ایران او د افغانستان پر وړاندې یې دښمنپاله سیاستونه/ جلال یعقوبي

0 484

ټول هېوادونه په خپلو کورنیو او بهرنیو چارو کې خپلواک دي او هیڅ هېواد د بل هېواد په چارو کې د لاسوهنې او مداخلې حق نه لري، دا هغه سره کرښه ده چې نړېوالو قوانینو ټاکلې؛ هیڅ استثناء پکې نشته او د نړۍ ټول هېوادونه د دغه قانون په رعایت مکلف دي.

د دې اصولو په تطبیق سره د هېوادونو ترمنځ نېکې اړیکې، ثبات او په ډيپلوماتیکو اړیکو کې د دوه اړخیزوهمکاریو د رامنځته کېدا سبب ګرځي، افغانستان یو له همدغو هېوادونو څخه دی چې د خپلې بهرنی سیاست سرې کرښې یې د همدې قانون په رڼا کې جوړه کړې او هیڅکله یې د نورو هېوادونو په سیاستونو او چارو کې لاسوهنه نده کړې؛ خو برعکس بیا هغه هېواد دی چې تل د یو شمېر ګاونډیو هېوادونو لخوا یې په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنې کیږي؛ دا د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان ګاونډیان او په ځانګړې ډول ایران او پاکستان د افغانستان په چارو کې بربنډه لاسوهنې کوي او نړېوال قوانین تر پښو لاندې کوي. دا هېوادونه له څو لسیزو را پدېخوا د افغانستان ملي حاکمیت او نظام سره په جګړه بوخت دي او تل یې د خپلو لاسپوڅو له لارې په افغانستان کې کورني جګړې، تعصب او قومي مسایلو ته لمن وهلې؛ څو افغان حکومت د پرمختګ او پرمختیايي پروژو طرح او پلې کولو ته وخت پیدا نه کړي.

د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې د پاکستان پر لاسوهنو به په بله لیکنه کې مفصل بحث وکړو؛ دلته د ایران یو شمېر هغو مغرضو کړنو ته ځغلنده کتنه کوو چې له تېرو څو لسیزو راهیسې د خپلو شومو موخو د ترلاسه کولو لپاره تر ننه یې په افغانستان کې جاری ساتلی:

څه باندې یوه لسیزه په افغانستان کې د ډيموکراسۍ د اصل پر بنسټ د نوي نظام له منځته راتګ څخه تېریږي؛ د دغه نظام د منځته راتګ له لومړي ورځې تر ننه ګاونډی ایران مو تل د خپلو سیاسي او غیرې سیاسي موخو د ترلاسه کولو لپاره مټې را بډ وهلي او په افغان دولت کې د خپل نفوذ د زیاتوالي لپاره یې هڅې کړي. د دغه نفوذ د تقویې لپاره آن تر دې چې ایران د ډېرو کلونو لپاره د افغانستان مخکیني ولسمشر حامد کرزي دفتر ته نغدې او د پام وړ پیسې لیږلې؛ دا کیسه په ۱۳۹۶هـ.ش کال کې نیویارک ټایمز ورځپاڼې افشاء کړ، هغه مهال د ایران سفارت یاده موضوع وغندله او بې اساسه یې وباله؛ خو ولسمشر حامد کرزي د ایران له لورې هر کال د ۹۷۵ زره امریکايي ډالرو مرسته تائید کړه او دا یې د دولتي لګښتونو لپاره د یاد هېواد مرستې اعلان کړې.

دا د ایران یوازینۍ مرسته نده چې د وخت د ولسمشر تر دفتره رسېدلې؛ بلکې ایران په افغانستان کې ګڼې موسسې، ښوونېز، فرهنګي، رسنیز او مذهبي بنسټونو سره هم دا ټول مرستې کوي؛ نه یوازې دا چې له دغو بنسټونو سره مرستې کوي؛ بلکې یو شمېر سیاسي څېرې او قومي مشران هم د ایران ملاتړ له ځانه سره لري. متل دی چې:  “پیشو د خدای رضا لپاره موږک نه نیسي”؛ ایران همدغه بنسټونه او څېرې د خپلو موخو د ترلاسه کولو لپاره استعمالوي.

په ۱۳۹۵ هـ.ش کال کې د طالبانو مشر ملامنصور تر مړینې وروسته داسې اسناد او ثبوتونه افشاء او خپاره شول چې ایران له ملامنصور سره اړیکې درلودې او د طالبانو دې مشر ایران ته څو ځلې سفرونه کړي، دا ادعاوې د ایران لخوا هم تائید شوې. دا پداسې حال کې وه چې تر دې څو میاشتې وړاندې په فراه ولایت کې د طالبانو یو پراخ برید د افغان امنیتي ځواکونو له غبرګون او ماتې سره مخ شوې وه، په همدغه مهال د فراه ولایت مقام په یوه خبرپاڼه کې هم راغلې وه چې، څه باندې ۵۰۰۰ طالب وسله وال د افغانستان او ایران په سرحد کې په تروریستي فعالیتونو بوخت دي او له ښو او پرمختللو ایراني پوځي امکاناتو هم برخمن دي. ملي دفاع وزارت هم هغه مهال اعلان وکړ چې ایران له طالبانو ملاتړ کوي او له تروریزم سره په مبارزې کې پاتې راغلی.

که څه هم افغان حکومت ایران ته څو څو ځلې ډاډ ورکړی چې هیڅکله به یې خاوره د دغه هېواد پر ضد استعمال نه شي خو بیا هم ایران په افغانستان کې د نړېوالو ځواکونو له شتون څخه وېره او ډار لري له همدې امله یې په ۲۰۱۲ م کال کې کله چې افغانستان له امریکا سره د امنیتي تړون د لاسلیک په دوه لارې کې بند پاتې وو؛ ګڼې هڅې وکړې څو په افغانستان کې د خپلو لاسپوڅو څېرو او رسنیو له لارې د دغې تړون د لاسلیک مخه ونیسي؛ خو د ایران دا هیله له خاورو سره خاورې شوه.

په همدې ډول د ۲۰۱۳ م کال د اګسټ میاشتې په ۱۱ مه نېټه هغه مهال چې د افغانستان د ولسي جرګې ټاکنې روانې وې، په کابل کې د ایران سفارت د ټاکنو کمیسیون ته داسې شکایت سپارلې وه چې پکې د نوماندانو له نوملړه د یوه تن نوماند نجیب الله کابلي د نوم د لرې کولو غوښتنه شوې وه. دا د افغانستان په کورنیو چارو کې دایرانبربنډه لاسوهنه وه، چې هغه مهال له سختو غبرګونو سره هم مخ شوې وه.

ایران نه یوازې دا چې د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې لاسوهنې کوي؛ بلکې تل یې په افغانستان کې خپلو فرهنګي یرغلونو ته هم ادامه ورکړې؛ مولانا جلال الدین بلخي او د هغه هویت د افغانستان معنوي سرمایه ده، «معنوي مثنوي» چې د جلال الدین بلخي اثر دی، د ۲۵۶۰۰ بیتونو څخه تشکیل او په ۲۳ ژبو ژباړل شوی. ایراني دولت تېره میاشت د خپلو فرهنګي یرغلونو په لړۍ کې د افغانستان پردې شتمنۍ هم یرغل یوړ او معنوي مثنوي چې د دری ادبیاتو یو پېژندل شوې اثر دی، دوی هڅه وکړه چې د ایران د فرهنګي میراثونو په توګه یې ثبت کړي.

ایران یو شمېر رسنیو ته میاشتنی پیسې ورکوي او له دې لارې په فرهنګي، مذهبي او سیاسي برخو کې خپل تبلیغاتي جګړه مخ ته وړي، ګڼې رسنۍ مو لیدلي چې خپله تنده به یې د ایران په اوبو خړوبوله او د ایران په پیسو یې تلویزیوني او راډیوي رسنۍ چلېدې، هغه رسنۍ چې مذهبي او قومي اختلافونو ته لمن وهي؛ د ایران او  د پاکستان د آي اس آي د اجنټانو لخوا پرمخ بېول کیږي او د همدغو هېوادونو سندرو ته ګډیږي.

د اقتصاد په برخه کې، ایران هم لکه د پاکستان په څېر تل هڅه کړې چې د خپلو سرحداتو او افغانستان ته د صادراتو په بندولو سره داسې وښیې چې افغانستان ایران ته اړ دی، د ۱۳۸۹ هـ.ش کال په ژمي کې کله چې افغانستان د سون توکو ته شدیده اړتیا درلوده، پدې بهانه چې هلته سون توکي د امریکايي ځواکونو له لورې استعمالیږي نو د سرحد هغې غاړې یې د څو اوونیو لپاره د سون توکو ټانکړې ودرولې؛ دا پېښه په افغانستان کې د خلکو پر ژوند او اقتصاد سختې منفي اغېزې وکړې او افغانستان یې اړ کړ څو له دغه هېواد سره پر خپلو سوداګریزو او ټرانزیټي اړیکو بیا کتنه وکړي.

د دې ټولو سره سره څو اوونۍ وړاندې د ایران ولسمشر په تهران کې یوه کنفرانس ته په وینا کې د افغان حکومت له لوري د اوبو په مهارولو نیوکې وکړې او زیاته یې کړه چې ایران به د سلماء، کمال خان، کجکي او نورو بندونو د جوړېدو پر وړاندې چپ پاتې نه شي. آیا دا د افغانستان په چارو کې ښکاره لاسوهنه نده؟ آیا دا د نړېوالو قوانینو خلاف عمل نه دی؟

دا پورته بېلګې مشت نمونه یې خروار وې چې تاسې ته مو وړاندې کړ، د دې ټولو برسېره په لسګونه نورې داسې بېلګې هم شتون لري چې د دوستۍ په جامه کې د ایران د دښمنۍ نقاب له مخه پورته کوي او د دوی اصلي څېره موږ او تاسې ته راښيې؛ هغه ظلمونه چې ایران له افغان کډوالو سره کړي پدې لیکنه کې نه ځایيږي، ډېر شمېر افغان ځوانان یې د لشکر فاطمیون تر نامه لاندې د سوریې جګړې ته ولېږلې او هلته هلاک شول!

ایران چې له افغانستان سره ۹۳۶ کیلو متره ګډه پوله لري، د افغانستان په کورنیو او بهرنیو چارو کې د هیڅ ډول لاسوهنو حق نه لري او د نړېوالو قوانینو په رعایت، دغو قوانینو او د افغانستان خپلواکۍ ته په بشپړ درناوی مکلف دی، خو بیا هم دغه هېواد تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنې کوي؛ هیله مند یو چې ایراني دولت په خپلو سیاستونو بیا کتنه وکړي او افغانستان ته د دوښمنۍ پر ځای د دوستۍ لاس اوږد کړي.

افغان دولت هم پدې برخه کې مسؤلیت لري څو د ایران د دغو لاسوهنو مخ ونیسي او پدې برخه کې جدي اقدامات ترسره کړي؛ په کور دننه د ایرانپالو رسنیو دروازې وتړي او د هغو ګوندونو او څېرو د سیاسي فعالیتونو مخه دې ونیسي چې د پردو او په ځانګړې توګه د ایران او پاکستان د ګټو په رڼا کې په فعالیتونو بوخت او له دې لارې تل د افغانستان سیاسي تګلارې چیلنجوي؛ نه یوازې دا بلکې افغان دولت مکلف دی څو ملګرو ملتونو ته له ایران څخه رسماً شکایت وکړي او په هر ډول چې وي د ایران د دې لاسوهنو مخه ونیسي.

سرچینې:

https://fa.wikipedia.org/wiki/

http://www.bbc.com/pashto/afghanistan/2010/08/100809_hh-kabul-anti-iran-demo.shtml

http://talwasa.com/2017/07/09

Leave A Reply