منلی او پټه خوله ناست دي او بې خلتې فیرونه کوي. خو دا هم باید و وایم چې، تر څو د امریکا په مشرۍ بهرني ځواکونه دلته شتون ولري او د دوی تر څنګ زموږ رهبران (قومي، سیاسي او مذهبي) له خپلو شخصي او ګوندي ګټو تیر نه شي؛ دغه ډول غمیزې به په بار بار تکراریږي او میشت قومو ترمنځ به درځ او نفاق لا په سې ژور شي.
نصرت الله حقپال

Leave A Reply